دودیال
(پینځمه برخه)
علمی لیکنې ( Scientific/heavy writing) د مسلکی او متخصصو څېړونکو له خوا د یوه علمی تحقیق په بشپړلو سره خپرېدو ته استول کیږی. نن ورځ زیات شمیر علمی ژورنالونه شته چې علمی لیکنې، مقالې او د ریسرچونو راپورونه خپروي. دا ډول ژورنالونه هر کال ارزول او درجه بندی(رنکینګ) کیږي. د هر پوهنتون او علمی مرکز علمی ژورنال ته دا مهمه ده چې دغه ډول نړیواله ارزونه کې چې اوچت معیارونه لری، لازم دریځ خپل کړي. په همدې خاطر د دې ډول مقالو نشر ته منل، خپل اصول لري.
څېړونکی باید د یو معتبر علمی مرکز غړی یا د پوهنتون د علمی درجې لرونکی او د پوره تجربې خاوند وي. یو شمېر ژورنالونه د علمی مقالې د نشر لپاره لومړی د مقالې لنډیز( abstract) ګوري. په لنډیز کې د څیړنې موخه/موخې، ستونزه، د څېړنې ډول او میتود ګوري. وروسته تر هغه یې چې دې برخه کې کومه نیمګړتیا ونه لیدله، مقاله غواړي، بیا هم په مقاله د لیکنې د هیئت، کتونکې ډلې یا د خپراوي بورد( editorial board) له خوا کتنه کیږي. کیدای شی مقاله کې یو شمیر کمنتونه لیکوال یا د مقالې لیږونکي علمی مرکز ته په نښه او د هغو د پوره کولو او اصلاح کولو سپارښت وشي، یا ممکن د مقالی له نشر معذرت وغواړي او له خپلو معیارو سره یې برابره ونه ګڼي.
نن ورځ په ټولو ساینسی او اجتماعی علمی څانګو کې تخصصي/ څانګیزې خپرونې شته دي: له طب نیولې، تر فزیک، کوانت فزیک، حیاتی کیمیا، عمومی کیمیا، تحلیلی کمیا، فضایی څېړنو، اقتصاد. روانپوهنه. کرنې، اقتصاد، ارکیالوژی، ….په دغو څانګو کې تخصصي او نورې فرعی ویشنې هم شته. د بیلګې په توګه؛ په اقتصاد کې: تجارت، بانکي چارې او تحلیلونه، نړیوال اقتصادی سازمانونه، تجارتی روابط…
هره څانګه او دیپارتمنت د څیړنې او دهغو د راپور(مقالې) کانکریټ اصول رعایتوي. د مقالو جوړښت او د لیکنې میتود یې ارزوي. البته د علمی لیکنو ډېر کانکریټ اصول، میتودونه او جوړښت د دې مانا نه لري، چې عمومي لیکنې بی ارزښته وبولو، بلکې دلته د عوامو او خواصو د مفهوم په شان یو څه توپیر شته. عمومی لیکنې د ټولو لپاره دي. دا لیکنې هم باید بی هدفه نه وي، بلکې خامخا د یو شمېر معلوماتو، دستونزو د حل، د اذهانو د روښانونولو او دې ته ورته مقاصدو په موخه وي. که علمی لیکنی زیاتره مسلکي کارپوهان د خپل مسلک له مخې لولي او سپارښتونه( recommendations) یې عملی کوي، عمومی لیکنې بیا ټول(عام او خاص) لولي. عمومی لیکنې به هغه وخت بی ارزښته نه وي چې لیکوال یې ځان د ټولنې په وړاندې ژمن وبولي.
عمومی لیکنې باید له تعصب پاکې، په حقایقو استوارې، د لازمې فرهنګی کچې رعایتوونکې، لوستونکي ته د درناوی او د اخلاقی نزاکتونوپام کې نیول لومړیتوب کې راولي. له دې امله چې دعمومې لیکنو ځینې لیکوال لکه د علمي لیکنو دلیکوالو په شان ځان د ټاکلي میتود او جوړښت تابع نه بولي، نو ځکه د حقایقو د څرګندولو په ځای کیدای شي، لیکنه تبلیغاتی بڼه غوره کړي چې دا ډول لیکنی لوستونکی ستومانه کوي او ټولنې ته یې خیر نه رسیږي. ډېر لږ داسې لیکوال شته هم د اکاډمیک ریسرچ او هم د عمومی لیکنو په رموزونو وارد وي، یعنی دواړو برخوکې تجربه ولري.
متاسفانه تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې (دمطبوعاتو د آزادی) تر نوم لاندې، یو شمېر غیرمسئولانه نشرات کېدل. موجود تعصبات او هغه څه چې (له افغانی اخلاقو انحراف) وبلل شو، همدې کلونو کې ترسترګو شو. آن دا چې یو شمېر عمومي لیکنو کې رکیک او سخیف الفاظ ولیدل شول. د شخصیت وژنې مثالونه هم وو او د ملی ارزښتونو سپکاوی هم ترسترګوشو. مطبوعاتو کې پردي اصطلاحات او وارداتی نامانوس کلمات همدې کلونو کې ولیدل شول او د پولادي ملی وحدت د رامنځته کولو په عوض د تفرقې نښې له ورایه څرګندې شوی. لله الحمد ډېر ژر ملی او متعهد لیکوال دې ستونزې ته ځیر او د دې منفي ښکارندې مخه ونیول شوه.
پایله دا راوځي چې:
اوسني عصر کې د چاپی(کاغذي) او بریښنایی/آنلاین خپرونو شمېر او په هغو کې خپرېدونکې لیکنې زښته ډېرې مخې ته راځي. په دې کې ویبپاڼې هم راځي. محتوا او لیکنې یې له خبرونو نیولې، تر سیاسي او ټولنیزو تبصرو، ادبی بیلابیلو ژانرونو(شعر، داستان، طنز…)، ذوقي مطالبو، کره کتنه، اقتصادي شننې او نورې لیکنې دي. علمی څېړنې په عمومی میدیا کې لږ ترسرترګو کیږي. علمی لیکنې زیاتره ځانګړو اکاډمیکو ژورنالونو کې خپریږي. عمومی لیکنې معلوماتي، خبرتیایي، ذوقی/تفریحي او ځینې یې روزنیزه بڼه لري. کیدای شي ځینې یې مستندې، واقعي او په حقایقو ولاړې نه وي او دغرض له مخې وي، آن دا چې ځینو عمومی لیکنو کې شخصي ګرومونه، سیاسی تبلیغ، شهرت پالنه، تجارتی مقاصد او نور له ورایه ښکاري، خو بالعموم د عمومی لیکنو له ګټورتوب انکار نشي کیدای. ګټورتوب یې د ناشرانو له صداقت، تعهد، اعتبار او دقت سره تړلی وي. د دغو لیکنو لوستونکي عام خلک دي. کیدای شي اکاډمیک کسان هم د دغو لیکنو لوستونکي وي، خو اکاډمیک کسان عادت لري چې د هرې لیکنې په تفکیک او موخه ځان پوهوي او په ځینوچې بې باوره شي، مخ ترې اړوي.
خدای دې زموږ اکاډمیکو مراکزو ته توفیق ورکړي چې د علمی څېړنو لپاره کافی بودجه او لازم مالی تخصیص او پوهنیزتخصص ولرلای شي او هېواد کې په هره برخه او څانګه کې د زښته ډېرو ستونزو دحل لپاره د علمی روشونو سره سم، د حل لارې ومومو.
سلام
پوهاند صاحب دافغانستان دکړکیچ له پیله تعلیمی نصاب ګډوډ شو . دپوهنتون لیلیه په سازمانی ډهل او ډنبک بدل شو ې وه خو کله چې داسلام اباد دکچالو ټاپې ور باندې را ګډې شوی نو دتعلیم اوتربیې وچکالۍ راپیل شوې . قباله روباه هرچا په کلدارو اخیسته. اوبه له اسلام آباد راخړې شوې . پاکستان دافغانستان دپوهنې سیستم په مافیایی ستونزً و اخته کړ چې لا دوام لری
ستا ټولې لیکنې نصابی اړخ لری مانا داچې دتعلیم او تربیې له محور سره ظبه تمامه مانا بلد یی .
بله بدمرغی داده که چا ته سمه لاره ښیې هم خو هغه ته خوند نه ورکوی ځکه هغه په دغه نزاکت باندی نه پوهیږی چې داخو سم کار دی . باید اصلاح شی خو دهغه شخصی اګو بل څه وایی!
دمیال په توګه که قانون وای نو عفو اورابلل بیا څه مانا. هغه هم دیوزهیر ملا په مشرې .
انلاین سیستم فسبوکی نړۍ ، بګو مګو او په خپل سره ګفتمان یې کار خراب کړی .
عاقبت به خیر!
ډېر قدرمن ورور جناب ع. شریف زاد صاحب زما سلامونه هم ومنئ. ستاسو عالی احساس ته د قدر په سترګه ګورم. بالکل همداسې ده.