زاهد الله محمدي
په اقتصاد کې د دوکتورا سکالر، جنوبي اسیا پوهنتون
د اقتصادپوهانو ترڅنګ دا پوښتنه له هر چا سره شته چی ولي د نړۍ ځيني هېوادونه شتمن او ځيني نور بې وزله دي؟ د دې پوښتنې د ځواب لپاره اقتصادپوهانو مختلف دلایل یاد کړي دي، ځيني دغه عوامل سیاسي او بعضي نور اقتصادي ریښې لري، د اقتصاد د علم پیل هم د دې پوښتنې څخه شوی دی، د معاصر اقتصاد پلار آډم سمیت (۱۷۲۳-۱۷۹۰) په ۱۷۷۶ میلادي کال خپل کتاب (The Wealth of Nations) د دې پوښتنې د ځواب لپاره لیکلی دی. د آډم سمیت په وخت کې د بي وزله او شتمنو هیوادونو ترمنځ فاصله کمه وه خو اوس دغه فاصله خورا زیاته شوې ده او نوره هم د پراخیدو په حال کې ده په ځانګړي ډول په نولسمې او شلمې پیړیو کې اروپايې هېوادونو او د شمالي امریکا هېوادونو زیاته سرمایه ترلاسه کړه خو اکثره اسایي او افریقايي هیوادونه وروسته پاتې شول. کله چې صنعتي انقلاب رامنځ ته شو او اروپایې هیوادونو په ۱۷ مه پېړۍ کې د غریبو او وروسته پاتې هېوادونو مستعمره کیدل پیل کړل د هېوادونو ترمنځ دا فاصله نوره هم زیاته شوه.
د هېوادونه شتمني په څه شي اندازه کیږي ؟
د اقتصاد په علم کې شتمن هیواد هغه ګڼل کیږي چي سړي سر ملي عاید یا per capita income یې زیات وي دا د دې لامل کیږي چي د هغه هیواد د خلکو ژوند په هوساینه کې تیر شي، اوږد عمرونه ولري، د روغتیا پرمختللې سیستم ته لاس رسی ولري، د هیواد وګړي يې لوړي زده کړي ولري او په ټکنالوژۍ سمبال نور پرمختللي وسایل ولري. د سړي سر ملي عاید د زیاتوالي مهم لامل اقتصادې وده یا Economic growth دی. اقتصادي وده بیا د ناخالص ملي تولیداتو یا GDP کې د تغیر (زیاتوالي یا کموالي) څخه محاسبه کیږي. د سړي سر ملي عاید د محاسبه کولو لپاره د هیواد مجموعي ملي ناخالص تولیدات د هغه هیواد په نفوسو تقسمیږي، پدي سره دا معلومیږي چي په اوسط ډول باندي د هیواد وګړی څومره شیان او خدمات د یو کال په موده کې اخستلی شي.
اقتصادې وده څه شی دی؟
اقتصادې وده په GDP(Gross Domestic Product) نا خالص ملي تولیداتو کې د تغیر څخه اندازه کیږي هر څومره چي د یو هیواد GDP زیاته وي همغه هیواد شتمن شمیرل کیږي، د نړۍ زیاته GDP اوس وخت کې امریکا لري . د اقتصادې ودې له امله هیوادونو شتمني زیاتیږي او ورسره د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راځي . د مثال په ډول په تیره دوه لسیزه کې چين او هند په اوسط ډول باندي ثابته اقتصادې وده تجربه کړه دا ددې لامل شوه چي دغه دواړه هېوادونه په میليونو خلک د فقر د کرښې څخه وباسي ، د خلکو ژوند پکې د پخوا په پرتله ښه شوی دی، د خلکو تخمینې ژوند زیات شوی، صحت ، تعلیم او نور خدمات ورسره په معیاري ډول ترلاسه شوي دي . پوښتنه داده چي کوم عوامل دې چي د ښه اقتصادې ودې سبب ګرځي ؟
پاليسې: یوتحلیل دادی چي شتمنو هېوادونو د ازاد بازار او ازاد تجارت لارې غوره کړي دي خو غریبو هیوادونو ددې خلاف پالیسیاني غوره کړي دي. خو ددې نظر مخالیفین بیا وایې چي همدغه شتمونو هېوادونو لکه انګلستان او نورو همدغه ډول پالیسیاني په لومړنیو وختونو کې غوره کړي وي خو اوس چي شتمن شو نو غواړي دغه ډول پالیسیاني په غریبو هیوادونو باندي د روپو د نړیوال صندوق IMF او نړیوال بانک له لارې تحميل کړي. همدارنګه داسي هېوادونه هم شته چې د حکومت د مداخلي په نتیجه کې شتمن شوي دي، نه د ازاد بازار او ازاد تجارت له لارې، دمثال په ډول جنوبي کوریا او تایوان چي پخوا غریب هېوادونه و، خو د ۱۹۶۰ کال را پدیخوا حکومتونو په وارداتو باندي د ګمریکې تعرفو په لوړولو سره او د صادراتو په تمویل سره او همدارنګه په داخل کې دسرمایه ګزارۍ د تنظیم او تشویق د لارې وتوانېدل دومداره اقتصادي وده تجربه کړي
جغرافيه:
یو استدلال دادی چي جغرافیوي موقیعیت د یو هېواد په اقتصاد باندي اغېز لري. هغه هیوادونه چي استوایې اقلیم Tropical climate لري په هغه کې استوایې ناروغۍ لکه ملاريا، کلورا او داسی نور ددې لامل کیږي چي د کارګرو په مؤثریت باندي منفي اغېز لري، همدارنګه په دغه ډول موسم کې د زراعتي محصولات کم وي. خو په ښه جغرافيوي ماحول کې بیا کارګر فعال وي او همدارنګه ښه زراعتي محصولات چي د باران او ښه خاوري له امله رامنځ ته شوي وي د خلکو په اقتصاد باندي مثبت اغېز لري.
جغرافیوی موقعیت په تجارت هم اثر لري په وچه کې ایثار هېواد د نورو هېوادونو سره په اسانۍ تجارت نشي کولی خو هغه هېوادونه چي بحر ته لار لري د نورو هېوادونو سره په اسانۍ سره تجارت کوي. د ځينو هېوادونو جغرافیوي موقیعت د شخړو او جنګونو لپاره مساعد وي نو له دې امله پداسي هېوادونو کې زیاتي شخړي رامنځ ته کیږي. همدارنګه د طبیعي منابعو شتون هم په اقتصاد باندي منفي او مثبت تاثیر لري بعضي وختونه د طبیعي منابعو له امله په ویش باندي شخړي رامنځ ته کیږي چي اقتصاد ورته د natural resource curse اصطلاح کارول کيږي، خو بعضي نور هیوادونه د طبیعي منابعو څخه په داسي توګه استفاده کوي چي ټول اقتصاد یې ورباندي ولاړ وي لکه بعضي هغه هیوادونه چي خام نفت لري.
کلتور
بل استدلال دادی چې ځانګړي کلتورونه داسي دې چي خلک یې لټ او تمبل اموخته شوي وي ، تعلیم ته ارزښت نه ورکوي ، یو بل سره په اتفاق او خوشحالۍ ژوند نه تېروي. شخړي او اختلافات د دې لامل کیږي چي خلک یې په بیارغوونه او راتلوونکې په اړه فکر نه کوي. خو د نورو هېوادونو خلک بیا ارزښت راتلونکې ته ورکوي، په خپلو اولادونو باندي سرمایه ګزاري کوي، د وطن دوستۍ او وطن ساتني احساس لري ، نو ځکه ښه اقتصادي حالت هم لري.
بنسټونه Institutions: د بنسټونو څخه هدف د قانون شتون او د قانون حاکمیت، د شخصي ملکيت د درلودلو حق، سیاسي ثبات همدارنګه د هماهنګۍ او دمتقابل احترام شتون او د فساد نشتوالی دی. یو مهم لامل چي د هېوادونو ترمنځ یې د شتمنۍ توپېر رامنځ ته کړي د اقتصاد پوهانو په اصطلاح ښه بنسټونه دي دغه اصطلاح د لومړي ځل لپاره مشهور اقتصاد پوه Douglass North وکاروله، د هغه په وینا ښه بنسټونه مثلا د شخصيې دارایې درلودل او د هغه قانوني ساتنه، د فساد نه شتون او ښه حکومتولي او د قانون تطبیق ددې لامل شوی چي شتمن هیوادونه نوي څېړنې وکړي او نوي ټکنالوجي رامنځ ته کړي او دا بیا په تولید کې مهم رول لوبوي. بېوزله هېوادونو ته ناکام بنسټونه د پرمختللو هېوادونو او په ځانګړي ډول د اروپایې استعمارګرو له خوا د دوي د مغرضانه اهدافو په نتيجه کې راوړل شوي دي، ددې خبرې د ثبوت لپاره دري اقتصاد پوهانو اسیمغلو، جانسن او رابنسن په خپله علمي مقاله کې استدلال کړی چي اروپایې استعماګرو په هغه سیمو کې چي ناروغۍ زیاتې وي او د مړیني خطر یې زیات وو هلته استخراجي بنسټونه Extractive institutions رامنځ ته کړل لکه په اکثرو افریقاي هېوادونو کې خو په نورو سیمو کې لکه استرالیا او امریکا کې بیا دوي ټولشموله بنسټونهinclusive institutions رامنځ ته کړل. د ددغه نظریې لروونکې اقتصاد پوهان د بنسټونو د اغيز درلودلو لپاره د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مثال وړاندي کوي، دواړه هیوادونه په ۱۹۴۵ کال جلا شول، په دواړو کې یو ډول خلک د کلتور، ژبي او جغرافیه په اساس ژوند کوي خو شمالی کوریا کې کمونیستي نظام تطبیق شو او جنوبي کوریا بیا ازاد بازار او سرمایه دارانه نظام غوره کړچي په نتيجه کې جنوبي کوریا په اقتصادي لحاظ پرمختګ وکړ خو شمالی کوریا یواځی نظامي ځواک لري خو په اقتصادي لحاظ خلک یې په غربت کې محدود ژوند تیروي. ددې لامل دادی چي ښه بنسټونه د تشویق او محرک incentive سبب ګرځي پدي معنی چي خلکو ته تظمین او ډاډ ورکوي ترڅو سرمایه ګزاري وکړي، همدارنګه ښه بنسټونه د نوښت innovation سبب ګرځي . نو په لنډ ډول ویلی شو چې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي توپېر ستر لامل د بنسټونو توپیر دی ، هغه هېوادونه چي ښه بنسټونه لري مثلا ښه حکومتولي، د فساد نه شتون، د شخصي دارایې د درلودلو حق، د قانون حاکمیت او داسي نور شتمن دي، خو هغه هېوادونه چي ناوړه بنسټونه لري مثلا فساد، درغلي، ځورواکې او داسي نور غریب دي.