یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد چغندر اوبه د ورزش کولو ځواک درکوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

د چغندر اوبه د ورزش کولو ځواک درکوي/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه کسان چې غواړي تېزه منډه ووهي، له شک پرته چې یوه ځانګړي غذایي رژیم ته اړتیا لري.

چغندر هغه خواړه دي چې په تېرو څو کلونو کې د ورزش کارانو او هغو کسانو پام ور اوښتی چې منډه وهي. څېړنو ثابته کړې ده چې چغندر د ورزشي فعالیتونو په چټک والي او د بدن په ځواکمنتیا کې ګټور ثابت شوي دي.

د ۲۰۱۰ کال یوې څېړنې ثابته کړې ده، هغو کسانو چې د بایسکل د سپرلۍ پر مهال یې ۵۰۰ میلي لېتره د چغندرو اوبه څښلې وې، د هغو پرتله یې ۲۰ سلنه ډېره لار وهلې وه چې د تورو انګورو اوبه یې څښلې وې. د فیزیولوژۍ استاد اندرو جونز وایي، په چغندرو کې شته نایټرېټ په بدن کې په نایټرېټ اسیدو باندې بدلېږي چې کولی شي د وینې رګونه پراخ کړي او په اسانۍ سره د بدن ټولو غړو ته پر وخت وینه ورسېږي. له ورزش مخکې د یو یا دوو ګیلاسه د چغندرو اوبو څښل مو د ورزش لپاره چمتو کوي.  هرو مرو یې یو ځل تجربه کړئ. کېدای شي دغه څه ستاسو په اند دومره د پام وړ نه وي، خو په ورزش کې په تېره بیا په منډه وهلو کې ۳ ثانیې هم د ارزښت وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب