سه شنبه, مې 21, 2024
Home+افغانستان ته د بهر مېشته افغانانو د سفر پايلې

افغانستان ته د بهر مېشته افغانانو د سفر پايلې

۲۹ اپرېل ۲۰۲۴

د نجونو د زده کړو ملي کمپاين د غړو او ګڼ شمېر هېوادوالو له بيا بيا غوښتنو سره سم د اروپا له بېلا بېلو هېوادونو څخه د يو شمېر افغاني ټولنو او بنسټونو مشرانو او استازو وپتیيله چې د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د بهر مېشته افغانانو هيلې، غوښتنې، اندېښنې او وړانديزونه د اسلامي امارت تر مشرانو ورسوي. په همدې موخه له برتانيې، جرمني، اتريش، سويډن او بلجيم څخه يو دولس کسيز پلاوی چې دوه مېرمنې هم پکې وې، په ۱۴ اپرېل ۲۰۲۴ نېټه کابل ته ورسېد.

په پيل کې بايد يادونه وکړو، چې د اسلامي امارت مسئولينو د پلاوي ډېر تود هرکلی وکړ او يو شمېر مهمو مشرانو سره يې زموږ د کتنو زمينه برابره کړه، چې موږ يې د  زړه له کومې مننه کوو. پلاوي د خپل دولس ورځني سفر په ترڅ کې د رئيس الوزرأ له سياسي او اداري قدرمنو مرستيالانو، د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، دفاع، معارف، امربالمعروف نهي عن المنکر، حج او اوقافو، کانونو او پتروليم، او اقتصاد له قدرمنو وزيرانو؛ همداراز د کورنيو چارو، اقتصاد او تجارت وزارتونو له مرستيالانو، د آزموينو د ملي ادارې، علومو اکاډېمۍ او المپيک ملي کمېټې له رئيسانو؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ( يوناما) له مسئولينو، د سوداګرۍ خونو له مشرانو او ملي پانګوالو او يو شمېرمهمو ملي، ټولنيزو او قومي شخصیتونو او مخورو سره وليدل.

له نېکه مرغه ټولو مشرانو د پلاوي ډېر درناوی وکړ او په ورين  تندي او حوصلې يې زموږ خبرو، نيوکو، او وړانديزونو ته غوږ ونيوه او خپل نظريات او معلومات يې راسره شريک کړل.

زموږ د خبرو عمده ټکي، غوښتنې او وړانديزونه په لاندې ډول وو:

موږ په افغانستان کې د سرتاسري امنيت ټینګېدل، د زورواکو او مافيا له منګولو څخه د هېواد ژغورل، تر ډېرې کچې د فساد مخنيوی، د مخدره توکو د کر، قاچاق او استعمال مخنيوی او د معتادينو درملنه، پولې ثبات او له کورنيو عوايدو څخه د يو شمېر بنسټيزو پروژو پيل هرکلی کوو او د ستاینې وړ يې ګڼو.

د دې تر څنګ یقينا چې د پنځه څلوېښت کلنې جګړې له کبله ډېرې ژورې ستونزې او ننګونې هم په مخ کې پرتې دي. د دې لپاره چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ لاسته راغلي فرصتونه بيا له لاسه ونه وځي، د اسلامي امارت مشرتابه دې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه وکړي:

۱ – د ولس او نظام تر منځ موجود واټن بايد له منځه لاړ شي او د يوه ټولمنلي نظام د جوړېدو لپاره اساسي ګامونه واخېستل شي. د افغانستان ټول ولس که له هر قوم، سمت يا قشر څخه وي، بايد په نظام کې ځان ووينې او د مالکيت احساس وکړي.

 ۲ – دا تجربه چې يو شمېر ډلو او افرادو په تېرو دريو لسیزو کې هڅه کوله د جهاد او مقاومت په نامه واک او امتيازات انحصار کړي، بايد بيا تکرار نه شي. دا افغان ملت و، چې په تېره څه باندې يوه پېړۍ کې د دريو زبرځواکونو يرغلونه په ډېره مېړانه او قربانيو مات کړل. زموږ په اند ټول ملت مجاهد دی او مجاهدين د ملت بچيان دي. نور بايد دا  ملت د مجاهد او غير مجاهد په نامه ونه وېشل شي.

۳ – تېر پنځه څلوېښت کاله د پرله پسې نظامي، استخباراتي، ايډيالوژيک او فرهنګي يرغلونو له کبله په بېلا بېلو نومونو د ولس د وېش او نفاق لپاره کار شوی دی. د دې لپاره چې ډاډمنې سولې او ثبات ته ورسېږو، پراخې ولسي روغې جوړې او ملي پخلاينې ته اړتيا ده. په ولس کې د اتحاد، اتفاق، باور جوړولو او زړونو ګټلو لپاره بايد په ملي کچه خبرې پيل شي. په تېرو جګړو کې ټول ملت په بېلابېلو ډولونو او له بېلا بېلو اړخونو زيانمن شوی او د دې وخت دی، چې ټول ملت يو بل ته عفو وکړي.

۴ – د يوه باثباته او ټولمنلي نظام لپاره اړتيا ده، چې د سرپرست حکومت خبره حل شي، د نظام د مشروعيت پر مېکانيزم او لارو چارو کار وشي او د ملت د ارادې تمثيل ته زمينه برابره شي. کېدای شي پدې اړه يوه رښتينې لويه جرګه جوړه شي او يا دېته ورته ميکانېزم څخه کار واخيستل شي. د دې تر څنګ د قوانينو تشه بايد ډکه شي، اساسي قانون او نور قوانين وضع او تصويب شي او په راتلونکي نظام کې مسلکي کدرونو ته د خدمت موقع ورکړل شي.

۵ – د مهاجرت پر عواملو بايد ډېر تمرکز وشي او په هېواد کې داسې چاپېريال او شرايط رامنځته شي چې هر  څوک د رواني، اقتصادي او فزيکي امنيت احساس وکړي او نه يوازې څوک د  مهاجرت په اړه فکر ونه کړي، بلکې په  سيمه کې زموږ  لالهانده هېوادوال هم بېرته راستانه شي.

۶ – د بهر مېشته هېوادوالو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفيتونو څخه بايد د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په لاره کې ګټه واخيستل شي او له افغاني ډياسپورا سره د اړيکو پر ځانګړي ميکانيزم کار وشي.

۷ – زموږ د خبرو تر ټولو مهم ټکی د نجونو پر مخ د تړلو ښوونځيو پرانيستل و. زموږ په اند د نجونو پر زده کړو بنديز د ولس د پراخې نارضايتۍ، له نړيوالې ټولنې سره د تقابل، د پراخو مهاجرتونو او د ګڼ شمېر نورو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو اصلي لامل دی او حتی کېدای شي د سولې، ثبات او خپلواکۍ طلايي چانس له منځه يوسي. موږ پدې خبره ټينګار وکړ، چې که په لوېديځ کې د افغانانو راتلونکي نسلونه خپل هويت، فرهنګ او عقيده له لاسه ورکوي، مسئوليت به يې د تيرو نظامونو او اوسني حکومت د مشرانو پر غاړه وي. زموږ په اند په چاپېريال يا نصاب کې د ستونزو له کبله د ښوونځيو تړل د منلو وړ ندي او که په کومه برخه کې جدي ستونزه وي، له  ملت سره بايد حقايق شريک شي او مرسته ترې وغوښتل شي. موږ غوښتنه وکړه، چې نه يوازې د نجونو ښوونځي بايد سمدستي پرانيستل شي، بلکې هغو جګړه ځپلو او وروسته پاتې سيمو ته چې دا پنځه څلوېښت کاله له تعليم څخه بې برخې دي، ځانګړې توجه وشي او د نجونو او هلکانو ښوونځي جوړ شي.

پر پورتنيو مسايلو سربېره له مشرانو سره د تقاعد، د ځوانو او مسلکي کدرنو استخدام، ښځو ته د خيرات پر ځای د کاري زمينې برابرول او بېرته پر خپلو کارونو ګومارل، ښځينه قاضيانو او څارنوالانو ته د معاش ورکول، د پخوانيو نظامي کدرونو جذبول او په ځانګړې توګه له ګاونډيو هېوادونو څخه د دوی د بېرته ستنېدو هڅول، او يو شمېر نورو مهمو مسايلو په اړه خبرې وشوې.

په مجموع کې مشرانو زموږ خبرې ډېرې په دقت واورېدې او په اکثرو مواردو کې نه يوازې له موږ سره موافق وو، بلکې ډاډ يې راکړ چې واردمخه يې ځينې عملي ګامونه اخیستي او نور ګامونه به هم اخلي. مشرانو د ستونزو د حل په اړه خپل نظريات شريک کړل او د هغو پرمختګونو په اړه يې هم تفصيلي معلومات او ارقام وړاندې کړل چې په تېرو دوه نيمو کلونو کې ترسره شوي دي.

د نجونو د ښوونځيو په اړه که څه هم موږ بريالي نه شو، چې هېوادوالو ته پدې سفر کې د پرانيستو زېری راوړو، خو مشرانو کلکې ژمنې وکړې چې دغې ستونزې ته به  په لنډ وخت کې د حل لاره پيدا  کوي.

مشرانو ټينګار وکړ، چې نه يوازې موږ خپلو هڅو او سفرونو ته دوام  ورکړو، بلکې نور هېوادوال هم وهڅوو چې هېواد ته راشي او له دوی سره  ليده کاته وکړي.

څرنګه چې يوازې په يوه سفرکې د ډېرو ستونزو د حل او ځواب ترلاسه کول ګران کار دی، زموږ جرګه ګۍ پرېکړه وکړه، چې دا بهیر به غځوو او پراخوو او تر هغو به خپلو هڅو ته دوام  ورکوو، چې د ولس اساسي غوښتنې ومنل شي. زموږ په اند له خپلو هېوادوالو سره په  خپل هېواد  کې له هر ډول بهرنۍ اجنډا پرته خبرې، د ستونزو د حل تر ټولو غوره لار ده. هيله ده  زموږ بهر مېشتي هېوادوال له خپلو رغنده نظرياتو او وړانديزونو سره د دې بهير ملاتړ او ملتيا وکړي.

و ما توفيقي الا بالله علیه توکلت و الیه  انيب

9 COMMENTS

  1. ستاسو هڅې د ستایلو وړ دي . مونږ ستاسو په وطندوستي ، انسانیت او بشردوستي ویاړو. له خپل وطن سره مینه زمونږ د نیکونو او لوی احمدشاه بابا د دې شعر ثبوت دی ، چې وایی :

    ستا د عشق له وينو ډک شو ځيګرونه
    ستا په لاره کښې بايلي زلمي سرونه
    تاته راشمه زړګی زما فارغ شي
    بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه
    که هر څو مې د دنيا ملکونه ډېر شي
    زما به هېر نه شي دا ستا ښکلي باغونه
    د ډهلي تخت هېرومه چې راياد کړم
    زما د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه
    که تمامه دنيا يو خوا ته بل خوا شي
    زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
    احمد شاه به دغه ستا قدر هېر نه کا
    که ونيسي د تمام جهان ملکونه

    اما چېري دي هغه کسان چې خپل عقل په کار واچوي ؟ خپلې ، هېواد او د هېوادوالو ګټې په پام کې ونیسي .
    که نور نه وي له ایراني آخندانو نه یې زده کړئ . د شاه د وخت ټول مسلکي ، علمي او فني کدرونه یې وساتل ، نن د هغوی له برکته ایران یو اتمي قدرت دی ، د نظامي قدرت له نظره سیمه کې ساری نه لري .
    د عقل کلمه 49 ځله په قرآن شریف کې راغلې ده مثلا: وَمَن نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِي الْخَلْقِ ۖ أَفَلَا يَعْقِلُونَ (68)
    همدا راز یو حدیث شریف ده چې وایی : «رَأْسُ‏ الْعَقْلِ‏ بَعْدَ الْإِیمَانِ‏ بِاللَّهِ التَّوَدُّدُ إِلَی النَّاسِ وَ اصْطِنَاعُ الْخَیْرِ إِلَی کُلِّ بَرٍّ وَ فَاجِرٍ»، له خدای تعالی سره د ایمان نه وروسته د عقل تر ټولو لوړه درجه له خلکو سره که هغه نیکوکاره او یا بدکاره وي ، دوستي ده .

  2. دا چې دغو ښاغلو سفر په کوم نیت وو، د هغې علم الله ج سره دئ او د هغه نیت پربنسټ به جزا د خیر ورکول کیږئ. خو د پام وړ خبره دا دئ چې مقابل لوري څوک واک او صلاحیت لرئ او د افغانستان ګټو ته څومره ژمن دئ. په کندهار کې د پاکستان د ای آیس ای جنرال هیبتې ځناور خو ورسره ونه کتل. دا پیاده ګانو سره خبرو خو دا دري کاله نتیجه ورنکړه نو وکتل سئ چې اوس به کوم ګل په اوبو کې. خو له دغو خلکو څخه چې هلته تللي وو هیله ګوم چې له ولس څخه واقعیتونه پټ نکړئ.

  3. نړۍ څنګه اداره کړو؟
    دين د واک د ترلاسه کولو تر ټولو ښه وسله ده
    د يوې ټولنې ښځې محدودې کړئ، سپکاوی يې وکړئ، مسخره يې کړئ، داسې څه وکړئ، چې تر ټولو لوی ارمان يې واده وي او تر ټولو لوی هنر يې پخول او باغداري وي. په دوی باندې مصيبت راوړئ ترڅو دوی د ټولنې څخه وېره ولري.
    د خپلو پلرونو په ذهنونو کې د فکر تخم وکرئ، ترڅو دوی باور وکړي، ترڅو د دوی لوڼې په پنجرو کې لوی شي.
    د خپلو لوڼو څخه کتاب، علم، قلم او پنسل واخلي او پر ځای يې زنګون، ستنې او انجيلونه ورکړئ. د دوی ځوانان د مخالف جنس څخه لرې وساتئ، مګر د دوی په اړه فکر وکړئ.
    هغه څوک چې د ښځو د ازادۍ لپاره کار کوي د شيطان بندګان او د خدای دښمنان بولي.
    زه تضمين درکوم چې د يوې ټولنې جنين به د زرو کلونو په تېرېدو سره هم پرمختګ ونه کړي.
    وينسټن چرچيل

  4. يو مصري عالم :
    مېرمنو (ښځو) ته له کوره د بهر وتلو له درې وخته پرته اجازه شته :
     لومړی دا چې : د مور له رحم راووځي يا په بله مانا پيدا شي،
     دويم دا چې : د پلار له کوره د مېړه (خاوند/څښتن) کور ته واده شي،
     درېم دا چې : د مېړه (خاوند/څښتن) له کوره يې ګور ته مړی (جنازه] د ښخولو لپاره يووړل شي.
    اوس پنجاب او د پنجاب اړونده مدارس حاکمې او افغانستان د مدرسې په اختيار کې ورکړل شوی او د مدرسې له انګله ورسره چلند کيږي.

  5. ښاغلی لوفر جانه،
    تا ته ما مخکې هم څو ځلې ويلي دي چې د مقدساتو توهين مه کوه او مقدساتو ته خوله مه اچوه.
    موږ ټول هغه دی له طالب او پنجاب سره مخالفت لرو، خو دا د دې مانا نه لري چې موږ دې هسې بېځايه او بې ربطه د پېغمبر صلی الله عليه وسلم نوم په بدو يادوو او هغه ته خوله وراچوو.
    تا بيا پخپله پورتنۍ لومړۍ کرښه کې د ((محمد صلی الله عليه وسلم نوم ته سپکاوی کړی او هغه دې پکې راښکلی دی، ولې؟
    ولې ته د يو معقول انسان په توګه د ((محمد ص)) نوم ته سپکاوی کوې؟
    سياسي مخالفت دې حق دی او د نر غوندې يې کوه، خو په مؤمن به مسايلو او اصولو کې احتياط کوه. دا ستا يوه عقيدوي ستونزه ده چې خپله عقيدوي تنده دې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم په اهانت او سپکاوي سړوې.
    تاسې هغه مبارک ته هېڅ تاوان نه شئ پېښولی، خو خپل ځان به دې سپک کړې.
    څوک چې د خدای او د رسول سپکاوی کوي الله به يې خپله سپک او بې ارزښته کړي.
    دا ښه خبره نه ده چې د طالب لپاره د خدای او د رسول (ص) سپکاوی کوې او په بدو نومونو او الفاظو يې يادوې.
    ښه خوي، ښه چلند او ښه کردار دا هغه څه دي چې خپله دې عزتمند کړي او که …..

  6. تر څو پوری چی د لوپړ او لوپړانو بُت خانه ( انګریز د شیطان زوی ) تر اوبو نه وی لاندی سوی نو زموږ د سیمو پر آسمان به همدا توری وریَځی خپری وی.

  7. لوفر جانه،
    زه د يو مسلمان او د يو اهل رسول يعنې سيّد په توګه دا حق لرم چې له خپلو مؤمن به او له مُقدساتو نه ښه په کلکه او مېړانه ننګه وکړم او دا مې يو روا او مشروع حق دی. ستا موروپلار، نيا ونېکونو او اسلافو ته مې هېڅکله سپکاوی نه دی کړی، نو ته هم د يو انسان په توګه او هم له اخلاقي اړخه دا حق نه لرې چې زما په مؤمن به، مقدساتو او نېکه هسې بېځايه او بېموجبه ولګېږې. خپله عقيدوي تنده دې په داسې بېځايه او مزخرفو الفاظو مه سړوه او انسان شه.
    الله دې نېکو ته مخه کړه او له دې عقيدوي دښمنۍ او کرکې دې الله تعالی مخ واړوه.

  8. سلامونه،
    ماشاءالله ، له یورپ نه ګران وطن ته تللي هیاءت څخه هم مڼنه ،هم پخیر لاړلئ او ښې خبرې مو د هیواد ،ولس او … په باب له اوسنیو چارواکو سره وکړې او پخیر او سلامت بیرته ستانه سوئ ؛ ستړي مه شئ!
    – دا چې د اَ اِ امارت حفظه اله مو ونه شو لیدلی ؟ الله دې وکړي څې بله پلا ېې په ملاقات مشرف شئ!
    -د ولس پر مجاهد او غیر مجاهد نه تقسیمول اساسي کړنه ده ؛ مګر د ۷ او ۸ ثور په باب د ذ. ویاند نظر څنګه وارزوو؟؟.
    -دا لاندې خبره ډیره مهمه ده ،فکر کوم د ډ.صاب حکمت الله حکمت د نابغه فکر محصول ده چې: “همه شمول نه؛ همه قبول(ټول منلی) حکومت “جوړ شي!. په دې کې زما په نظر له سیاصي احزابو نه پغیر ممکنه نه ده؛
    لاکن د ملیارډرانو غلو او غاصبو فاسدو فاسقو همه شمول دې د پاریس داعشیانو ته میراث وي؛ بل ملک کې نسته
    -د نجونو او ښځمنو له آهونو دې ط ط ځانونه د خدای له غضب نه حذر وکړي که نه
    آه بینوایان سخت ګیرد
    بسې کس را ز تخت و بخت ګیرد!
    (…الم تر کیف فعل ربک بعاد۰ ارم ذات العماد۰التی لم یخلق مثلها فی البلاد۰
    و ثمود الذین جابوآ الصخر۰بالواد
    و فرعون ذی الاوتاد ۰الذین طغوا فی البلاد۰فاکثروا فیهآلفساد۰
    فصب علیهم ربک سوط عذاب۰
    ان ربک لبالمرصاد۰
    ….الی آخر سوره الفجر!)
    ۰فاعتبروا یا اولی الابصار۰

  9. حکمت الله حکمت صاحب :
    هیله کوم چې خفه نشې وایی مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید !
    ستا پلاوی مجهوله دی خو نیوکې ، غوښتنې، وړاندیزونه،هیلې یو دبل سره توپیر لری!
    دافغانستا ن ملی زعامت له هغه څه ډیر ژور او لوړ دی کوم چې تا په یوڅو مادو کې کاپی پست کړی.
    فیصدی دانعطاف او مبالغه ډوله بڼه لری ښه خو داوه چې داسلامی امارت لخوا تاسې نور ولس ته ور پېژندل شوی وای.
    طالبان پوهیږی چې د ډیرو هېوادو نو استازی راغلی دی مانا داچې تاسې دکړکیچ اهمیت په سیاسی لحاظ نور هم کته راولی .
    ملت سازی بن بست او ګونګوسی نه منی
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب