چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهبایډن د م.م عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې له افغانستانه د...

بایډن د م.م عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه

تاند (چهارشنبه،د میزان ۴ مه) د امریکا ولسمشر جو بایډن د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته وویل، هره ورځ د هغو امریکایانو په اړه فکر کوي چې له افغانستان څخه د امریکا د بې نظمه وتلو پر مهال ووژل شول. خو ده د امریکا په تاریخ کې د دې تر ټولو اوږدې جګړ د پای ته رسولو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

بایډن د هغو امریکایانو یادونه وکړه چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې په یوه ځانمرګی برید کې ووژل شول. په دغه برید کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر ملکي افغانان ووژل شول.

بایډن د دغو دیارلسو امریکایانو یادونه وکړه چې په امریکا کې یې د ده خلاف ژور انتقادونه پارولي دي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیان ووژل شول او ۲۰ زره ۷۴۴ نور ټپیان شول.

بایډن له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو دفاع وکړه.

ده په سیاست کې د خپلو پنځو لسیزو یادونه وکړه او په ټوکو یې وویل: “زه پوهیږم چې داسې ښکاري چې یوازې ۴۰ کلن یم.”

«کله چې زه د ولسمشر په توګه وټاکل شوم، افغانستان د ویتنام ځای ونیوه او د امریکا تر ټولو پر اوږدې جګړې بدل شو. ما پریکړه وکړه چې دا جګړه باید پای ته ورسول شي، او دا کار مې وکړ.»

ده د خپلې پرېکړې په دفاع کې وویل:«دا یوه سخته پریکړه وه، خو سمه پرېکړه وه. څلور امریکایي ولسمشران له دې پریکړې سره مخامخ شوي وو، مګر ما پریکړه وکړه چې پنځم ته یې نه پریږدم. دا پریکړه له تراژیدۍ سره مله وه، یوې انتحاري حملې د ۱۳ زړورو امریکایانو او سلګونو افغانانو ژوند واخیست.”

د افغانستان جګړه د ۲۰۰۱ په وروستیو کې جورج ډبلیو بوش پیل کړه، ورپسې یې د دیموکرات ګوند د ولسمشر اوباما او بیا د جمهوریپال ګوند د ولسمشر ترمپ په دوره کې دوام وکړ تر دې چې د بایډن په لومړۍ دوره کې پای ته ورسېد.

بایډن د خپلې وینا په نورو برخو کې د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ او د نړۍ پر تودو موضوعاتو خبرې وکړې خو دا لومړی ځل و چې د ده په وینا کې ډېر تمرکز پر افغانستان و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب