جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeخبرونهد امریکا سفیر ممکن عمران خان سره وویني، په خلاف یې پر...

د امریکا سفیر ممکن عمران خان سره وویني، په خلاف یې پر اقداماتو نیوکه هم کړې

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) په اسلام اباد کې د امريکا سفیر ډانلډ بلوم له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د خپلو خلکو د رایو ازادۍ ته درناوی وکړي.

هغه په یوه سیمینار کې د وینا پر مهال دغه راز د بندي شوي صدراعظم عمران خان او ګوندیانو پر ضد یې د اقداماتو په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې او ویلي، چې له عمران خان سره یې په زندان کې د لیدنې احتمال شته.

امریکایي سفیر د پاکستان اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي، چې له سیاسي ثبات پرته یو هېواد اقتصادي ودې او سوکالۍ ته نه شي رسېدای.

د پاکستان حکومت د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ملکي حکومت او پوځ دواړو د عمران خان پر ګوند د بندیز د پرېکړې او په دې تړاو له اقداماتو دفاع کړې ده.

عمران خان د خپل حکومت د سقوط ملامتي مخکې پر امریکا هم اچوله، خو اوس نه ده معلومه چې امریکا څنګه د هغه او پلویانو په دفاع یې دریځ نیولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب