سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه:د طالبانو امربالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له خطر سره...

ملګري ملتونه:د طالبانو امربالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه له خطر سره مخ کوي

تاند ( سه شنبه ـ د میزان ۳مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري ډیکارلو وايي، د طالبانو د امر بالمعروف نوی قانون د دوحې پروسه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړې چې د روان کال په دوبي کې د طالبانو او د ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د دوحې د درېیمې غونډې مشري کوله تېره شپه د افغان مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې غونډې ته وینا وکړه.

هغې په خپله وینا کې وویل، چې ځینو هېوادونو د طالبانو له دې فرمان څخه مخکې لېوالتیا لرله چې د دوحې موافقه پرمخ بوځي، خو د ډیکارلو په وینا اوس وضعیت ډېر پېچلی شوی دی.

مروزمیري ډیکارلو زیاتوي، د دوحې په پروسه کې شامل یو شمېر هېوادونه لا هم غواړي دا بهیر دوامداره وساتي خو په خبره یې دوی تمه لري چې طالبان د ښه نیت په اساس پر خپلو ژمنو ودرېږي.

د معلوماتو له مخې د دوحې په تړون کې چې د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه له افغانستانه د نړیوالو پوځي ځواکونو د وتلو په بدل کې د طالبانو یوه ژمنه دا وه چې د ښځو په برخه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې به خوندي ساتي.

خو د نظر خاوندانو په باور اوس دا ژمنه برعکس روانه ده او طالبان تر وروستي بریده هڅه کوي افغان ښځې محدودې او تر فشار لاندې ونیسي.

بل لورته بیا د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتېرېش په افغانستان کې د طالبانو له حکومته يو ځل بيا غوښتي چې نجونو او ښځو ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونو ته د ورتګ اجازه ورکړي.

ګوتېرېش چې د امريکا په نيويارک کې د افغان ښځو له يوې ډلې سره په ناسته کې خبرې کولې وويل؛ «که د اسلامي همکاريو د ټولنې په ګډون د نړۍ هېوادونه او نور بنسټونه په ټينګه د افغان نجونو او ښځو حقونو ته د درناوي غوښتنه وکړي، زه په دې غوښتنه کې له دوی سره همغږی کېږم چې د طالبانو واکمنه اداره دې سملاسي پر ښځو لګېدلي تبعيضي محدوديتونه لرې کړي او له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانيزي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی