یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ازادۍ جبهې د بغلان د تروریستي برید د غندلو اعلامیه لېرې...

د ازادۍ جبهې د بغلان د تروریستي برید د غندلو اعلامیه لېرې کړه

تاند (جمعه، د میزان ۲۱مه) د افغانستان د ازادۍ جبهې نن په بغلان ولایت کې د شیعه ګانو پر امام زمان جومات د تروریستي برید د غندلو په اړه خپله اعلامیه له ایکسپاڼې لېرې کړه.

دې جبهې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي و چې «د بغلان لایت په پلخمري کې د امام زمان پر جومات تروریستي برید په سختو ټکو غندي او دا عمل د انساني او اسلامي معیارونو خلاف بولي…»

دا جبهه تقریباً هره ورځ پر طالبانو د حملو ادعاوې کوي خو تراوسه پورې د هغوی کومه ادعا د خپلواکو سرچینو له لوري تایید شوې نه ده.

له دې پوسټ وروسته د داعش خراسان څانګې په خپله اعماق ویبپاڼه کې د دې برید مسوولیت ومانه.

د بغلان په امام زمان جومات د حملې د غندلو په اړه د ازادۍ جبهې له لوري د خپل پوسټ لېرې کېدو ځینو کتونکو ته پوښتنې پیدا کړي دي.

د ځینو ناتایید شویو راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت دواړه وسله والې مخالفې ډلې هڅه کوي چې د داعش همکاري ترلاسه کړي. ممکن د ازادۍ جبهې له لوري له ایکسپاڼې څخه د خپل پوست د لرې کېدو یو دلیل همدا وي.

د پلخمري په امام زمان جومات کې چاودنه د جُمعې د لمانځه په ترڅ کې وشوه.

په بغلان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور د ريیس مصطفي هاشمي په وینا په دې انتحاري برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب