دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسه ناځوانه (کیسه ګۍ) محمدنعمان دوست

 ناځوانه (کیسه ګۍ) محمدنعمان دوست

  پر څوکۍ ناست پیره دار، کلاشنکوف دیواله ته تکیه کړی و او پر موبایل یې داسې سر ور ځوړند کړی و؛ لکه د خطرناکو مجرمینو د نیولو پلان چې طرح کوي. 

رنجر یې خواته ودریده؛ خو دی هماغه شان موبایل کې غرق و. له مخکې سیټه یو دنګ سړی ،چې پر اوږو یې نښانونه ټومبلي و او تورې چرمي موزې یې پر پښو وې، راښکته شو. پیردار ته مخامخ ودرید. ځوان له څوکۍ پورته شو، سلامي یې ووهله او بیا یې غږ کړ: 

امر وکړئ صیب!

ما ویل اوس به امر صیب یوه عسکري څپیړه ور حواله کړي؛ خو هغه ورته ویل:

ناځوانه، دې ورځو کې دې هیڅ د لایک او کمنټ مزه نشته!

د چنګاښ ۲۹مه، ۱۳۹۹ 

نعمان دوست

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب