د سید اصغر هاشمي نوې رساله چاپ شوه، دغه رساله په کابل کې چاپ شوې ده، د خپریدو ویاړ یې هاشمي خپرندویه ټولنه لري. د رسالې په اړه لنډ معلومات یې په سریزه کې لوستی شئ:
سریزه:
(زۀ دوزخ دی!) هغه کوچنی رساله ده چې پۀ ډېرو لږو مخونو کې ډېرې اړینې خبرې لري. پۀ دغه رساله کې پۀ دې لاندې موضوعاتو خبرې شوې دي او پۀ یو نۀ یو ډول ځواب شوي دي:
- انسان پۀ حال کې ژوند کوي، ماضي د حال میراث دی، حال پۀ ماضي کې تداخل لري او یو لۀ بل څخه زېږېدلي دي. لۀ همدې امله انسان پۀ حال کې مستقل نۀ دی او نۀ پۀ ازادانه ډول کړنې تر سره کولای شي، نو د ماضي تر اغېزو لاندې ژوند کوي.
- انسان د اختیار خاوند دی، خو لۀ اختیار سره بې اختیاره دی.
- کله چې وایو (زۀ دوزخ دی!)، دلته لۀ (زۀ) څخه موخه د ساتر او هابز هغه نظریه ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!). پۀ دې بحث کې لۀ همدې اړخه خبرې او نیوکې شته.
- لۀ (زۀ دوزخ دی!) څخه موخه دا ده چې (زۀ د زۀ دښمن دی!)
د پورتنو موضوعاتو په اړه د منطق او نړۍ لید لۀ مخې خبرې شوې دي.
پۀ پورته یادو شوو نظریو کې ځینې داسې خبرې هم شته چې ځینو پوهانو یې پۀ اړه مخکې خبرې کړي دي، خو د دغې رسالې خبرې لۀ پخوانیو خبرو سره توپير لري او پخوانیو کارونو او نظریو ته د شک پۀ نظر کتل شوي دي. د (Critical Thinking) پۀ پام کې نیولو سره پر موضوع خبرې شوې دي.
کله چې وایو (زۀ دوزخ دی!) دلته لۀ (زۀ) څخه موخه (تۀ) یې. تۀ ځان او نورو ته زیان رسوې او پۀ داسې رواني ستونزو اخته یې چې درک یې ستا لپاره د درک وړ نۀ دی، خو بیا هم اعتراف نۀ کوې چې ستونزې لرې او باید حل یې کړې. همدا وجه ده چې سارتر وايي: (انسان د انسان دوزخ دی!)
انسان پۀ یو وخت کې ځان او نورو ته زیان رسولای شي، هغه څوک چې ځان ته زیان رسوي، نورو ته یې هم رسوي او هغه څوک چې نورو ته زیان رسوي، ځان ته یې هم رسوي.
(زۀ) هغه هویت او شناخت دی چې انسان ته ورکړل شوی دی او انسان د همدې هویت د خارجي او داخلي جوړښت پر بنسټ د انسان پۀ نوم یادېږي. انسان بل انسان ته زیان رسوي، خو پۀ اختیاري ډول دغه کړنې نۀ تر سره کوي، بلکې پرې تپل کېږي. انسان هغه موجود دی چې پۀ تکامل او بدلون کې دی او لۀ څو اړخونو څخه لۀ؛ چاپیریال، وراثت، ماضي، لاشعور، ټولنیز لاشعور او لۀ خپل ځان سره تړاو لري.
موږ نۀ شو کولای چې انسان باندې پۀ مجرد ډول د انسان پوهنې لۀ اړخه خبرې وکړو. پۀ انسان باندې خبرې د ټولو لپاره یو شان پایله نۀ لري، لامل یې دا دی چې انسان پۀ بدلون کې دی او د خیر او شر لۀ جګړې سره مخامخ دی. کله خیر پر شر غالب وي او کله شر پر خیر، کله یو شان او کله بل شان وي.
یوازې (زۀ) د ځان او ستا دښمن نۀ یم، (تۀ) هم د ځان او نړۍ دښمن یې. د دې ستونزې د حل پۀ موخه کار کول پکار دي او ځان ته پاملرنه د دې لامل کېږي چې انسان لۀ ځان سره مبارزه پیل کړي او لۀ بدو سره مقابله وکړي. لۀ ځان سره مبارزه لۀ شیطان او شر سره مقابله ده، لۀ ځان سره مبارزه ځان پېژندل دي او پۀ ځان کې فکر کول دي چې ولې بد کوم او څنګه کولای شم چې یو ښه انسان او مسلمان اوسم.
زۀ خپلې خبرې نۀ اوږدوم، د پورته نظریو پۀ اړه خبرې پۀ رساله کې شته او پۀ دې هیلۀ چې موږ ځان ته پاملرنه وکړو او پۀ خپلو کړنو کې مثبت بدلون راوړو.
سلامونه،
زمونږ یو مشر نه مې اوریدلی و “ساپی د (ز)قوم دی او مومند د (ت)قوم؟؟
مانا دا چې ساپی/صافی هر ځای کښې او هر مجلس کې غواړي هر شې (زه ووایم!) ،او مومند صاحبان بیا مخاطب ته وایی (ته ېې ووایه!!)
لاکن زه فکر نه کوم چې هر زه به دوزخ وي ؛دا جنت به څوک ګټي؟؟
بل دا چې ، د هغه یا هغې رول به څه وي؟؟؟ جنت که جهنم!!!
زما په آند ، هر انسان،مسلمان او افغان ځان د همدغو کلماتو جوګه کړي ،بې ډز و ډوزه به جنتي وي.که الله ج. ېې وغواړي.
و من الله التوفیق.