یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د هرات له زلزله ځپلو سره د زړه خواله | صدیقه پوپل...

د هرات له زلزله ځپلو سره د زړه خواله | صدیقه پوپل زی

 تیره اونۍ په هرات کې مرګونې زلزلې وشوې او زموږ ګڼ شمېر هیوادوال یې د غم په ټغر کینول. اوس په هرات کې د ورانو شویو کلیو او بانډو خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، چې یوه برخه ستونزې یې اروايي ستونزې او اروايي مرستې دي، چې دلته یی د استاد شرف الدین عظیمی له یوې مرکې تاسو سره شریکوم.

ډېر خلک د زلزلې له امله ډار شوي، له همدې امله اروایي ډاډ ته اړتیا لري.

استاد عظیمي وایي: کله چې زلزله وشوه منفي اغېز يي پر ټولو خلکو وکړ، چې دا کیدای شي هر اړخیزه، اړخونه ولري، لکه: چور، غلا او همداسې نور…

سربېره پر دې داسې خبرونه هم نشریږي، چې دې حالت ته موږ د سټرس اوج وایو، ځکه موجوده حالت او وضعیت کې د ټولو سټرس ډېرې لوړې کچې ته رسیدلي.

بل مورد تراکمي فشار دی یانې د زلزې سربېره بیوزلي، ناچاري، د ژمي راتګ او د افغان وینې ته ارزښت نه ورکول دي، چې په ټوله کې کولای شم ووایم یو لوړ کرکیچ ترڅنګ بې ثباته او ناحل شوي مسئله ده یاني تر اوسه خلک نه پوهیږي چې څه وشول؟ څه روان دي؟ او نور به څه وشي؟ چې دا حالت د هرات خلکو په ذهن کې همدا مهال په حقیقي بڼه شته.

دا ډېر یو ستونزمن وخت دي هېڅ وړاندوینه نه کیږي لا هم د خطر نښې شته نو لازمه ده چې اقدامات باید ورته ونیول شي یانې که تر راتلونکو دوه شپو پورې خلک له خاورو ونه ایستل شي دغه کړکیچ لا هم ژور کیږي او کیدای شي زیان یی هم تر دې زیات وی.

په داسې او دې ته ورته حالاتو کې څنګه کولای شو خلکو ته ډاډ ورکړو؟

په دې پېښه کې ځینو خلکو خپل ژوند، ځینو د بدن غړي لکه پښې یا هم لاس آن ځینو خلکو هر څه یې چې درلودل له لاسه ورکړي چې په دې حالت کې خلک له دوه حالاتو سره مخ کېږي چې هغه یو اروایي او بل فزیکي حالت دی.

اروایي اړخ يي لکه ډار، وېره او اندیښنه ده. چې د ارواپوهنې له نظره خلک د بې حسۍ، بې ارزښتۍ، بې وسۍ او اندیښنې احساس کوي. په ټوله کې د افغانانو درد دا نه دی چې د پیښې سره مخ شوي بلکې دا هم دی چې دوی خپل مړي په خپلو لاسونو له خاورو باسي کوم فني او تخنیکي ټیم یا مرستندوی نهاد نشته چې دوی سره مرسته وکړي چې دا د یوي ژورې بېچارګي او بیوزلې نښه ده.

او بله موضوع چې باید ووایو شایعه ده، افواه معمولا په کړکېچ کې رامنځته کېږي، یاني که خبریال ټول شموله مالومات په وخت ونه رسوي، نو ښکاره ده چې ځینې  فرصت لټونکي کسان له هغه ګټه پورته کوي. چې افواه کولای شي د انسانانو په ورځنې چارو اغېز وکړي.

تر اوسه هیڅ علمي اکاډمیک اورګان د زلزلې پیښیدو وړاندوینه نده کړې آن چین چې ډېر پرمختللي هېواد دی.

تاسو کولای شئ د واورې، باران، سیلاب او بله هر څه وړاندوینه وکړئ، اما دا چې په قندهار کې، کابل یا مزار کې د زلزلې وړاندوینه کوي دا منطقي اړخ نه لري، خپله یوه افواه ده.

هر هغه څه چې علم او تخصص تایید نکړي مګر خلک یې خپاره کوي افواه ده چې پرته له شک د خلکو په عواطفو، احساساتو او ذهن بد اغېز پرېږدي.

ځینې داسې خلک هم شته چې د دوی  سره مرکې کوي او درد یې تازه کوي چې له بده مرغه دا هماغه فرصت لټونکي کسان دي. مګر د دی ترڅنگ داسي یوټیوبران هم وه چې دا خبره یې نورو ته ورسوله که یې دا خبر نړیوال نه کړ خو ملي یې کړ چې د دوی څخه باید منندوي واوسو.

لویه ستونزه د څېړنې برخه کې وه دوی مسایل په پوره دقت نه څېړل تر ډېره بریده یې په بې اعتباره او په عاطفي مسایلو ټینګار کاوه او لیوالونکي مسایل یې پورته کول. د ډار او وېرې په جزیاتو یې ډېري خبرې کولي چې دا غیر مسلکي او بې منطقه او  د احساساتو خلاف دي چې ډېر بد اغېز کولای شي.

د هغه چا چې هیڅوک ژوندی نه وي پاتی ورته وایې (انديښنه مکوه او یا همدا تقدیر وه) داسې خبرې په داسې وضعیت کې ښي او مناسبه ندي. یوازي کولای شئ ورشئ غېږ کې یي ونیسئ او ورسره وژاړئ، احساسات یې درک کړي او ورته ووایئ چې موږ هم ستاسو په غم غمجن یو او آن موږ نشو کولای ستاسو غم درک کړو یا یې کم کړو. هغوی ستاسو نصیحت او راپور ته اړتیا نلري، همدارنګه ځینې نور مسایل لکه اخلاقي او شخصي حریم ته نه درناوي او داسې نور… دا خو یوتیوب کې نشروې دوی اوس غم کې دي بله ورځ چې جوړیږي او دا حالت چې ګوري، د اولاد له لاسه ورکول یو درد دا حالت بل درد ورته پیدا کوي. د دې سربېره هغه کسان چې دا ویدیوګاني ګوري هم ډېر خفه کیږي. که دا موارد په پام کې ونه نیول شول.

موږ ارواپوهنه کې یو څه د تروما په نوم لرو، په تروما کې اړینه نده چې ساحه کې وي یا نه، که چیرې په ساحه کې وي په مستقیم ډول اغېز کوي، خو که چیرې په رسنۍ کې یوه ویدیو وګورئ لکه یو ماشوم د خاوري لاندې دی نو په دي حالت کې تروما په غیر مستقیم ډول اغېزه کوي نو پر دي بنسټ ټول اروایي مرستو ته اړتیا لرو.

تروما ارثي هم وې. که تاسو تروما ولرئ ستاسو ماشوم کیدای شي تروما ولري.

زما وړانډېز دا دی: چې موږ په پوره اندازه خبرونه نشر کړ، اوس باید هڅه وکړو چې دا غمیزه تر سوداګرانو او هغه کسان چې په نړۍ کې اغېز لري ورسوو او د مرستې غوښتنه ترې وکړو ، دا مرسته غوښتل دغه حالت او وضعیت ته ګټه رسولی شي.

هغه خلک چې ژورخپګان، پنیک یا داسې نور اروایي ستونزې ولري ددې خبرونو څخه باید ځان وساتي.

ژوره ساه، بوختیا، ورزش، ښه خواړه او له ملګرو او خپلوانو سره خبرې کول په دي وخت کې موږ سره مرسته کولای شي.

خلک اوس مضطرب او نارامه دي نو په دی وخت کې باید څنګه مرسته ورسره وکړو ترڅو ارامتیا ترلاسه کړي؟

په دی وضعیت کې سره له دي چې دوی ته خیمه ورکړل شي د ټپیانو درملنه او درمل ورکړل شي ددې سربېره باید سیار جوړ شوي اروایي خدمتونه ولرو خو له بده مرغه موږ یې نلرو.

لومړي خو که زیانمن دي یا نه دی باید رسنۍ ونه ګوري، هغه کسان چې له هېواد څخه بهر دي باید له رسنیو سره مرسته وکړي ترڅو دا خبر نړیوال کړې او ټول ترې خبر شي ترڅو له دي لارې نړیوال سازمانونه، خیریه او مرستندوی بنسټونه خبر او په مالي برخه کې مرسته وکړي.

1 COMMENT

  1. له صدیقه خور ډیره مڼنه چي د ګران استاد عظیمی صاحب دِ مرکی ، لارښود ټکی یی موږ او مسئولینو ته راورسول ، رښتیا هم ډیر اهم ټکیو ته لارښوونه لری ، خدای جل جلاله دِ وکړی چي زموږ
    امراء او متدین وطنوال پری عمل وکړی او پدی ترحم او خواخوږی سره دِ الله غفار رحمتونه را خپل کړو .
    الله ج دِ موږ او ټول اُمت د نورو غمونو وساتی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

ټکسي / اجمل پسرلی

حباب/اجمل پسرلی