شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ادبیات او هیومانیزم (بشر پالنه) / سیاف زاخېلوال

ادبیات او هیومانیزم (بشر پالنه) / سیاف زاخېلوال

انسان خدای ( ج)  عبث و بې ګټې نه دی پیدا کړی. دا نړۍ ازمایښتي نړۍده، لکه څنګه چې یو محصل د ازموینې په پارچه کې د خپلې وړتیا او کوښښ په اندازه له استاد نومرې اخلي؛ همداسې به خدای ورسره د ژوند، له نورو سره د تګلارې، سلوک، رفتار… او ایمان په اندازې حساب کوي.
ډېری خلک له بشر سره مینه او پالنه هسې عبث او نه خبره ګڼي، حال دی چې له انسان سره مینه کول د انسان انسانیت ښېیي، دا ترې جوتېږي چې  انسان ته خدای د نورو مخلوکاتو په مقابل کې لويي او مقام ورکړی دی، واړه څیزونه یې ورته تابع ګرځولي؛ نو ځکه اړینه ده چې انسان د انسان قدر وکړي ، ویې پالي او د مرستې او ډاډ لاس ورکړي.
پر بشر پالنې ډېرې خبرې شي کېدای، زه د ادبیاتو او بشر پالنې پر  هغې اړیکې څه لیکم چې پخوانۍ او نه شليدونکي اړیکې سره لري، یانې دواړه سره نوک او ورۍ دي.
د ادبیاتو پیدایښتي موخې به ډېرې وي؛ خو یوه موخه یې د انسان له انسان سره مینه کول، د مینې سبق ورزده کول… او لڼده یې دا چې په هر حال کې له بشر سره همدردي، خواخوږي او لاسنیوی کول دي.
د بېټ نیکه په شعر کې د بشر دوستۍ انګازې له ورایه ښکاري،
دا وګړي ډېر کړې خدایه
لویه خدایه، لویه خدایه!
د بېټ نیکه په شعر کې د بشر پالنې او دوستۍ نارې داسې انګازې وهي، چې د نړۍ له مالک د دې وګړو ډېروالی غواړي. د انسان پالنې او غوښتنې ترټولو ستره نښه د انسان بقا او پایښت دی؛  بېټ نیکه هم پخپل مناجاتو کې له خدایه د انسانانو ډېرېښت او بقا غواړي او هغه انسانان چې د خدای له مخلوک سره یې مینه نه وي، نو فطرتآ یې نه غواړي چې انسانان دې ډېر شي، همداسې په لرغوني دورې کې د پښتو ژبې ډېر لیکوالان او شاعران د انساني مینې ته درناوی کوي او پخپلو وېناوو او لیکنو کې یې د انسانانو لپاره د خیر دعاګانې غوښتي دي.
په منځنۍ دوره کې هم لکه بایزید روښان، خوشحال بابا، غیب السان عبدالرحمان بابا، حمید موشګاف، شېدا بزرګ او نور شاعران و لیکوالان تل د مینې او انسان پالنې نارې په خپلو شعرونو او نثرونو کې خلکو ته ور اورولي دي.
د خوشحال بابا د نورو کتابونو ترڅنګ په دستارنامه کې د انسان د لارښوونې او جوړونې لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه پخپله د انسان پالنې ستر او مینې لپاره یو نایابه او د وخت ستر کار دی.
لومړنی هنر یې د ځان پېژندنه ده؛ کله چې یو څوک په پوره مانا ځان وپېژني، بیا خدای پېژني او چې خدای یې وپېژنده هېڅکله د خدای مخلوک (انسان) سره کرکه نشي کولی. زموږ په ادبیاتو د بشر دوستۍ حس بلا خوږ او له رنګونو مالامال دی، د وخت هر شاعر و لیکوال ورته خورا ستر کار کړی دی.
نابغه خوشحال بابا وايي؛
په سړیتوب کې واړه یکسان دي
که مومنان دي، که کافران دي
دا د خوشحال بابا څومره په تول تللی او مینه ناک بیت دی، چې هغه که مسلمان وي یا کافر. خدای دواړو ته کرامات ورکړي دي، دا منو چې مسلمان د خدای پر خدایۍ پوره ـ پوره ایمان لري؛ خو کافر هم انسانیت لري، یانې دا نه ګوري چې دا مسلمان دی او دا کافر، بس چې له انسان سره مینه کوي، په درد یې دردېږي … او خیر یې غواړي هغه د انسانیت او مینې سمبول دی.
یا دا بیت یې؛
وګړي واړه کارونه خپل کا
مردان هغه دي چې کار دبل کا
خوشحال بابا هغه کسان چې خپل کارونه پر مخ بیایي او یواځې ـ یواځې خپل غم ورسره وي، هغه یې یواځې وګړي ګڼلي، یانې ټول ژوند یې د ځانغوښتنې او ځان پالنې لپاره محدود کړی؛ خو هغو چې د نورو لپاره ژوند کوي، پر نورو یې زړه درد کوي، هغو یئ مردان ګڼلي.
 رحمان بابا هم د منځڼۍ دورې هغه شاعر دی چې ټول عمر یې داسې شاعرۍ ته ځانګړی کړی و، چې یواځې مینه کول، د خدای  پر خدایۍ یقین او د هغه له مخلوکاتو سره همدردي، لارښوونه او پالنه یې د شعرونو اساسي او موخنه برخه جوړوي.
رحمان بابا وايي چې د ادم واړه اولاده یو شان دي. هغو چې نور ازاروي هغوی پخپله زوریږي. یانې که د رواني له اړخه وګورو د ټولو انسانانو وینه سره یو شان ده؛ څوک چې بل ته تکلیف رسوي هغه وجدانآ پخپله زورېږي.
ادم زاد په معنا واړه یو صورت دي
هر چې بل ازاروي هغه ازار شي
یا یې دا لاندې بیت، چې دلته واړه انسانان سره یو شان ګڼې او هغه څوک یې پوه ګڼلي چې هر چاته د ځان په نظر ګوري.
واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې
ای عبدالرحمانه، جهان ټول عبدالرحمن دی
په منځنۍ یا کلاسیکې دورې کې ډېر شاعران دي چې له الفاظو او شعرونو یې د بشر دوستۍ انګازې تر اوسه پر زړونو اغېز کوي. اوس به د معاصرې دورې څو شاعرانو د انسان پالنې بیتونه له تاسو سره شریک کړم.
پو هاند عبد الحی  حبیبي هغه څوک دی چې خپل ټول عمر یې د انسان پوهونې لپاره وقف کړی و، له انسانیت سره یې مینه لرله، ان یې نه غوښتل چې دښمن ته د دښمن خطاب وکړي، بلکې د سترګو تور یې ګڼلو، نو مینه او انسان دوستي له دې  نه سېوا کېږي.
مینه هسې زړه را سپین کی چې یې ګورم
زما د سر دښمن مې هم د سترګو تور دی
پوهاند عبدالحی حبیبي د پښتو ژبې د معاصرې دورې سر للاری چې د نظم و نثر دواړو برخو کې د مینې ترانې  زمزمه کړي، یو ځای وايي (( ما د مور لاسونه په درناوي او مینې مچ کړه، خو دې زما تندی په مهربانۍ او شفقت مچ کئ …. په دې مچه کې د عشق اور بلېږي، دلته مینه او الفت او احترام او تقدس ټوله سره ګډېږي. دا مچه د انسانیت د بقا او دوام یو غوټه ده. دا مچه د انسانیت د بقا او دوام یو مقدمه ده. دا مچه ډېرې معناوې لري. ډېر خوندونه لري او د دې ټولو نتیجه څه ده؟ د انساني توکم دوام)).
ما مخکې وویل چې زموږ پخواني لیکلوالان د مینې او بشر پالنې څلي دي. پوهاند عبدالحی حبیبي یوه مچه د انسانیت د بقا دوام ګڼې، هو بالکل سم وايي؛ ځکه چې دا مچه په ظاهر کې مچه ده ، خو په رېښتینې ډول د انساني ژوند بقا، د مینې انتحا او د انساني ژوند لپاره له ټول بشریت سره مینه ده او همدا انسان دی چې د مینې لپاره تر ټولو اشد ضرورت لري، چې حبیبي صېب یې دا حق پخپلو هنري لیکنو کې ادا کړی دی.
عبد الرووف بېنوا وايي انسان چې ژوندی دی او پایي، هغه یواځې او یواځې د مینې برکت دی، په کوم انسان کې چې  مینه نېست شوه، بیا انسان انسان نه پاتې کېږي،یانې وحشي ځناور شي.
انسانان ژوندي په مینه
څومره مینه هومره وینه
چې یې مینه شي تمامه
تویوي یو د بل وینه
 د مینې او بشر پالنې ستر انسان ګل پاچا الفت وايي؛
نه ښایي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لویه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا سره
داسې خوشحالي دې خدای په هیڅ کور کې پيدا نه کړي
یو کور کې چې غم وي او بل خاندي له لیلا سره
د الفت صېب تلخص او فکر سره ښه جوش خوړلی دی، په خبرو او شعرونو کې یې یواځې د انسانانو لپاره مینه، همدردي، خواخوږي او پالنه ده.
مینه د انسان قدر ډېروي، مینه ده چې د انسان و حیوان ټوپیر پې شي کېدای. خپله لیکنه په دې بیت را ټولوم.
دا ژوند زموږه کم د محبت لپاره هم دی
حیران یم چې نفرت ته وزګارېږي خلک څنګه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب