سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ۹۶٪ کم شوي

د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ۹۶٪ کم شوي

تاند (سې شنبه، د میزان ۳ مه) پاکستانی رسنیو نن راپور ورکړ چې له پاکستان سره د افغانستان ترانزیتی سوداګري سږ کال ۸۴ سلنه کمه شوې ده.

د پاکستان نیشن ورځپاڼې د رسمي سرچینو په قول ویلي چې له افغانستان سره د پاکستان ترانزیتي سوداګري تر ډېره  د قاچاق خلاف د پاکستان د اقداماتو له امله کمه شوې ده.

د راپور پر اساس، په دې معامله کې ډېر تاوان افغانستان کړی دی.

ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۳مه) راپور ورکړ چې له افغانستان څخه د پاکستان واردات ۴۰ سلنه کم شوی او د دغه هېواد صادرات ۱۲ سلنه زیات شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټ سوداګرۍ حجم تیر کال یو میلیارد او ۲۲۳ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی.

د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، په روان مالی کال کې د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي توکي هم ۸۳ سلنه کم شوي دي. خو د پاکستان له لارې د افغانستان صادرات ۹۶ سلنه کم شوي دي. ویل کیږي چې د افغانستان صادراتي توکي له ۹۶.۶۳ میلیون ډالرو څخه ۳.۹۱ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.

د دې رسنۍ د شمېرو له مخې، لږ تر لږه په تېرو کلونو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات په ثابت ډول زیات شوي دي.

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کمښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په حجم کې کموالی په داسې حال کې راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي لارې تېر کال د سرحدی شخړو له امله څو ځلې بندې شوي دي.

پاکستان د تاسیس له پیله تل له خپلو ترانزیتي لارو او سوداګرۍ څخه د افغانستان پر ضد د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب