دوشنبه, مې 20, 2024
Home+نن د برنارد شا د زوکړې ۱۶۷ کالیزه ده

نن د برنارد شا د زوکړې ۱۶۷ کالیزه ده

 تاند- نامتو شاعر او ډرامه ليكونكى جارج برناردشا (George Bernard Shaw) په ۱۸۵۶ كال د جولای په ۲۶ د آيرلنډ د دبلين په يوه نېستمنه كورنۍكې سترګې رڼې كړې.

له موسيقۍ سره مينه له كوچينوالي څخه له خپلې هنرمندې مور څخه ورته په ميراث ورسېده. له يو څه زده كړو وروسته يې د ژوند او ګوزارې لپاره بېلوبېلو كارونو ته لاس واچاوۀ. په ۱۸۷۶ كې له دبلين څخه لندن ته لاړ. هلته يې ژورناليستي كارونه پيل كړل او له دې لارې يې پيسې لاسته راوړلې، ورسره يې ليكوالي كوله.

په ۱۷۸۹ كې يې د كيسو او ډرامو ليكلو ته ملا وتړله. په ۱۸۲۰ كې سوسياليستي نظريې ته ګروهمن شو او له دې كاله وروسته د دۀ په ليكنو كې دا تماپل محسوس شو. برناردشا تر كسيې په ډرامه ليكلو كې ښه وځلېد او شاوخوا پنځوس ډرامې يې وليكلې. هغه د مساوات پلوى او رياليست ليكوال دى. افكار يې د تكامل په نظريې تكيه لري. لومړنۍ کامیابه ډرامه يې په ۱۸۹۴ كې د (Arms and the Man) په نوم خپره شوه.

د برناردشا په نورو مهمو آثارو كې (د شيطان ملګرى ۱۸۹۶، سزار او كليوپاترا Caesar and Cleopatra ا۱۸۹۹، بشر او د بشر مافوق ۱۹۰۳، Major Barbara ډګرمن باربرا ۱۹۰۵، پيګمالينPygmalion۱۹۱۲ او سنټ جون ۱۹۲۴ Saint Joan ) يادولى شو.

شا په ۱۹۲۵ كې د نوبل ادبي جايزه وګټله. ده د جايزې وياړ وماڼه خو د هغې پيسې يې وانخيستې. د هغه د آثارو ټولګه د ۱۹۳۰ تر۱۹۳۲ كلونو ترمنځ په دېرشو ټوكونو كې چاپ شوې ده. برناردشا په ۱۹۵۰ كال په داسې حال كې چې په خپل كور كې يې د ونې څانګې غوڅولې، ونې ته له ايښې زنې ولوېدۀ او څو ورځې وروسته يې د نوومبرپه دوهمه نېټه د څلور نوي كلونو په عمر له دنيا د تل لپاره سترګې پټې كړې.

ماخذونه:

http://www.english.upenn.edu/~cmazer/mis1.html

http://www.kirjasto.sci.fi/gbshaw.htm

http://en.wikipedia.org/wiki/George_Bernard_Shaw

            د برناردشا مهم آثار

                                                                                ډرامې

·  Plays Unpleasant (published 1898):

o    Widowers’ Houses (1892)

o    The Philanderer (1893)

o    Mrs Warren’s Profession (1893)

·  Plays Pleasant (published 1898):

o    Arms and the Man (1894)

o    Candida (1894)

o    The Man of Destiny (1895)

o    You Never Can Tell (1897)

·  Three Plays for Puritans (published 1901):

o    The Devil’s Disciple (1897)

o    Caesar and Cleopatra (1898)

o    Captain Brassbound’s Conversion (1899)

·  The Admirable Bashville (1901)

·  Man and Superman (1902-03)

·  John Bull’s Other Island (1904)

·  How He Lied to Her Husband (1904)

·  Major Barbara (1905)

·  The Doctor’s Dilemma (1906)

·  Getting Married (1908)

·  The Glimpse of Reality (1909)

·  Misalliance (1910)

·  Dark Lady of the Sonnets (1910)

·  Fanny’s First Play (1911)

·  Androcles and the Lion (1912)

·  Pygmalion (1912-13)

·  Heartbreak House (1919)

·  Back to Methuselah (1921):

o    In the Beginning

o    The Gospel of the Brothers Barnabas

o    The Thing Happens

o    Tragedy of an Elderly Gentleman

o    As Far as Thought Can Reach

·  Saint Joan (1923)

·  The Apple Cart (1929)

·  Too True To Be Good (1931)

·  On the Rocks (1933)

·  The Six of Calais (1934)

·  The Simpleton of the Unexpected Isles (1934)

·  The Millionairess (1936)

·  Geneva (1938)

·  In Good King Charles’ Golden Days (1939)

·  Buoyant Billions (1947)

·  Shakes versus Shav (1949)

      ناولونه

·  Immaturity

·  The Irrational Knot

·  Love Among the Artists

·  Cashel Byron’s Profession

·  An Unsocial Socialist

       نثرونه

·  Commonsense about the War

·  The Intelligent Woman’s Guide to Socialism and Capitalism

·  The Black Girl in Search of God

·  Everybody’s Political What’s What? 1944 Constable

برناردشا ډېرې پخې خبرې لري، ځينې يې ولولئ:

نظر: كه له تاسره يوه مڼه وي او زما سره هم يوه او دواړه خپلې مڼې سره بدلې كړو، دواړه به يوه يوه مڼه ولرو، خو كه ته يو نظر لرې او زه هم يو نظر او سره مُبادله يې كړو، هر يو به دوه نظرونه ولرو.

سوسياليزم: په سوسياليزم كې خوار نه پاته كېږئ، په زوره خواړه، كالي، كور، تعليم او كار، كه دې خوښ وي يانه وي، دركول كېږي. خو كه چېرې معلومه شوه چې د دغو ټولو كړاوونو وړتيا نه لرې، ممكن محترمانه اعدام شې.

برنارد شا ډیرې پخې خبرې لري. د ده دا لاندې پنځوس خبرې عطامحمد میاخیل ژباړلي دي:

ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ له هغه چا ډېر وډار شئ، چې ستاسو د بدو کارونو ځواب نه درکوي؛ هغه نه تاسو بښي او نه مو هم دې ته پرېږدي، چې ځان وبښئ .
۲ ـــ هغه څوک چې کولای شي، ترسره کوي یې او هغه څوک چې نه شي کولای، نو نیوکه کوي .
۳ ـــ هېڅکله د مرګ په فکر کې مه اوسئ، پرته له شکه مګر ستاسو په فکر کې دی .
۴ ـــ پام مو وي، له هغو څیزونو سره چې مینه لرئ، ترلاسه یې کړئ، که نه نو لاچاره له هغو څیزونو سره مینه وکړئ، کوم چې تر لاسه کړي مو دي .
۵ ـــ منطقي انسان له نړۍ سره ځان همغږی کوي او غیر منطقي انسان نړۍ له ځان سره همغږې کوي .
۶ ـــ د غله او شتمن ترمنځ توپیر دا دی، چې غل له شتمنو غلا کوي او شتمن له بېوزلو .
۷ ـــ زوړ چې مین شي، بېرته زلمی شي .
۸ ـــ یو ملت د آزادۍ له لارې ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا کولای شي، که آزادي نه وي، نو ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه شي پیدا کېدای .
۹ ـــ بشر په نن کې د دې له پاره ژوند کوي، چې راتلونکې ته لاسرسی پیدا کړي .
۱۰ ـــ په ژوند کې اړینه دا نه ده، چې خپل ځان پیدا کړئ، بلکې اړینه داده چې خپل ځان جوړ کړئ .
۱۱ ـــ د خپلواکي مانا ( مسؤولیت ) له همدې امله ډېر وګړي یې له منلو څخه وېرېږي .
۱۲ ـــ یوازې هغه مهال کولای شو، چې له راتلونکې څخه غافل شو، چې راتلونکې هېڅ شتون ونه لري .
۱۳ ـــ په واده کې باید د شمېر څلور کړنې مراعات شي : جمع، تفریق، ضرب او تقسیم .
۱۴ ـــ د ژوندانه په ټوله موده کې، تل خوښي او هوساینه داسی شی دی، چې هېڅوک یې نه شي زغملی، دا داسې ده لکه څوک چې په دې دنیا کې د جهنم په عذاب اخته وي .
۱۵ ـــ نېکمرغي د ورځې یو ځل د کور دروازه ټکوي، مګر له بده مرغه د کور څښتن هغه مهال د ګاونډي په کور کې وي او د دروازې غږ نه اوري .
۱۶ ـــ پیسې د لوږې درملنه کولای شي، خو د درد او خپګان درملنه نه شي کولای .
۱۷ ـــ هغه سړی چې د ژوند په جګړه کې خاندي، د ستاینې وړ دی .
۱۸ ـــ هېڅوک نه شي کولای، چې ټول عمر خوښي وزغمي؛ نو په دې صورت کې دنیا ګرځي .
۱۹ ـــ د دې له پاره چې پوهه ملکه شي، زده کړه بسنه نه کوي، عمل اړین دی .
۲۰ ـــ لومړنۍ مینه له لږ حماقت او لږ څه زیاتې ځیرکتیا سره مل وي .
۲۱ ـــ په ډېر زیار تر لاسه کوونکې دنده، په نېکمرغۍ پسې تلل دي .
۲۲ ـــ هغه کړاو چې نن یې د پوهې د ترلاسه کولو له پاره زغمې، په اصل کې هغه نېکمرغي ده، چې د راتلونکې له پاره یې ذخیره کوې .
۲۳ ـــ د ښځې زړه هغه یوازینی ځای دی، چې خیر و شر دواړه پکې را ټول دي .
۲۴ ـــ که چېرې ښځه په څلوېښت کلنۍ کې هم ځوانه ده، نو دلیل یې دادی، چې خاوند یې ورسره مینه لري .
۲۵ ـــ ټول ستر حقیقتونه لومړی کفر او د شریعت خلاف معلومېږي .
۲۶ ـــ دوه وږي سړي د یوه وږي سړي په پرتله دوه برابره خطر نه لري، مګر دوه رذیل سړي لس برابره خطر لري .
۲۷ ـــ درواغجن په قسم خوړلو کې تل افراط کوي .
۲۸ ـــ د سرو زرو حکومت هغه دی، چې پکې قانون په بیه وانه خیستل شي .
۲۹ ـــ په ژوند کې دوه مصیبتونه شتون لري : یو هغه څه ته ورسېږي، کوم چې زړه دې غواړي او بل هغه څه چې ور ونه رسېږې .
۳۰ ـــ واده کول د هغه څه پر خلاف چې ویلي دي قمار نه دی، ځکه کله وخت انسان په قمار کې ګټونکی وي .
۳۱ ـــ د آزادۍ حقیقت د انسان هغه شخصي مسؤولیت دی، چې د وجدان او زړه په وړاندې یې لري .
۳۲ ـــ بد بین او خوشبین انسانان دواړه د ټولنې له پاره ګټور دي، خوشبین الوتکه اختراع کوي او بد بین د ژغورنې چترۍ .
۳۳ ـــ یو محصل باید ښه کتابونه ولولي او یو لیکوال باید بېځایه او محمل کتابونه هم ولولي. ۳۴ ـــ څوک چې هېڅکله هیله من نه دی، هېڅکله د نا هیلۍ لوری نه شي لیدای .
۳۵ ـــ انسانان یوازیني حیوانات دي، چې زه ترې سخته وېره لرم .
۳۶ ـــ زه تر ټولو بې ارزښته کتابونه هم لولم، ځکه په کنډوالو کې خزانې پیدا کېږي، چې سړی ډېر شتمن کوي .
۳۷ ـــ د پیسو په وسیله کولای شې هره مینه تر لاسه کړې، خو پرته د مور له مینې .
۳۸ ـــ د ځان په اړه زموږ لومړنۍ دنده داده، چې پرېنږدو بېوزله او بې پیسو شو .
۳۹ ـــ د الله (ج) ستر نعمت هستي او ژوند دی .
۴۰ ـــ هېڅکله د پیسو له پاره واده مه کوئ، د پیسو د پیدا کولو له پاره نورې آسانې لارې هم شتون لري .
۴۱ ـــ زه تل د محمد (ص) د دین له پاره یې لوړ مقام منم، دا ځکه چې د دې مېړني انسان حیرانوونکي ژوند په ما ډېره اغېزه کړې .
۴۲ ـــ کله چې ناپوه یوه کړنه ترسره کوي، چې خپله هم شرمېدلی دی، نو بانه کوي، چې دا زما دنده ده .
۴۳ ـــ نېکمرغي هغه ده، چې انسان دې ته وخت ونه لري، چې فکر وکړي، نېکمرغه دی او که بد مرغه .
۴۴ ـــ یو بوتل چې نیم له اوبو ډک وي، د خوشبین انسان له نظره نیم ډک دی، خو د بد بین انسان له نظره نیم تش ګڼل کېږي .
۴۵ ـــ استبدادي حکومت بتان جوړوي او دیموکراسي حکومت بت پرستان .
۴۶ ـــ ډېره بده ګناه د خپلو هم جنسو په وړاندې کرکه نه، بلکې د هغوی په نسبت بې پروایي ده او دا د کبر پایله ده .
۴۷ ـــ سړي زړورتیا پرمخ بیایي او ښځې کینه .
۴۸ ـــ زموږ د بدمرغۍ او بېچاره ګۍ راز زموږ د اوزګارتیا وختونه دي، چې هغه د خپلې نېکمرغۍ او بدمرغۍ په اړه په فکر کولو کې تېروو .
۴۹ ـــ ډېر کم داسې کسان به پیدا کړئ، چې په کال کې له دوه یا درې ځلو زیات فکر وکړي . ما په اوونۍ کې د یو یا دوه ځله فکر کولو په مرسته نړیوال شهرت تر لاسه کړ.
۵۰ ـــ په نړۍ کې بد رنګه ښځه شتون نه لري، یوازې ځینې ښځي دي، چې نه شي کولای ځان ښکلی وښیي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب