یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+انسان يوې ساينسي معجزې ته ضرورت لري 

انسان يوې ساينسي معجزې ته ضرورت لري 

د  ياسر پيرزاده لیکنه
ژباړه : محيب رحمتي
يو وخت به داسي راسي چي په ځمکه به د انسان وجود ختم شي، شايد دا وخت قيامت ته نژدې راسي يا له قيامته وړاندي راشي، قيامت د ټول کاينات لپاره دى حال دا چي ځمکه خو د کايناتو په سمندر کي يو څاڅکى دى.
نو د دې امکان سته چي د خپلو حرکتونو له امله به موږ د انسان نسل له قيامته وړاندي له منځه يوسو، بل خوا که موږ د انساني پرمختګ سرعت ته وګورو نو داسي ښکاري چي انسان خپل ځان ممکن په کومه ساينسي طريقه وژغورلی شي.
انسان له تېرو دېرش زره کلونو راهیسي د عقل او پوهې په مرسته په ځمکه باندي خپله حکمراني ساتلې ده او د نورو څارويو، الوتونکو او حشراتو ژوند يې حرام کړى دى. نو دا څنکه ممکنه ده چي حضرت انسان دې دومره ژر ماته ومني. شايد په همدې فکر سره انسان د ناروې په يوه لري پرته سيمه کې د پيدا کېدونکو ټولو اجناسو تخمونه ذخيره کړي دي که چېرته په کومه ناڅاپي پېښه کي کرنيز توکي او د هغوى تخمونه له منځه لاړ شي نو انسان به کولی شي چې له دې ځايه تخمونه ترلاسه او کرهنه وکړي تر څو خوراکي توکي پيدا شي.
همدا ډول انسان د اتومي وسلو د خونديتوب انتظام هم کړى دى، داسي نه چي له کوم چا ناڅاپه د توپک ماشه کښېکاږل سي او د ټول انسانیت نسل په يوه شېبه کي ختم شي.
خو له دې ټولو انساني تدابیرو بسره سره زما خيال دى چي د انسان د تلو وخت نژدې سوى دى او کومه ساينسي معجزه هغوى ژغورلى شي. داسي به ولي کېږي.؟ دا خبره وروسته درته کوم، لومړى به دا وګورو چي د انسان له تګ وروسته به د ځمکي په حالت کي کوم تغیر راځي.
په انټرنېټ باندي بې شمېره مضمونونه او ويډيوګاني موجودي دي چي په هغوى کي ويل سوي که نن د ځمکي له مخي د انسان وجود ختم شي نو څه به کېږي. تر ټولو لومړى خو به د تيلو په کارخانو کي خرابي پيدا سي، دا چي د هغوى کوم والي وارث نه وي نو اور به واخلي چي د مړ کولو لپاره به يې هيڅوک نه وي.
بيا به په ټوله نړۍ کي تر ځمکي لاندي د اورګاډو سټېشنونه بند شي، ځکه چي د اوبو ايستلو نظام به ناکاره شي، تونلونه به له اوبو ډک شي، دا هر څه يوازي په درو ورځو کي کېږي.
 د لندن بيک بينګ به هم د وروستي ځل لپاره زنګ ووهي ځکه چي په هغه ته بايد هري درې ورځي وروسته کيلي ورواچول شي خو داسي څوک به نه وي.
په يوه اونۍ کي به په ټوله نړۍ کي په بيړنيو حالاتو کي برېښنا توليدونکي جنريټرونه بند شي او همدا مهال به د تيلو په کار خانو کي لګېدلي اورونه هم مړه سوي وي چي په پايله کي به يې ځمکه د پيړيو پخوا غوندي په تياره کي ډوبه شي.
لس ورځي وروسته به د ايټمي پلانټونو اټوميټک نظام هم ځواب ورکړي وروسته به پرله پسې زوروري چاودني پيل شي چي په پايله کي به يې په ځمکه د زهرجنو مادو اثرات پيل شي.
خيال مو وي چي په لومړۍ مياشت کي کېدونکو ورانيو پايلي به ژر مخ ته راسي، خو وروسته به ورو ورو د ځمکي شکل بدل شي.
 د انسانانو کورني حيوانات به په سړکونو او کوڅو کي ګرځي راګرځي خو هغه چي په پنجرو کي بند دي د خوراک نشتون له امله به مړه شي.
په راتلونکو لسو شلو کلونو کي به د دريابونو اوبه ښارونو ته راشي، د عمارتونو نړېدل به پيل شي او په دوه سوه کلونو کي به په ډېرو ښارونو کي د لويو عمارتونو نړيدل پيل شي.
د دريابونو په غاړه ابادو ښارونو ودانۍ به نسبتا ژر وراني شي او د لري پرتو سيمو ودانيو ورانېدل به سست وي. په هغو کورونو کي به خزندې او د شاوخوا کروندو موږکان، مږي او نور حيوانات راسي او پکي اوسي به. زموږ په بازارونو او دوکانونو کي به پشياني او موږکان حکومت کوي، ټول به سره ګرځي، انسان جوړ کړيو کورونو، دفترونو کي به واښه راشنه شي.
 دېرش کاله وروسته به مصنوعي سيارې چي انسان له ځمکي څخه لېږلې وې بيرته به د ځمکي په لور مخ کړي خو په ځمکه کي به هغوى ته سګنل ورکونکى څوک نه وي.
 ډېر ښارونه به تر اوبو لاندي او په سمندرونو کي به ډوب شي. ورو ورو به سمندري حيات بيرته فعال شي شاوخوا دوه نيم سوه کاله کي به زموږ ښارونه بيرته خپل قدرتي حالت ته راشي لکه څنګه چي د انسان تر راتګ مخکي و.
د ځنګلونو رقبه به زياته شي، پنځه سوه کاله وروسته به ځنګلونه په خپله مستي کي وي، پنځه ويشت زره کاله کي به شايد داسي کوم شى نه وي پاته چي موږ يې خپله نښاني وګڼو بغير د پلاسټک له څو شيانو نه ځکه چي د پلاسټک له منځه تلل يو يا دوه لکه کاله وخت اخلي.
 د ليکني تر دې ځايه ما احساس کړه آيا زه خو به هغه کس نه يم چي په هر کلي کي وي او يوازي د بدو خبرو رسولو کار کوي.
ما په پيل کي ليکلي و چي له ځمکي د انسان د رخصت کېدو وخت رانژدې سوى دى او ددې لامل د انسان د جديد طرز ژوند کول دي چي ځمکه يې د اوسېدو وړ نده پرې ايښې.
يوازي په تېرو درو مياشتو کي د نړۍ لويو هيوادونو کي چي کوم ډول سيلابونه راغلي او هغوى چي څه ډول بربادي وکړه هغه ويرونکي ده، ليبيا، هانګ ګانګ، امريکا، سپين، کوريا، چين او هند په مختلفو ښارونو کي سيلابونو ژوند فلج کړى دى.
 په لکونو خلک بې کوره شول، په زرګونو ووژل شول، د ټرانسپورټ او بريښنا سيسټم دړي وړي سو او انسان په بې بسي دا هر څه ليدل، د موسمي بدلونونو دا يوازي ټريلر و، اصلي فلم خو تر اوسه چلېدلى ندى. د اندېښنې خبره خو داده چي د نړۍ زياتره خلک د موسمونو تغير يوه ډرامه ګڼي. کوم خلک چي دا حقيقي خطره ګڼي هغوى هم په دې نه پوهېږي چي څنګه ځان ترې وساتي. دوى يوازي د ځمکي نړيوالي ورځي په مناسبت شمي بلوي او کور کي د يوه منټ لپاره ګروپان بند کړي او فکر کوي چي د يوه ښه انسان ذمه داري يې ادا کړه.
فاسټ فېشن انډسټري په نړيواله کچه د کاربن په اخراج کي لس سلنه ونډه لري، چي د کښتيو او هوا بازي څخه هم ډېره ده.
د حضرت انسان چي څه ډول علامات دي هغوى ته په کتو داسي نه ښکاري چي هغوى به د موسمي بدلونونو له ډارونکو پايلو سره وجنګېږي. او پاته دا خوښ فهمي سوه چي موږ هومو سيپئن يو نو پاته به سو نو عرض دادى چي په ځمکه باندي چي په لکونو کلونو کي څومره species پيدا سوي دي له هغو څخه 97 له منځه تللي دي، موږ په پاته درې سلنه کي شمېرل کېږو، خو په دې تياره حالاتو کي د اميد رڼا يوازي ساينس دى، که کومه ساينسي معجزه وسوه او انسان د Fusion عمل په نتيجه کي توانايي پيدا کولو کي کامياب شو نو په هغه صورت کي نسل انساني ژغورل کېدو امېد سته، کني زموږ داستان به لا نه وي په داستانونو کي.

3 COMMENTS

  1. لنډو او اوږدو ته اړتیا نسته،
    د قرآن منطق تر ټولو نظریاتو پاخه او محتوم او محترم دی او بس.

  2. دا لیکنه د دی وړ نه وه چي تاند نشر کړی وای ؛ نه دِ قرآن کریم څه لری او نه دِ ساینس نه .

  3. سلامونه،
    زما په نظر ، له دې لیکنې دې اسراییل او دهغوی بال!داران زده کړه وکړي ، البته د هغوی په ژبه اصله لیکنه ده، ځکه همدوی د دنیا نیمایی له تیرو څه نا څه سل کلونو نه په بلا تشبیه دوزخ بدله کړې او لا لګیا دي نورې اټومي او غیر اټومی وژونکې تسلیحاتی او د باندنۍ فضاء تسخیرولو باندې تریلیونونه پیسې لګوي!!. فقیر ملکونه خپلو غریبیو او سابه جواری ته هم نه پریګدی.
    د مهترم ورور غ. حضرت خان خبره به آخر دعوانا وي ! ان شآء الله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب