جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپښتو تشريحي قاموس ته یوه کتنه‎

پښتو تشريحي قاموس ته یوه کتنه‎

عبدالکریم رحيمزی

د يو انګليسې کتاب د ژباړې په ترڅ کې مې د ځينې څيزونو د پښتو نومونو به موندنه کې ستونزې لرلې. نو پخپله فېسبوکپاڼه کې به مې د دوی انځور کېښود او له خپلو دوستانو څخه به مې يې د پښتو نوم پوښتنه وکړه. دوی به ځواب راکړ، خو ډېر وخت به ځوابونو یو بل سره توپیر درلود. نو کله کله به زه نه پوهېدم چې کوم ځواب سم دی. د دغه ستونزې د حل لپاره مې د پښتو تشريحي قاموس ته مخ کړ چې په وسيله يې د دوستانو د سمو ځوابو پخلی وکړم . دغه قاموس په پينځو ټوکونو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د ژبو او ادبیاتو د انسټېټوټ لخوا خپور شوی.


وروسته مې په تاند کې پر دغه قاموس باندې د ښاغلي اسدالله غضنفر کره کتنې (۱) ته پام شو او دا چې اوس د افغانستان د علومو اکاډمۍ د یو نوي پښتو قاموس د جوړولو تکل کړی، ښاغلي غضنفر له نورو افغانانو هم دا تمه څرګنده کړې وه چې د اوسني قاموس په اړه خپل نظرونه د اکاډمۍ سره شريک کړي څو د نوي قاموس په ښه والي کې ترې کار واخلي. که څه هم په دې نه پوهېږم چې اوس د داسې نظر لپاره ډېر ناوخته دی او که نه، خو بیا هم، د يو ژبپوه په توګه نه، بلکې د يو داسې کس په حیث چې د نورو ژبو په زده کړه او د يوې بهرنۍ ژبې په تدريس کې يې د همغو ژبو له تشريحي قاموسونو څخه کار اخيستی، خپل نظر څرګندوم. د هغه تېروتنو چې ښاغلي اسدالله غضنفر په ګوته کړې بیا لیکل اړين نه بولم. دلته يوازې د دغه قاموس څو نورو نيمګړتياوو ته اشاره کوم.


۱. تر ټولو لومړی او د قاموس په لومړیو پاڼو کې د راغلو کليمو (مدخل) د وينګ لپاره له لاتيني غږ بڼې يا فونټېکي تورو څخه په کار اخيستنې يو لارښود د بېلګو سره راغلی. که د دغه لارښود چاپي تېروتنې چې په فونټېکي وينګ کې د تورو ځايونه بدل شوي، یوې خوا ته پرېږدو او د همدغه لارښود پر بنسټ د مدخلونو وينګ ته پام وکړو، د قاموس په ډېرو ځايو کې د دوه بېلابېلو مدخلونو د وينګ تر منځ کوم توپير نه ليدل کېږي. د بېلګې په توګه: ‘سرپونه’ او ’سړپونه‘ ته يو ډول فونټېکي وينګ ليکل شوې. همدې ته ورته ’ سور‘ او ’ سوړ‘، ’ تندونه‘ او ’ ټنډونه‘ او ’ خت ‘ او ’ خټ ‘ ته.


د هغه ژبو ډېری توري چې لاتيني غږبڼې کاروي یوازې يوه ځانګړې غږبڼه نلري او په يو کليمه کې د يو توري د ځای سره سم يې غږبڼه هم بدلېږي او حتې هېڅ غږ نلري. د بېلګې په توګه، په انګليسي ژبه کې د i توری په لاندې درې کليمو کې بېلابېل غږونه لري:
Bite    (bʌɪt) بٰايټ
Illicit  ( ɪˈlɪsɪt )  اېلِېسېټ
Confirm  (kənˈfəːm)   کنفٙرم/ کنفړم

په لاندې کلیمو کې g  او h، اوp اوh یو ځای دf  غږبڼه لری:


Laugh   (lɑːf) لٰف
Phone  (fəʊn)   فون
او دلته c  او b هېڅ غږ نلري
Indict    (ɪnˈdʌɪt)  اېنډٰايټ
Lamb   (lam) لٙم


نو ځکه د دغه ژبو په قاموسونو کې فونټېکي تورو ته اړتيا شته چې د يوې کليمې سم وينګ څرګند کړي. خو په پښتو کې هر توری خپله ځانګړې غږ بڼه لري او وينګ يې په يوه کليمه کې د توري د ځای سره نه بدلېږي. نو آیا دا اړينه ده چې د لاتيني غږ بڼو څخه د يو مدخل د وينګ په ښودنه کې کار واخيستل شي په داسې حال کې چې د ښ، ړ، ږ، ڼ، ځ او څ غږونه په لاتيني فونټېک کې نشته؟ ښه به دا وي چې لکه په فرهنګ عميد کې د لاتيني غږبڼو پر ځای د يو څو نښو لکه زبر، زېر او پېښ څخه په پښتو تشريحي قاموس کې کار واخيستل شي.

۲. په فونټېکي لارښود پسې څه باندې يوه پاڼه د هغه کليمو د لنډيزبڼو څخه ډکه شوې چې د مدخل تړښت د يو ځانګړی علم، کلتور، مسلک او داسې نورو سره ښيي. د بېلګې په توګه:


فرقه عس. دلته فرقه مدخل دی او عس د عسکري لنډيز بڼه ده چې د ’ فرقه ‘ تړوا په عسکري نومونو پوري ښيي.
شارګر پ ک. او دلته شارګر مدخل او پ ک د پښتون کلتور لنډيز بڼه ده.


خو که څه هم يوه بشپړه پاڼه په دغه لنډیزبڼو ډکه شوې، هسې ځای ځای کار ورڅخه اخيستل شوی او عجيبه دا ده چې د عين مسلک، علم او یا کلتور د ځيني مدخلونو سره دغسې تړاو ليکل شوی او د ځينو سره نه. بیا هم د بېلګې په ډول:


د غوڼد سره عس ليکل شوی خو د ټولي سره نه
د کنډک سره عس لیکل شوی خو د بلوک سره نه
د شارګر سره پ ک ليکل شوي خو د ننواتې سره نه

د مدخلونو په اړه يو ډېر اړين مالومات چې په دغه قاموس کې نشته، د مدخل د کار اخيستنې بڼه ده. په لاندې بېلګه کې کېدای شي زه خپل مطلب لږ واضح افاده کړی شم.


په قاموس کې بغېدل ته د ژړېدل مانا لیکل شوې. که څه هم دغه دوو کليمو ته يوه مانا ورکړل شوی، خو د کارونې موخې یې بېلې دي.

هره ورځ پلانۍ د خپل زوی پر مرګ ژړېږي
خو که داسې وويل شي،
هره ورځ پلانۍ د خپل زوی پر مرګ بغېږي
نو پلانۍ ته لوی سپکاوی شوی.


له يو تشريحي قاموس څخه يوازې د همغه قاموس د ژبې خلک کار نه اخلي، بلکې هغه خلک چې بله ژبه زده کوي، تشريحي قاموس له همدې وجې غوره ګڼي چې دغسې باريکۍ په کې څرګندې شوې وي. نو کچېرې دلته د بغېدل سره د بېلګې په توګه س ( سپکاوی) وليکل شي او لکه څنګه چې دا تشريحي قاموس دی، دغه کلیمه په تشريح څرګنده شي او په یوه بېلګه کې وکارول شي، اصلي مانا يې سمدلاسه روښانه کېږي او بل دا چې آیا بغېدل ريښتيا د ژړا مانا لري او يا په دې مانا مجازي کارول کېږي.

د ګرامري او ژبني لنډیزبڼو په کتو هک پک شوم؛ په عين پاڼه کې یو ځای ليکل شوي چې په قاموس کې کوم مدخل چې (سفکس !) وي د څنګ سره يې س لیکل شوی، خو لږ وروسته بیا وروستاړي ته ور ليکل شوی! زه په اړنګ کې شوم چې دغه دوه کليمې چې يوه يې انګليسي ده بېلې ماناوې لري. نو سفکس مې په قاموس کې ولټولو. سفکس ته ليکل شوي چې روستاړی وګورئ. روستاړي ته بېرته سفکس او وروستاړی ليکل شوي. د ګرامري او ژبني د لنډیزبڼو په لارښود پاڼه کې  پریدلوګ ته پر ليکل شوي. د پريدلوګ په مانا پوه نه شوم نو په قاموس کې مې ولټوله، خو په موندلو يې بريالی نشوم.

۳. په يو ښه تشريحي قاموس کې د مدخل په تشريح کې تر ټولو آسانه ژبه کارول شوې وي او حتې په ټول قاموس کې د تشريح لپاره د يو ځانګړي شمېر معمولو کليمو څخه کار اخيستل کېږي. د Longman په يو قاموس کې چې څه د پاسه ۸۰۰۰۰ مدخلونه لري، يوازې د ۲۰۰۰ ډېرو معمولو کلیمو څخه په تشريح کې کار اخيستل شوې. د ښې تشريح سربېره او د لا ښه پوهاوي لپاره، د ځينې پېچلو مدخلونو انځورونه هم اېښودل شوي. د بېلګې په توګه، په لمړي انځور کې د تشريح سربېره، د پورتني انګرېزي قاموس يوه پاڼه د بېلا بېلو ميوو انځور ته بېله شوې. او په دوهم انځور کې د in front of  اوin the front of توپېر د پاڼې په يوه کوچنۍ برخه کې ښودل شوي. دغه قاموس ۱۶۶۷ پاڼې لري چې ۲۲ یې یوازې انځورونو ته ځانګړې شوې سربېره پر دې چې د ځینې نورو پاڼو په یوه کوچنۍ برخه کې انځورونو ته ځای ورکړل شوی دی. دې ته بايد پام وشي چې له قاموس څخه د تشريحي پر ځای انځوريز قاموس جوړ نشي.


په عجيبه توګه، د پښتو تشريحي قاموس په ډېرو ځايو کې د مدخل په تشريح کې پخپله له مدخل څخه کار اخيستل شوی. لاندې مدخل داسې تشريح شوی:


نام: نوم، نامه ۱. د څه څیز، يا کوم شي، بنيادم، ځناور، ځای او نورو د پېژندلو لپاره کارېدونکي نومونه.


په پورتنۍ بېلګه کې زه اړنګ لرم چې نام پښتو کلیمه ده او کنه. که وي هم، لمړی د نوم او نامه مانا ورکړل شوې او ورپسې د نام په تشريح کې له نوم څخه کار اخيستل شوی. نو که يو سړی د مدخل په مانا نه پوهېږي په داسې تشريح به پوه شي چې په کې له مدخل څخه کار اخيستل شوی وي؟ له پورتني بې ګټو مالوماتو څخه سړی دې ته اړ کېږي چې د نوم او نامه مدخل ماناوي ولټوي، خو په قاموس کې د نامه مدخل نشته او د نوم مدخل ته داسې لیکل شوي: نام، نامه، اسم.
بل ځای پښېمانه ته ليکل شوي چې پښېمان وګورئ. پښېمان بیا داسې مانا او لنډ تشريح شوی:
پښېمان: پښېمانه، ليچخور، په خپلو کړو پښېمانه
په دغه قاموس کې سړی ستړی شي خو مطلب يې ترلاسه نشي.


۴. په پښتو تشريحي قاموس کې بله نيمګړتيا د نورو ژبو د کلیمو نيوازې په نېمګړو تشريحاتو کې بلکې د مدخل په څېر هم راوستل دي. په دې قاموس کې د انګليسي، اردو او دري ژبې کليمې مدخل راوړل شوې دی. د بېلګې په توګه،

کرېټسيزم ، اپيل، اسټريا، فکټ، ميليټ، مڼټ، هاتي، پاګل، شتاب، اعمار، مطبخ، همشيره، فراواني او ډېرې نورې داسې کلیمې راوړل شوې چې نيوازې پښتو نه دي بلکې په پښتو ژبه کې سيال لري. په يوه ژبه کې يوازې هغه بهرنۍ کلیمې منل کېږي چې په ياده ژبه کې يې سيال نشته وي. نو په پښتو ژبه کې د داسې کلیمو ګډول نيوازې د ژبې سوچه توب زيانموي بلکې کرار کرار د پښتو ژبې سيالې کليمې له کاره غورځوي. لکه اوس چې موږ په پښتو کې پوړ لرو خو پر ځای یې ډېر پښتانه قشر کاروي، همدارنګه لرو خو همچنان، وېش لرو خو تقسیم، راتلونکې لرو خو آينده، پخلنځی لرو خو آشپز خانه، وټه لرو خو اقتصاد کاروي. په دغه قاموس کې پخپله د یو مدخل په تشریح کې د نورو ژبو له کلیمو څخه کار اخیستل شوی او داسې برېښې چه د قاموس جوړونکي ډېر د بلې ژبې تر اغېز لاندې دي. د لاندې مدخل په تشریح کې:

کانکورډ  نرم  تر غږ چټکه یوه الوتکه ده چې انګستان او فرانسې په ګډه جوړه کړي ده، دې طیارې فاصلې نیمې کړې دي …

د انلګستان او جوړه کړي ده او همدا راز د تشریح ناسموالی یوې خواته پرېږدم، خو د الوتکې پر ځای د طیارې او د واټن یا واټنونو پر ځای د فاصلې کارول څه ګټه لري؟ تاوان یې په دې کې دی چې د سوچه پښتو کلیمو ورکولو ته لاره هواروي.


دا ډېره اړينه ده چې په نوي قاموس کې دغه ټکي ته ډېر پام وشي. هېڅ داسې نوې کليمې ته چې پښتو نه وي او په پښتو کې سیال ولري بايد ځای ورنکړل شي او حتی هغه د نورو ژبو کلیمې چې اوس په پښتو کې عام شوې، خو پخپله په پښتو ژبه کې يې سيال شته بايد په نوي قاموس کې را نه وړل شي.

۵. د يوې ژبې له قاموس څخه د کلیمو د مانا سربېره د ليکدود د سرچينو په توګه هم کار اخيستل کېږي. کچېرې څوک د يوې کليمې په سمه ليکنه شکمن وي، نو هغه يې په قاموس کې د يوې معتبرې سرچينې په توګه د سمې ليکنې پخلی کوي. په تېره بیا داسې يو قاموس چې د يو هېواد د علومو اکاډمۍ خپور کړی وي. خو له بده مرغه په دې اړه هم په پښتو تشريحي قاموس کې بېسارې بې پروايي شوې ده.

هېواد يو ځاې هېواد لیکل شوی بل ځای هواد او بل ځای په يوه تشريح کې هيواد ليکل شوی. د مينه پر ځای منيه ليکل شوي. دغسې تېر وتنې په قاموس کې ډېرې لیدل کېږي.
او بل دا چې يوه کليمه دوه ډوله ليکل شوي:
يو ځای اتريش، بل ځای اطریش او يو ځای اطلس بل ځای اتلس لیکل شوي. دغسې رنګارنګ لیکنې په ژبه کې سربدالي جوړوي او معياري کېدو ته يی خنډ جوړوي. هيله ده چې د نوي قاموس د خپرولو څخه مخکې په دې اړه ارزونه شوې وي.

۶. په هر هېواد کې يوه ژبه بېلابېل ګړدودونه لري. د يو ولایت او يا يوې سيمې ګړدود د بلې سيمې سره توپېر لري او که څه هم ژبه يوه وي خو په ځينې ځايو کې ګړدودونه دومره توپېر لري چې حتی د يوې سیمې خلک د بلې سيمې په ګړدود سم نه پوهېږي. خو دوی په ملي کچه يوازې يو واحد معياري ګړدود او ليکدود لري. او د دوي په تشريحي قاموسونو کې هم يوازې ملي وينګ او ليک دود راغلي وي. پښتو تشريحي فاموس دې ته پام نه دی کړی او داسې برېښي چې چېرته د دغه قاموس جوړونکو ښاغلو څه اورېدلي، همغه يې په قاموس کې ليکي. دغسې کار د يوې واحدې معياري پښتو ژبې جوړونې ته سختې ستونزې جوړوي. لاندې يې يوازې څو بېلګې لیکم:

چنډخه، چونګښه، چنګښه، چينګښه، څينځښه، څينګښه
وزمکه، سپوږمۍ، وزمکۍ، وزمکه، وږمۍ، وژمکۍ، وږمکه
وښکه، ووښکه، اوښکه
تش، تس، تشونه، تسونه

ښه به دا وي چې يوازې هغه کلیمې راوړل شي چې په ملي کچه کارول کېږي، لکه په پورتنۍ بېلګه کې سپوږمۍ، تش او تشونه. ما ته مالومه نه ده چې په ملي کچه د کومې څينګښې(؟) ليکنه سمه ده. کچېرې د قاموس جوړونکي د داسې کلیمو سره مخامخ کېږي، هغه يوه دې غوره کړي چې د هېواد په ډېرو برخو کې عامې وي.

۷. په يو ښه قاموس کې لمړۍ څو پاڼې د همغه ژبې ګرامر ته ځانګړې شوې وي او په ډېره آسانه ژبه يې د ګرامر ځينې اړينې برخې د بېلګو سره تشريح کړې وي. دا به له قاموس څخه کاراخيستونکو ته لويه مرسته وي چې له قاموس څخه ګټور کار واخلي.


په دې قاموس کې يوه بله نېمګړتيا دا ده چې د ځينو مصدرونو لاندې په درې پرله پسې لیکو کې د اوس، راتلونکې او تېرې زمانې حالتونه راغلي خو د نورو دغه حالتونه نه دي ليکل شوي. د بېلګې په توګه
کړنګول مص مت فلزونه، ښیښې يو د بله سره جنګول او آواز ترې را ايستل.
او- کړنګوي
را- وبه کړنګوي
تېر- ويې کړنګاوه
خو په همدغه مانا مصدر چې لازم فعلونه ترې اخيستل کېږي، مانا شوی خو پورتني درې حالته يې نه دي لیکل شوي.
بل ځای:
تضمينېدل مص ل تضمين کېدل، ذمه وهل کېدل، ګرنټي وهل کېدل
او- تضمينوي
را- تضمين به کړي
تېر- تضمين یې کړ
دلته مصدر ښودل شوی چې لازم فعلونه ترې اخيستل کېږي، خو زمانې يې د متعدي فعلونه سره ښودلې چې مصدر يې تضمينول دی.


لمړی دا چې کچېرې په پښتو ژبه کې له يو مصدر څخه د بېلابېلو زمانو د فعلونو اخيستنه کومه ځانګړې قاعده لري او د قاموس په لمړيو پاڼو کې د ګرامر په برخه کې تشريح شي، بیا يې په قاموس کې يوازې د مصدر په مدخل بسنه هم کېدی شي او یوازې د هغه مصدرونو سره دې اخیستل شوي فعلونه ولیکل شي چې ورڅخه د بېلابېلاو زمانو د فعلونو اخیستنه کومه قاعده ونلري.


دوهم دا چې ولې يوازې دا درې حالته ليکل شوي حال دا چې له يو مصدر څخه د نورو زمانو فعلونه هم اخيستل کېږي لکه نیژدې تېره – کړنګولی یې دی ، ليرې تېره – کړنګولی یې و ، تېره روانه – کړنګولو یې ، راتلونکې روانه – کړنګوي به یې ، نیژدې راتلونکې – کړنګولی به یې وي. دریم ولې د ځينو سره ليکل شوي او د ځينو سره نه؟


که د دوی لیکل اړین بلل کېږي، نو بیا کېدای شوی د فرعي مدخل په ډول د اصلي مدخل لاندې په یوه لیکه کې لیکل شوي وای د دې پر ځای چې د پاڼې درې ليکلې ورباندې ډکې شي اود قاموس حجم ډېر شي.


همدې ته ورته د يو مصدر څخه فاعلي یا مفعولي اخيستل شوی نوم او يا صفت ته بېل مدخلونه ورکړل شوي.
کريابول مص مت ته په همانيزه کليمو دوې لیکې ډکې شوې او بیا بل ځای


کريابوونکی فا، نر، م په همانیزه کليمو مانا شوی. دا کيدای شوی له کريابول څخه وروسته د فرعي مدخل په ډول يوازې د ګرامري ځانګړتياوو سره يې ليکل شوی وای لکه :
کريابول مص مت ۱. اړول، محتاجول ۲. ځنډول

۳. بېکاره کول. کريابوونکی فا، نر، م

په پای کې د ښاغلي اسدالله غضنفر خبره د قاموس جوړونه ډېر ستونزمن کار دی او نيوکې آسانه. کچېرې د داسې تېروتنو سره سره چې پښتو ژبې ته زیانمنې نه وي، يو بل افغان چې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ سره يې تړاو نه درلودی او خپل شخصي وخت او پانګه يې د داسې قاموس په جوړولو کې لګولې وای، ما به کورودانی ورته ويلی و. خو دغه قاموس څورلس ژبپوهانو لیکلي چې راز راز علمي رتبې لري او د هېواد په کچه د علومو اکاډمۍ لخوا خپور شوی. دغه ژبپوهانو به خپل څومره سرکاري يا رسمي وخت د دې پر لیکلو تېر کړی وي او څومره تنخواوې به يې اخيستې وي، څو سوه چاينکې چای او څومره پتاسې به یې چیچلې وي، خو د دې په بدل کې يې داسې څه هېوادوالو ته وړاندې کړي چې د لمړۍ پاڼې څخه نيولې تر وروستۍ پورې د هر راز غلطیو څخه ډک يو پښتو تشريحي قاموس نه، بلکې د یو نیمګړي ځای ځای دايرةالمعارف سربېره، د پښتو ژبې د ګړدودونو او بېلابېلو ژبو همانیزه داسې قاموس دی چې د پښتو ژبې د لا کمزورولو لپاره ډېر اغېزمن دی او کار اخیستونکی یې نیوازی ستړی بلکې سربدال هم شي. هیله لرم چې نوی پښتو تشریحي قاموس دغسې ستونزې او تېروتنې ونلري.


۱. http://www.archive.www.archive.taand.com/main/archives/97065

1 COMMENT

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه او د پښتو ژبې د تشریحي قاموس په باب ښایسته مالومات مو لیکلي دي. که څه هم ما تر اوسه دا قاموس ندی لیدلی ، خو له ټولو نیمګړتیاوو سره بیا هم پښتو ژبې ته یو لوی خدمت دی.
    زما په نظر که د علومو اکادمي پدې باب له خپلو هېوادوالو د انترنت له لارې نظر ، وړاندیزونه او انتقادونه راټول کړي ، کېدای شي د بل ځل لپاره یو جامع او هر اړخیز ، ټولو ته د منلو وړ پښتو تشریحي قاموس ترتیب او د ګټې اخیستلو وړ اثر ترې جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب