اګوسټ ڪونټ چې د ټولنپوهني د پلار لقب هم لري د انساني او بشري ژوند پړاوونه دا درې بولي:
لومړی: اسطوروي پړاو
دویم: تعقلي پړاو
دریم: تجربي پړاو
دا درې پړاوونه بیا موږ د یو انسان پر مڪمل ژوند باندي هم اپلای/ تطبیق ڪولای سو خو په لږ و ډېر تغیر. ماشوم چې ڪله خبري شروع ڪړي نو د تخیلاتو په دنیاګی ڪې سپرونه ڪوي او چې ڪله د زده ڪړي جوګه سي نو د عقل ګرایی پړاو یې پیلیږي او ڪله چې زوړ عمر او بوډاتوب ته ورسیږي هماغه پړاو یې تجربي پړاو بللی سو.
همدا تجربي پړاو بغیر له همدغو دوو پړاوونو (تخیلي او تعقلي) پړاوه هیڅ امڪان نه لري. دلته زموږ دا پوښتنه هم نفي ڪېدای سي چې بشر ولې دا دومره وخت (زرګونه او آن لڪونه ڪلونه) دومره رشد او پرمختګ نسوای ڪولای لڪه په دا پنځه یا شپږ سوه ڪلونو ڪې چې یې وڪړ. انسانان د دوی له وسې پرته چې ڪوم پړاو ته داخلیږي د تېر پړاو تجربې ، علمونه او پوهي به ورسره په ذهنونو ڪې نقش وي چې تر څو بیا د پرمختګ جوګه ګرځي.
د انساني دورانونو څخه اسطوروي پړاو د انسانانو هغه دوران بلل ڪیږي ڪوم وخت چې پر دوی د ناسودادۍ وختونه تېرېده ، فلسفې ، علم او پوهي دومره انڪشاف نه وو ڪړئ او د هغه دور انسان هر څه ته د یو ماورألطبیعي قوت منشاء لټوله.
مانا دا چې د سمندرونو غورېدلو ، توپانونو، تالاندي او برېښنا، زلزلې او داسې نورو افتونو ته د دوی علم نسوای رسېدای ځڪه دوی له ځانونو څخه داسې حڪایات جوړ کړي وو چې دا الهه وو یا خدایانو د غضب نښي دي. همدا خبره وه چې یوازي پو یونان ڪې خلګو ګڼ خدایان درلوده او بیا به ورته عبادات ڪېده.
ددې دوران پای د یوناني فلسفې له شروع څخه وسو. سقراط هم هغه ڪس وو چې انسان یې له دې اساطیري پړاوه د تعقل پرستۍ پړاو ته راننه ایسته. خو دا چې په دې لار ڪې یې سر وخوړه دا د انسانانو هغه ټینګي عقیدې وې چې پر اسطورو او خیالي خدایانو یې لاره. اسطوروي حڪایات ځڪه پر انسانانو دومره اغېز شیندلی وو چې زرګونه او آن لکونه کلونه بشر په دې پړاو کې تېر ڪړي وو او ڪله چې یو ڪس ددې عقایدو په ماتولو پسې راووته نو د خلګو له غبرګون سره مخامخ سو . دا عادي او له عقله لیري حکایات د خلګو په لاشعور ڪې ځایونه نیولي او دوی دې حڪایاتو ته د ایمان تر ڪچي باورونه لرل.
د وختونو تېرېده وه چې بیا انسان د څه ڪم یا زیات ۱۵۰۰ کاله وروسته یو بل پړاو ته ننواته چې دې پړاو ییا د تجربې معما له ځانه سره راوړه. ددې دوران مخڪښان لکه بیکن او دیکارت وو . دوی وه چې د انساني ژوند د تعقل ګرایی پړاو یې د تجربې په واسطه نقد ڪړ او د دیکارت دا وینا چې وایې: دا چې زه فڪر ڪوم نو یم؛ هم د همدې پړاو د پیل او اغاز غوره ثبوت ڪېدلای سي.
بشر هم د ڪله چې د خپلو حڪایاتو د لیڪلو دور را پیل ڪړئ نو په لمړیو ڪیسو ڪې ددې اسطوروي پړاو خاص علامتونه لیدل ڪیږي. اهریمن او یزدان، کګ او زرینه، هومر او اوډیسه دا هغه اسطوروي ڪیسې دي چې بشر په شعوري توګه د خپلو هماغه وختونو په دوران ڪې باور ورباندي لرئ. خو د وختونو په تېرېدو سره بیا دا ماورألطبیعي بڼه د لیڪلو ادبیاتو او شفاهي ادبیاتو څخه حذف سول او ځای یې هاغه جملو ونیو چې اوسني دور ڪې د هایلوزوییزم فلسفه جوړوي. اوسني وختونو ڪې هم دا اسطوروي ادبیات په هغو ټولنو ڪې سته چې د علم ڪچه پڪښي ڪمه وي. په پرمختللو ټولنو ڪې ددې ځای ساینسي او تکنالوژیڪي بحثونو نیولی. استثناءآت به وي خو د نالوستو ټولنو د اسطورو او خیال بافۍ څخه سترګي نه سي پټېدای، ځڪه ڪم علمه ټولنو ڪې وګړي لا هم د باران نه اورښت د خدای قهر او د زلزلې شتون د ګناهونو د زیادښت منشاء ګڼي. ددې تر شا (باران نه اورېدل او یا زلزلې ) به حتمي یو دیني او قدوسي ارزښتونه ولري خو زموږ په ټولنه ڪې دا د ګناهونو او د قهر و غضب ڪیسې د وختونو وختونو څخه په لاشعوري توګه را انتقالیږي.
.هایلوزوییزم (Hylozoism) یو ډېره ښڪلې او عمیقه فلسفه ده، ټول هغه مسایل چې د ژوند یا حیاتي ځواک سره تړاو لري دا فلسفه دا ورپڪښې ثابتوي چې ټول توکي، د اندازې یا پیچلتیاوو ته په پام کې نیولو سره سره د شعور بنسټیزه کچه هم لري. د هایلوزوزم له مخې، په کایناتو کې هر څه، له ډبرو او نباتاتو څخه نیولې تر حیواناتو او انسانانو پورې، د یوې ټاکلې درجې د ژوند ځواک حیاتیاتي ارزښت لري.
دا خبره په اوسنیو ادبیاتو ڪې موږ بار بار لیدلې لڪه چې وایې:
سیند په نخرو روان وو . د غرو په څوڪو د سپینو واورو تاج ایښودل سوی وو . د چینار پاڼو لاسونه په دعا پورته نیولي وو. غر په عظمت ولاړ وو . په دښتو بخمل غوړېدلی وو.
د دې هر څه څخه دا ثابتیږي چې اوسني ادبیات په لاشعوري ډول د مادې پر شعور او روح باورمند دي. او دا هرڅه ته ڪه له اسلامي عینکو وګورو نو الله ﷻ فرمایلي:
ژباړه: او موږ پیدا ڪړي دي هر شي لره جوړې ، ښایې تاسي له دې پند واخلئ. دلته یوازي د “انسان ” څخه مراد ندی بلڪه ماده خپله له اټومونو جوړه سوې او په اټوم کې د پروتون او نیوترونو شتون، په برقي اجزاوو ڪې د مثبت او منفی شتون ټول هماغه د زوجیت خبره راته ڪوي. چې بحث بلې خواته ولاړ نسې نو لنډیز او خلاصه یې دا چې موږ ځینې شیان په ناخبري توګه په ادبیاتو ڪې داسې راوړو چې د خوند، لذت، جذابیت او ڪشش قوه پیدا ڪړي مګر ڪله چې یې منشاوي او مبناوي پلټو نو هماغه څه راته په حقایقو رسیږي.
دلته یوه خبره چې د هنرونو په اړه د هایدګر له نظر سره موافقه بریښي هغه دا چې وایې: هنر او فلسفه دواړه د حقایقو پلټنه ڪولای سي خو فلسفه تر دې هنرونو هم مخڪښه ده. دلته د ادبیاتو بحث وسو چې د هایلوزوییزم فلسفه یې په غیر خبري توګه را بحث کړې خو لوستي انسانان ټول پوهیږو چې ادبیات (نثر و نظم) هم عالي هنرونه دي او دلته یې خپل صداقت په ثبات رسولی . ادبیات زیاتره سمبولیڪ غږیږي او هنرونو کې هغه هنرونه ښڪلي وي چې لنډ خو مختوا و د مانا له مخي ارت او پراخ وي . یو تابلو او رسم د هغې د رنګونو او ډول ډول با نظمه ڪرښو په سبب د ځان بیه نه ټاڪي ؛ بلڪه په هغې ڪې د پراته حقیقت بیه یې خرڅیږي. او اخر دا چې هره ټولنه څومره په هنري ډول لوړاوی او غوره والی ولري په هغومره اندازه یې د حقیقتونو تله هم درنه وي. زڪما وایې:
لوړ هنرونه د یو تمدن صیقل سوي ارواوي دي.
نوټ: د مادي د زوجیت او په عموم ڪې د طبیعي سکسولیزم (ڪاسمیک سکسولیزم) اړوند ما د فروفیسور راز محمد راز له کتابه یو خلاصه لیڪنه کړې تاسو یې کولای سئ پر دې لینڪ ولولئ.