سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهیوناما په هرات کې پر جومات برید وغانده

یوناما په هرات کې پر جومات برید وغانده

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۱ مه) په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یا یوناما د هرات ولایت په یوه جومات کې پر شیعه ګانو برید، چې شپږ تنه پکې ووژل شول، غندلی دی.
 
یوناما په یوه خبرپاڼه کې د پېښې د عاملانو د پېژندنې لپاره د سمدستي تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د ایران سفارت نن په یوه خبرپاڼه کې د هرات پر برید په غبرګون کې د طالبانو له حکومت سره د تروریزم پر ضد په مبارزه کې همکارۍ ته چمتووالی وښود.

دغه سفارت په خپله خبرپاڼه کې، چې پر ایکسپاڼه یې خپره کړې، د هرات برید غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د برید عوامل وپېژني او سزا ورکړي.

د طالبانو د حکومت د کورنیوچارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکسپانه لیکلي چې پیښه تېر ماخوستن د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې شوې.
 
په دې برید کې، چې د امام زمان په نوم د شیعه ګانو په یوه جومات کې شوې د یوه ماشوم او یوه ملا امام د وژلو خبر هم ورکړل شوی دی.
 
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو د داعش سختدریځې ډلې دې ته د ورته پخوانیو حملو پړه منلې ده.
ایران هم دا برید غندلی او طالبانو ته یې د داعش پر ضد په مبارزه کې د همکارۍ وړاندیز کړی دی.

2 COMMENTS

  1. قتل او وژل هغه ناوړه جرم او عمل دئ چې، رب العزت په خپل کتاب کې په کراتو مراتو یې یادونه کړئ. عقیدتي اختلاف په ځپل ځاې د بشرې ټولنې د وګړو په صفت الله ج هیڅ چاته دا حق ندئ ورکړي چې د بل انسان وینې تویې کړئ. دا قبیح او نه بښونکي جرم دي او په هیڅ ډول توجیه نلرئ.
    انتحاري بریدونه ، په لارو کې ماینونو فرشول او موټریز ترهګریز بریدونو کلتور او فرهنګ افغانستان ته د ټرلیب په لاس له ایران او پاکستان څخه را انتقال سوو. دا نسخه ځناورو ټرلیبانو او لعنتې داعشیانو ته ایران او کثیفستان جوړه کړه او نن په همدوې تطبیق کیږئ.
    تر څو دا مظلوم ملت د سیاسې او نړیوالو لوبو لابراتوار وئ. اخر افغانان به کله را ویښیږي؟

  2. کله، کله خو باید پر شعیه ګانو برید وشی ځکه چی څلویښت میلونه ډالره په هر هفته کی خو کوم خیرات ندی چی طالب حکومت ته مفته راشی. کچیری داسی بریدونه ونشی بیا به دا څلوبښت میلونه امارت له کومه تر لاسه کړی ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب