تاند (سې شنبه، د میزان ۳ مه) د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعلیمي ادارې، یونسکو عمومی رییسې، ایډر ازول وایي، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو محدودیتونه د ښځو یو نسل قرباني کیږي.
مېرمن ازول په نړیواله ټولنه باندې غږ وکړ چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د زده کړې حق بېرته ورکړي.
د یونسکو رييسې له ایکسپریس مجلې سره په یوه مرکه کې د زده کړې له حق څخه د افغان نجونو او ښځو پر محرومیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: “دا یو داسې وضعیت دی چې باید موږ ټول اندېښمن کړي او دا زما لپاره یوه حیاتي مبارزه ده.”
هغې زیاته کړه، په تېرو دریو کلونو کې افغانستان د شاتګ په حال کې دی، هلته هڅه روانه ده چې نجونې او ښځې له عاممومي چاپېریاله وایستل شي.
میرمن ازولي د نجونو د زده کړې د حق اود عمل د ازادۍ په برخو کې شاتګ د منلو وباله، ویې ویل چې یونسکو په افغانستان کې د زده کړې د بدیلو میتودونو د ملاتړ لپاره کار کوي.
د اغلې ازولي په وینا، یونسکو له ځایي ټولنو سره په مستقیمه توګه کار کوي چې د سواد زده کړې کورسونه وړاندې کړي او د نجونو لپاره د تعلیمي پروګرامونو د خپرولو لپاره یې د افغان رسنیو ملاتړ کړی دی.
خو دا په داسي حال کې ده چې طالبانو لږترلږه په خوست ولایت کې ځايي رسنۍ د نجونو لپاره د تعلیمي خپرونو له خپرولو منع کړي دي. کابو دوې اوونۍ وړاندې د خوست رسنوالو وویل چې د طالبانو د امریالمعروف کسانو ورته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته ټولګیو لپاره تعلیمي پروګرامونه ودروي.
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له شپږم ټولګی وروسته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.
اغلې ازولي وايي، د یونسکو د ې په توګه، په نړیواله ټولنه غږ کوي چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې بې شرطه د افغان نجونو د زده کړې حق بیرته ترلاسه شي.