سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهقطر د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالره مرسته ځانګړې...

قطر د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ۷۵ میلیون ډالره مرسته ځانګړې کړه

تاند (سې شنبه، د میزان ۳ مه) د قطر د نړیوالې همکارۍ وزیرې د افغان ښځو په اړه د ملګرو ملتونو په ځانګړې غونډه کې د پوهنې او روغتیا په برخه کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د ۷۵ میلیون ډالرو ژمنه وکړه.

لولوه الخاطر تعلیم، په اقتصاد کې ګډون او د ښځو نورې ازادۍ د افغانستان د پرمختګ لپاره اړینې وبللې.

د قطر د نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې د افغان د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې په خپله وینا کې د افغان ښځو د اساسي حقونو په اړه د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

د قطر ۷۵ میلیون ډالري مرسته تعلیمي سکالرشیپونو، د تعلیمي پروګرامونو پیلولو او د روغتیايي څارنو برخو ته ځانګړې شوې ده.

د قطر د نړیوالې همکارۍ د دولت وزیرې همداراز د افغان ښځو پر پیاوړتیا او د افغانستان په راتلونکی کې د هغوی پر ادغام ټینګار وکړ او دغه هدف یې د قطر د اوږدمهاله ستراتیژۍ د لومړیتوبونو په توګه یاد کړ.

“لولوه الخاطر وویل، د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۲۶مه ماده وایي چې هرڅوک د زده کړې حق لري، او موږ ژمن یوو چې ډاډ ترلاسه کړو چې ټول افغانان له دې اساسي حقه برخمن دي.”

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته هرراز زده کړې منع کړي، له کاره یې ایستلي او ورځ تر بلې پرې بندیزونه پرې زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی