شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهمجاهد: موږ د خبرو له لارې د پنجشېر د مسلې د حل...

مجاهد: موږ د خبرو له لارې د پنجشېر د مسلې د حل ډېره هڅه وکړه، جزیره مو نه شوای منلی

تاند(دوشنبه، د سنبلې ۱۵) د طالبانو ویندوی او د اطلاعاتو او کلتور سرپرست ذبیح الله مجاهد وايي، طالبانو ډېره هڅه وکړه چې د پنجشېر مسله د خبرو له لارې حل کړي خو خبرو نتیجه ورنه کړه.

په وروستیو کې پر پنجشېر د طالبانو له بریدونو سره یو شمېر خلکو او نړیوالې ټولنې مخالفت وکړ او هغه یې نامشروع او بې ضرورته جنګ وباله.

خو د طالبانو ویندوی نن په کابل کې په یوه خبري غونډ‌ه کې وویل چې دوی په افغانستان کې یو ټاپو نه شوای زغملای«کله چې خبرې بریالۍ نه شوې، بیا نو موږ باید له قوې کار اخیستی وای، دا یو نړیوال اصل دی. له همدې کبله هیوادونه امنیتي ځواکونه ساتي.»

د طالبانو ویندوی زیاته کړه، د پنجشېر مشران د دوی پلوي دي، یوازې لږ شمېر جنجال زېږونکي شړل شوي او ځپل شوي دي.

د طالبانو ویندوی په عین حال کې وویل، هغوی چې له پنجشېره تښتېدلي، په دې شرط چې جګړې او ناکرارۍ ته به لمن نه وهي، بېرته هیواد ته راتلای شي.

ذبیح الله مجاهد وویل داسې راپورونه لري چې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح تاجکستان ته تللی خو دا راپورونه په زغرده تاییدولی نه شي.

د طالبانو ویندوی د حکومت د تشکیل په اړه وویل چې په دې برخه کې سیاسي پرېکړې شوي او اعلان یې یوازې د ځینو تخنیکي مسلو په خاطر ځنډېدلی دی. خو په څو ورځو کې به اعلان شی.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه کابل ونیوه او له هغه راوروسته په تېرو ۲۲ ورځو کې افغانستان حکومت نه لري. خلک د نامعلوم برخلیک له کبله زیات پریشان دي، ډېر افغانان هڅه کوي چې ځان بهرنیو هیوادونو ته وباسي. کاروبار سوړ شوی، د جنسونو بیې لوړې شوي او اقتصاد له رکود سره مخامخ دی.

خو مجاهد وايي چې ژر به د نوي حکومت د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره د نورو هیوادونو مشرانو ته بلنلیکونه واستوي.

مجاهد د انتخاباتو په اړه وویل چې حاضردمه د انتخاباتو کوم پلان نه شته، وروسته به په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

د طالبانو ویندوی وویل له چین څخه غواړي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني.«موږ له چین سره ښې اړیکې غواړو ځکه چې چین په اسیا کې ستر اقتصادي قدرت دی. موږ باور لرو چې د سړک او کمربند پروژه به نه یوازې له افغانستان بلکې ټولې اسیا سره مرسته وکړي. موږ ټولو ته ضمانت ورکوو چې په افغانستان کې به د ټولو مهمو پروژو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلو.»

څرګنده نه ده چې څومره هیوادونه به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني. ځینو هیوادونو ویلي چې د طالبانو حکومنت به په رسمیت ونه پېژني او ځینو نورو ویلي چې حاضر دي چې په مشروط ډول د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

مجاهد د مظاهرو او اعتراضونو په اړه وویل چې اوس د مظاهرو لپاره شرایط برابر نه دي ځکه چې حکومت په بشپړ ډول فعال نه دی او د خلکو غوښتنو او پوښتنو ته څوک نه شته چې ځواب ووايي.

ده په عین حال کې ومنله چې په مناسب وخت اعتراض او مظاهره د خلکو حق ګڼي.

د طالبانو ویندوی د افغانستان د اساسي قانون په اړه وویل چې په دې برخه کې تراوسه پورې کومه پرېکړه نه ده شوې.

ده د طالبانو له لوري د ځینو کسانو د نیول کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«موږ ځینې راپورونه لرو چې طالبانو ځینې کسان نیولي. خو دا څو ګوته په شمېر پېښې دي او هغه هم د شخصي دښمنۍ پر اساس شوې دي. موږ یې په اړه څېړنې کوو او ځینې کسان نیول شوي دي.»

مجاهد د افغانستان د ملي اردو له ځواکونو وغوښتل چې بېرته کار ته ورشي او ویې ویل چې افغانستان غښتلې اردو، پولیسو او استخباراتو ته اړتیا لري.

د طالبانو ویندوی وویل چې طالب ځواکونه به هم د افغانستان د ملي اردو له روزل شویو ځواکونو سره یوځای کړای شي.

1 COMMENT

  1. دا جزيره خو دې پلندر له جهادي وخته جوړه کړې وه. ته هغه وخت چېرې وې؟
    پلندر دې د يو مشروع حکومت په مقابل کې اووه جزېرې د امريکا په زور جوړې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب