جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنهبغدادي پير؛ نوي کالبد کې زړه اروا || ليکوال: ذبيح الله لېوال

بغدادي پير؛ نوي کالبد کې زړه اروا || ليکوال: ذبيح الله لېوال

د نصير احمد احمدي د ((بغدادي پير)) تاريخي ناول د خيالي کرکټر په هکله بېلا بېل ترديدونه او شکونه وړاندې کړاى شول، چې ايا نوموړى د کوم حقيقي-تاريخي کرکټر عوضي لوبغاړى دى؟ که ځواب هو وي، نو د چا؟ ايا د امان الله خان د سقوط اصلي-عمده لامل د همداسې پيرانو شتون و چې ليکوال نور لاملونه له پامه غورځولي او يواځې يې همدا اړخ را نيولى دى؟ او دې ته ورته…

په دغو ترديدونو کې د مخالفينو يواځينۍ اندېښنه دا وه چې څرنګه امکان لري چې يو غير مسلم انګرېز دې راشي او په کلونو کلونو دې د خلکو په منځ کې د يو مسلمان-پير نقش ولوبوي؟ دوى داسې انګيري چې ګويا د ناول ليکوال د ((تاريخي)) تر نامه لاندې خيالي کرکټرونه وړاندې کړي دي.

دغو نيوکو او ترديدونو خپله ليکوال اړ کړ چې د دفاع لپاره مستند تاريخي دلايل وړاندې کړي. يو له هغو يې د مشهور انګرېزي څارګر لارنس نمونه وړاندې کړه چې د پل خيشتۍ په جومات کې يې د ډيرو کلونو لپاره امامت کړى و.

د ناول د ليکوال ځوابونو به ډيرى قانع کړي وي خو لا به هم ګونګ اړخونه پکې پاتې وي  خو مونږ کولاى شو دې موضوع ته له يوې نوې/ قياسي زاويې څخه وګورو.

پدې معنى چې لومړى به يوه مستنده-کره-تاريخي پېښه په نظر کې ونيسو، وروسته به له هغې څخه پر قياس، د تر شک لاندې پېښې د پېښېدو د امکان څومره والى سنجوو.

د دې لپاره چې د لوستونکو ذهن ته مو د دې سوال ځواب چې ((ايا تاريخ تکرارېږي؟)) په ښه بڼه تداعي کړى وي، ښه دا ده چې د يوې تمثيل کېدونکې عمليې په قالب کې موضوع اوږده کړو.

ويل کېږي چې د لومړي ځل لپاره فيثاغورث د روحونو د تل پاتې والي خبره وکړه. هغه په دې باور و چې روح نه مري بلکه له يوه جسم/موجود څخه بل جسم/موجود ته د لېږد له لارې تل ژوندى وي.

دا عمليه چې وروسته د تناسخ په نامه ياده شوه، د ننني هندوييزم د عقايدو يوه برخه هم ګرځېدلې ده.

د دغه عقيدې پلويان ادعا کوي چې د مشابه تمايلاتو درلودونکې ارواوې د جاذبې د قانون له مخې يو بل ته جلب کېږي او په پايله کې يې حلول سر ته رسېږي.

له دغه اړخه به وپوښتو چې د بغدادي پير په کالبد کې به د چا اروا پرته وي؟ يا په بله وينا؛ تر بغدادي پير وړاندې دې ته ورته نورې تاريخي-مستندې نمونې شته چې له مخې يې وکولاى شو ووايو: “د ((بغدادي پيرانو)) شتون هيڅ له امکانه لرې ندى!!” ؟

د اسلامي تاريخ لومړي پړاو کې چې کله د عثمان رض د زوال عوامل را وسپړو نو د عبدالله ابن سبا په نامه د يو چا نوم مخې ته راځي. دى چې له آره ديني فکر يې يهوديت و، ظاهر الحال د مسلمان په جامه کې اسلامي ټولنې ته را ننوت، عالم نما شو او پيروان يې وموندل.

ده چې د عثمان رض د نظام پرځولو ته اېښې وه، دغې موخې ته رسېدو لپاره يې څو لارې غوره کړې:
– لومړنۍ هغه يې دا وه چې داسې کسان بايد ومومي چې د پوهې سطح يې دومره وي چې د ده د شته علم تر تاثير لاندې راشي. د دې کار لپاره اعراب او کليوال وټاکل.1

– دوهمه لار يې د جعل او تذوير اختيارول و. د ابوبکر رض د زوى په ګډون يوه معترضه ډله خلک د خلافت مرکز ته راغلل د بېرته تللو پر مهال يو کس د دوى تر څنګ نږدې کېږي او بيا لرې کېږي، دوى چې يې کله ودروي نو يو ليک ترې لاسته راځي چې پکې د دې ډلې د قتل فرمان ورکړل شوى و چې ان د عثمان رض د خلافت مهر او ټاپه هم پرې وه. وروسته څرګندېږي چې کار د ابن سبا و او دغه دوه اړخه يې له يو او بل سره په جګړه اخته کول غوښتل.2

– درييمه لار يې د متن او موضوع کوږ تفسير و. هغه روايت ډير مشهوره دى چې د يو ايت په تفسير کې به يې ويل: محمد (صلى الله عليه وسلم) به بيا راځي.3

په بغدادي پير کې مونږ لولو چې يو غير مسلم انګريز ځان پر دين عالم ښايي، کله چې د خپل مېشن د پېلولو لپاره ځاى ټاکي نو غرنۍ او کليواله سيمه غوره کوي، خلکو ته د دولتي چارواکو له ادرسه هغه خبرې کوي چې هېڅ لا شوي ندي او بالاخره د تصويرونو موضوع اړوي او تفسير يې داسې کوي چې له ابن سبا هم يو دوه ګامه مخکې کېږي. او له ټولو مهمه دا چې دواړه په خپلو موخو کې بريالي کېږي او حاکم کسان له واکه لرې کېدو ته يا اړ کوي او يا يې لرې کوي.

د دواړو تر منځ دغو ګډو تمايلاتو ته په کتو (چې يو هغه يې مستند-تاريخي کرکټر دى او بل هغه يې خيالي) ويلاى شو چې د بغدادي پيرانو په وجود کې به د ابن سبا په شان د شريرو ارواوو تکرار څه له امکانه لرې خبر نه وي!
—————————-
اخيستنې:
1. علي المرتضى، علامه سيد حسن ندوي
2. هماغه
3. عثمان بن عفان، علي محمد الصلابي

1 COMMENT

  1. ما دښاغلي ليکوال احمدي صيب غبرگون نه دى لوستى خو دومره وايم چې دداسې ډيرو ليکنو او پوښتنو په وراندې بايد چوپ پاتي شي ۰ دا هنري اثر دى ۰ که تاريخي وي هم بيا هم هنري اثر اوناو ل دې دا دلوستونکو دتعبير اوهرمونيتيزم پوري اره لري پريږده چې هر څوک يې څنگه تفسيروي او دهغو خپله خوسه ددې زياتو نظرياتو يو نچوړ دا هم دى چې ناول مطرح شوى اوتولنې اخيستى دى ۰ همدا کفايت کوي ۰ ليکوا ل اړنه دى چې خلکو ته ځواب ووايي اودفاع وکري ۰ هنر هنر دى ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب