دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد فلسطین په پلوۍ لاریون؛ نظرمطمئن: عرب دې عجمو ته د فلسطین...

د فلسطین په پلوۍ لاریون؛ نظرمطمئن: عرب دې عجمو ته د فلسطین د ګټلو لپاره لاره ورکړي

تاند:( شنبه، د میزان ۲۲مه) د فلسطین په پلوۍ او د اسراییلو د وروستیو بریدونو خلاف په کابل کې د پروني لاریون پر مهال د طالبانو یوه مخکیني مقام او مشهور مطبوعاتي مبلغ یې نظرمحمد مطمئن له عربي هېوادونو وغوښتل، چې غیر عربو یا عجمو ته دې د خپلو هېوادونو پر خاوره لاره ورکړي، چې د فلسطین د ګټلو لپاره سیمې ته ځانونه ورسوي.

هغه په مشخص دول د طالبانو یادونه ونه کړه، خو له کابل او طالب ادرسه خبرې یې ځینو شنونکو په همدغه مانا تعبیر کړي دي.

طالبانو مخکې د فلسطین په ملاتړ میدان ته تلل رد کړي او ویلي وو، چې د اسراییلو بریدونه غندي.

په غزه کې له نږدې یوې اوونۍ راهیسې پر اسراییلو د فلسطین د حماس ډلې له بریدونو وروسته اسراییلو پر دغې سیمې پراخ بریدونه پيل کړي، چې د درنې مرګ ژوبلې خبرونه یې ورکړل شوي دي.

7 COMMENTS

  1. دا خړینګن جوړ طالبانو هم وپيژنده چې یو تش تور کدو دی، ایا دا احمق په دې نه پوهیږي چې د پاکستان مشرک پوځ زرګونه افغان ښځې او ماشومان بې ګتاه په زندانونو کې اچولي او آن جنسي تیري پرې کوي؟

  2. یاره دا زمونږ خلک په کومه عقیده او مفکوره داسې چټیات وايي. ستا په خاوره دا پنځوس کاله وینه توی شوه او هیواد مو ړنګ شو چې دا شل کاله خو تاسو په زرهاو ووژل، تر اوسه کوم فلسطیني یا عرب ستا د خلکو لپاره مظاهره کړې یا یې اواز اوچت کړی؟ ما او تاته څه چې په فلسطین غیرت کوو په بې غیرته غیرت کول خپله بې غیرتي ده. په خپل هیواد کې خلکو ته کار پیدا کړه، ډوډۍ ورته پیدا کړه او بیا نور خلک څه کوې جاهله اولسه خپلو بچو او ښځې ته رزق پیدا کړه. د هرات زلزله ځپلو سره مرسته وکړه کوم عرب یا فلسطینې ستا د زلزلې په هکله څه ویلي. ګړنګنه د خپلې شړۍ سره پښې غزوه.

  3. عربو باندی اعتبار کول ستره خطا دی دوی همیش تودی چیغی وهلی او وهی اما د عمل میدان کښی خلک ندی او ددوی له خوا دا بیماری په تربیه شوو تنظیمونو او تربیه شوو قدیانی طالبانو کښی هم لیدل کیږی دی ملی خائینینو د شورویانو مقابل کښی جهاد ندی کړی د شورویانو مقابل جهاد ملت کړیدی !!!
    تربیه شوو تنظیمونو او د تربیه شوو دیموکراتانو اجنبیو غلامی ثابته کړه یعنی د غلامو قدیانیو طالبانو راوستلو وخت کښی غلامو تنظیمونو او غلامو دیموکراتانو عملآ ثابته کړه یعنی دی ملی خائینینو د اجنبیانو په هدایت قدیانی طالبانو ته په اتفاق سره حکومت تسلیم کړ !!!!!

  4. دی کی هیڅ شک نشته چی فلسطینی مسلمان وروڼه مو تر سخت ظلم لاندی دی، باید ننګه یی وشی. له ۱۳۷۰ل. یا ۱۹۹۰م. کالونو مخکی دافغانسان هر دولت د فلسطین ننګه کړی، موږ چې مهاجر وو پېښور کی اوازه شوه چې نجیب څو څوځله یاسر عرفات سره کتنه او خبری هم کړی راهبران عرفات ته ډیر په غوسه شول. خو هغه وخت ضیاالحق د ډګرمن په نظامی رتبه د اسراییل په ننګه عربو سره جنګ کاو او بیا انګریز پاکستان ته راوست او بالاخره جنرال ضیالحق دپاکستان مشر او بیرته یی په افغانان مسلمانو توره را کښله او جنرال اختر یوسف بابر حمیدګل او نورو سره یی قسم وکړ چی کابل دی وسوځی او جګړه تر آخری افغانه. نو په دی توګه افغانانو له فلسطیمی ورڼو سره خپل ملاتر او غیرت کلونه مخکی ښودلی بی توپیره ندی، خو اوس موږ داسی حال کی یاستو چی سیاسری مو پاکستانیانو بندیانی کړی، تیری روباندی روان دی دهر افغان سپکاوی کوی، معادن مو په نیمه بیه را څخه وړی، زموږ صادراتو ته یی لار بنده کړی، قیمتی وسایل مو په دوکه راڅخه وړی، خپله زخمی زخمی او د پاکستان د غلام غلام یاستو نو اوس ځه کولای سو وا انجنیر صاحب نظر محمده زما ګرانه وروره لارراوښیه . ته به موړ یی دپاکستان له ظلم به خبر نه یی هغوی به نازولی یی ټول خو تا غوندی ندی لږ نظر وکړه سترګی وغړوه

  5. تر مطمین نا خبره او غلام به بل چیرته وي. خپلې خویندې به يي د پاکستان په زندانونو کې پرتې وي، دی به یا د فلسطین سندرې وايي یا به د پاکستانې عافیې چیغې وي. بیا کاشکې په خپله ولاړ شي او هالته ځان شهید یا مړ کړي. خو نور ناپوه او ناخبره به ځي، دی د جنګ سړی نه دی. په خپل کتاب کې یې لیکلی چې په هلمند کې د جنګ لیکو ته لاړم، هالته مې چې حالت ولید نو بیا مې وسله کیښوده او د قلم له لارې مې حرامزاده ګی ته دوام ورکړ. دا حرامزاده د پاکستان د استخباراتو یوه زړه پرزه ده.

  6. زه دې ته نه پوهیږم چې زمونږ افغانانو ولې په خپل ولس خپله خاوره زړه نه دردیږي! زه فردي ډول قسم کا وړاندې مې له جنګ ارام نه وي کړی اوس د افغانانو نور مشکلات افتونه چې ګورم ارام نه لرم دا یتیمان دا ماشومامان څوګ وږی دی څوک مریضان دی څوک کور نلری څوک پلار نلری څوک په ګاون جیلونو کې دي !حو په افغان د افغانی ددرد حس مړ ده! لیکن جنګونه به پردی ګټي! ووو ولسسه د هر مسلمان درد زمونږ درد دی! حو اوس وخت فرض عین داده چې خپل ولس وساتو یتیمان کوندی ماشومان عزت! وووو ولسسسسه خپل هیواد خپل ولسسسس خپله خاورې عزت وساتئ! ووووو و لسسسسه څوک نور ملندې درباندې ونه وهي! افغانان د توپک مرمی ده هر چیرته دزیږي! فلسطین زمونږ اسلامی ورونه دی په دردیږو لیکن بې وسه یوو فرض یی ګاوند کې جوړیږی زمونږ فرض د خپل ابرو عزت ساتل دي!

  7. مطمئن لا نامطمئن پاتې دې
    دفلسطین ننګه باید وشی خو څه ډول؟
    مطمئن دداسې ابعادو پرېکړوً او نظر و نه ډیر لیرې واټن کې بل هدف لری ده به تل داویلې چې دافغانستان جګړه فاتح نه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب