پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeکالمونهقرارسوله او جنګ: هلته او دلته څه روان دي؟ | د مجید...

سوله او جنګ: هلته او دلته څه روان دي؟ | د مجید قرار لیکنه

په اماراتو کې د سولې خبرې روانې دي، د افغانستان د مشرانو لخوا د صبر، حوصلې او زغم توصیې دي، د طالب پر پاڼو د جنګ خبرې روانې دي، په وزیرستان، باجوړ، دیر، کوټه، او پېښور کې حالات بل څه وایي. هلته البدر ملېشې دي، لشکر طیبه دی، جهادي ترانې دي، د افغانستان د فتحې نارې دي، د ترهګرو موټریز کاروانونه دي، د پښتنو او بلوڅو مشرانو اختطاف، وژنې، ګواښنې دي. د اماراتو د مذاکراتو په جریان کې د آی ایس آی پلاوی د طالبانو د هیأت ملګری دی او په هره خبره کې ټونګه وهي.

عمران خان او باجوه په ورځ کې څو څو بیانونه ورکړي او د منځ ټکی یې دا دی چې د افغانستان لوری د خبرو طرف نه دی.

طالبانو پر اجتماعي پاڼو سلګونه نوي اکاونټونه جوړ کړي او هغه فوټوشاپونه، جعل خبرونه او شایعات خپروي چې هدف یې د افغانانو له لاسه د سولې ایستل دي.

په کابل کې د آي ایس آی پر امکاناتو فعالې رسنۍ درګرده د باجوه، عمران خان او ذبیح الله مجاهد له خبرو سرلیکونه جوړوي. سپوږمۍ راډیو، یو تلویزیون (TV1)، او د لنډه غرو ټولې رسنۍ د آی ایس آی او پاکستانیانو له خبرو سرلیکونه او د افغانستان د استاځو خبرې په حاشیو کې یادوي.

د افغانستان د مشرانو توصیې آن تر فیس بوکي ملګر را رسېږي چې وایي سوله د ولس ارمان ده، باید په منفي خبرو فضاء خرابه نکړو. موږ چې حالات په لږ لوی تصویر کې څارو، په شک کې یو.

له دریو ورځو مو له مشرانو سره بحث دی چې سوله خو د ولس ارمان دی خو هغه د چا خبره، دا څرنګه کلی دی چې تیږې یې تړلي دي او سپي یې خوشي کړي دي. چې باجوه او عمران خان غاپي، د کابل اجیرې رسنۍ یې غپهار له خوندورې رومینټیکې موسیقۍ سره میکس کوي او دا زهر د سولې په شهدو لړلي زموږ ولس ته ترزیقوي، د طالبانو پاڼې زهر پاشي او زموږ ټول نظام او سرتېري اجیر معرفي کوي، زموږ سکوت به د کوم قاتل پر زړه د رحم اوبه تویې کړي؟

حقیقت څه دی. حقیقت دا دی چې د افغانستان حکومت طرفوالی او نه طرفوالی خو پرېږده د هغه مېز مالکیت لا د افغانستان د لوری او ملت دی چې ټول سره پرې کښېني. عمران خان غوښتل مالکیت واخلي، په ډېره بېړه او شیطانت یې اعلان وکړ چې د خبرو کوربه به پاکستان وي، خو په یو ټرن خان مشهور عمران خان ته د افغانستان حکومت په یوه اشاره، د دالو دېګ ډک پک ور پاتې شو.

یوه لور ته زموږ د مشرانو شرافت، د ملت د سولې خوب، او د نورو انسانانو خو څه چې آی د طالب د افرادو د وینې نه تویېدلو حرص او بل پلو ته د آی ایس آی لجاجت، رذالت، او ټونګې دي. هلته البدر دی، لشکر طیبه دی، پر موټرو د هوایي امارت او پاکستان ګډې جنډې دي، د پښتنو مشرانو ترور او اختطافونه، د منظور پښتون پر سفرونو بندیزونه دي.

پایله دا ده چې د پاکستان سپین سترګي، رذالت، او سپکوالی اوس یواځې افغانان نه، ټوله نړۍ، ټول اسلامي هېوادونه او ټول لوري ګوري چې طالبان یې لکه د ګنج پسونه تر غوږونو را نیولي، او د اماراتو په ګنج کې یې پر سر چنې وهي. د سپین پسه او سپین پوشه ملا امیرخان متقي ترمنځ مشترک ټکی یواځې سپین لباس او سپینې وړۍ نه، بلکې د اماراتو ګنج، د پنجابي دلالي او د مشتریانو او خریدارانو ترمنځ چنې هم دي. د افغانستان تاریخ به دا صفحه دغسې لیکي چې نه و نه و، یو باجوه و، ده به د قربانۍ د څارویو تجارت کاوو، بیا یې یو ځل د اماراتو ګنج ته یوه ډله سپین پسونه را وستي و. د ګنج پر دلال خپل پاللي پسونه دومره ګران و چې پر هر پسه یې د یوه اوښ قیمت اېښي و، خو دا ډنګر او ریخن پسونه نه چا په هغه قیمت پېرودل، او نه په هغه قیمت ارزېدل. په همدې علت د سولې معامله ورځ تر ورځې ځنډېده.

بریا ځکه د افغانستان د ملت ده چې پایله د پیل او لاملونو تابع وي. اوسني حالت ته طالب له مستۍ نه حاضرېږي. پاکستان مالي او اقتصادي فشار، نړیوالې انزوا، او ټولنیز فشار د ګړنګ پر څوک درولی. د افغانستان هوایي ځواک او کمانډو د پاکستان د دېرشو دېرشو کلونو روزلي لکه شریف معاویه او د هغه قطعه په یوه یوه غوټه او ملاق کې پورته کوي. ژمني عملیات بې سارې اغېزمن روان دي. طالب هیڅ ولایت لاندې نه کړای شو. د کاروبار، تجارت، اجتماعي ګډون، فرهنګي نفوذ هیڅ سیمه یې په اختیار کې نشته. کلي یې هم په مسلخونو بدل شوي. په موټرسایکلونو ټوپک خو څه چې شړۍ لا نشي ګرځولای او یو بل ته وایي چې شړۍ موټر سایکل له هوا مالومېږي او ویشتل کېږي. ملا منان، شریف معاویه او د همدې کچې لسګونه نور یې په څو ورځو کې له لاسه ورکړل. ساحه پراخېدل، له مخونو نقابونه لرې کول د بشري قوت په لحاظ ډېر ګرانه ورته پرېوتل.

د امریکایانو کیسه ښکاره سټراتیجي هم دا ده چې په افغانستان کې به یې حضور د ګواښ د دوام په اندازه وي، وختي قید نشته ورته، او حالاتو ته به کتل کېږي. مانا پاکستان باید د افغانستان د فتحې خوب اوبو ته ووایي.

د پاکستان هیأت افغانستان ته راغی، اساسي پیغام یې دا و چې د افغانستان حکومت دې ژمني عملیات او د طالب مشرانو داسې بې رحمانه وژل ودروي. د افغانستان حکومت د سولې لپاره مجبور و چې دا غوښتنه یې رد کړي. اوس د طالبانو مشرانو په ولسونو کار پیل کړی چې د حکومت د عملیاتو درولو لپاره لاریونونه وکړي او لارې بندې کړي. وړمه ورځ یې د غزني په قرباغ او اندړو کې غونډې وې، کور په کور ګرځېدل او خلک یې بېګار کول.

د ولس پر غاړه د طالب چاړه ده، خو ولس ښه په دې پوهېږي چې د سولې کیلي د طالبخور کمانډو په لاس ده او پر خال خال ملکي تلفاتو مو ولس هم ځان اچولی دی.

یوه خبره چې څرګنده ده، دا ده چې طالب په کلیو کې شته، په غرو، دښتو کې لکه د یو ویشتمې پېړۍ د انقراض له ګواښ سره مخامخ خوارځواکي لېوان ګرځي، په مدرسو کې ښه پرېمانه دي، خو د سولې پر مېز بیا طالب نشته، هلته بیا پر پاکستاني پاسپورټ پېژندل کېدونکی شېرمحمد عباس ستانکزی دی چې دا شل کاله یې د چره ییز ټوپک ډز هم نه دی اورېدلی. هلته بیا کوټه وال امیرخان متقي دی چې ډیوټي سټېشن یې د کویټې چاوڼۍ ده. هغه بلبلان نه د طالب خبره کوي، نه د افغانستان، نه د امارت. هغوی د پاکستان خبره کوي او بس.

و من الله التوفیق

9 COMMENTS

  1. ښاغلی او عزتمند ورور قرار صاحب زه هم وایم چه طالیب یا چڼی ناپوهه نه خپل ځان وپیژندو او نه وط‍ن.
    کله چه څوک دومره ناپوهه شی هغه ته نوره پوهه ورکول پکار دی نه چاړه او تیشه

    د پنجابیستان او چټلیستان نه خو به نوره ګیله نه کوو، ځکه هغه هغه چټل او مړ مار دی چه دافغانانو ابدی او سر سخت مکار دښمن دی.

    ټول افغانان او دنیاوال پوهیږی چه لمر په دووکوتو نه پټیږی مګر کاذب او مکار دښمن وای چه پټیږی

    نن سبا ټولو ورونو ته په دغه نازک وخت کی پکار دی. چه په لیکنو او رسنیو کی نوری د روغی دریز خپل کړی نه د ناروغی ځکه نور ورکیږو او خرابیږو

    ځینی وخت به لږه حوصیله کوو

    په درناوی

  2. د ولس پر غاړه د طالب چاړه ده، خو ولس ښه په دې پوهېږي چې د سولې کیلي د طالبخور کمانډو په لاس ده او پر خال خال ملکي تلفاتو مو ولس هم ځان اچولی دی.

  3. سلامونه
    قرار ساب آپرین.
    خو د جبل سراج شومه کودتا، د په اصطلاح لوی ایتلاف شیطاني مثلث ، ځنځیري وژنې ؛
    د وګړو په سلو کښې ۶۰ د فقر لاندې بخور نمیر ژوند، د ۱۳۷۱-۱۳۷۵ کلونو قاتلان، غلو غاصبانو هر ډول سقاویتوبونه ، شپنۍ بمبارۍ، په سپیانو داړل ؛ په ۴ کلونو کې د ۲۸۰۰۰ نظامي افرادو شهیدیدل دې ( دخپله غني خان اعتراف!۰) ، د لس زرهاوو پښتنو د طالب په نوم بیګناه بندیانول، او.داسې.نوور.. هم له یاده مه باسه!
    منم چې ستا خبره ټالیپ هم د پوکستیڼ د نصیرولا بابر د لاس ۶۰ کسیزه ډله وه ، مګر د مرحوم ملا عمر امر امر و، او نهی یی نهی!؛ په هر ځنګل کې ښه او خراب ځناور شته ؛ مونږ باید د هرې خوا له ښو استفاضه وکړو او بدو ته ېې بد ووایو. په درناوئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب