یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان. سږ کال ۱۷۰ افغانان په شري مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان. سږ کال ۱۷۰ افغانان په شري مړه شوي

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې د روان کال له پیله تراوسه پورې په افغانستان کې په شري ناروغۍ ۱۷۰ تنه مړه شوي دي.

دغه سازمان ویلي، چې په تېرو ۷ میاشتو کې د شري تر ۳۹ زره ډېرې شکمنې پېښې ثبت شوي، چې په هغو کې ۳۱ زره یې له پنځو کلونو د کشرو ماشومانو او نژدې ۱۸ زره یې په ښځو پورې تړاو لري.

په ورته وخت کې یو شمېر ډاکټران د سمو روغتیايي خدمتونو نشتوالی او ماشومانو ته د شري واکسین نه تطبیق د دې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لامل بولي.

یو شمېر افغانان روغتيايي مرکزونو ته پر وخت نه لاسرسي او پر وخت د تشخيص پر نشتوالي نيوکه کوي او وايي چې دا کار د دې سبب کېږي چې ناروغان ژوند وبایلي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې په هیواد کې د شري د ناروغانو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا د نړیوال سازمان راپور ښيي چې تر ټولو ډېر کسان په خوست کې په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

په همدې حال کې يو شمېر کورنۍ چې ماشومان يې په شري اخته دي د خپلو ماشومانو ناوړه حالت اندېښمن کړي او وايي چې سم او پر وخت تشخيص نه کېږي.

د شري ميکروب د هوا له لارې بل کس ته انتقاليږي. په دې ميکروب ککړ کسان ويروسونه د هوا له لارې د ډيرو کوچنیو څاڅکو په شکل نیغ په نیغه نورو ته انتقالوي. دا څاڅکي د مثال په توگه د ټوخيدو او يا پرنجيدو پر وخت او همدا راز د خبرو پر وخت رامنځته کيږي. په اوسط ډول د شري هر ناروغ ۱۵ نور انسانان په دې مرض ککړوي. انسانان د شري د ويروس يوازيني کوربانه دي يعنی د شري ويروس يوازی د انسان په بدن کې وده کوي.

د شري ناروغۍ لومړي ښکاره علايم ګرمکي یا سرې داني دي چې خارښت کوي. دا سره ټکي تر ټولو مخکې د غوږونو تر شا راښکاره کيږي. د دې ګرمکو تر څرګنديدو درې ورځې د مخه د ناروغ په بدن کې ويروس ډېر تکثر کړي وي او پرته له دې چې ناروغ پري وپوهیږي مرض یې نورو ته سرايت کوي. د شري د مرض ډاډمن تشخيص په وينه کې د انتي بادي په موندلو سره کيږي.

د روغتيا نړيوال سازمان یا ډبیلو ایچ او، دا هدف ټاکلی وو چې تر ۲۰۲۰ م کال پورې به په ټوله نړۍ کې شری له منځه یوسي. خو دې هدف ته تر اوسه يوازې يو څو هېوادونه رسيدلي دي چې په هغوی کې په اروپا کې د نورو ترڅنګ ايستلند، فنلند، پرتګال، سلواکيا، سلوانيا او چک جمهوريت شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب