یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبکره کتنهد عبدالرحیم هاتف لیکونه | محمدابراهیم سپېڅلی

د عبدالرحیم هاتف لیکونه | محمدابراهیم سپېڅلی

دا ( ۲۱۸) مخه کتاب دی، چي په دې وروستیو کي په کندهارکي د علامه رشاد خپرندویه ټولني لخوا د ( ۱۰۰۰) ټوکو په تیراژ د حاجي ظاهرجان څرک په مالي لګښت خپور سوی دی.

په دې کتاب کي د عبدالرحیم هاتف ( ۲۰) هغه لیکونه، چي حاجي ظاهرجان څرک ته يې له ( ۱۹۹۷ –۲۰۰۲ ) له هندوستانه رالیږلي چاپ سوي دي.

پریاد کتاب له ښاغلي څرک ترڅنګ پيژندل سوی شاعر عبدالباري جهاني، محتاط څیړونکي معصوم هوتک او تکړه لیکوال واحد فقیري لیکنی کړي دي.

دوی هریوه د کتاب ډېره ستاینه کړې او ددغسي مهمو علمي، سیاسي او ادبي شخصیتونو د لیکنو چاپول يې غوره کار یاد کړی دی.

لیکوال او شاعر عبدالباري جهاني ددغه ډول لیکونو چاپي ټولګي ارزښت ډېرمهم ګڼي او وايي  « کله چي سړی داکتاب لولي، نو کټ مټ هغه لیکونه ور په زړه کیږي، چي د هند لومړني صدراعظم او رهبرجواهر لعل نهرو له بندیخاني څخه خپلي لور ایندراګاندهي ته لیکلي دي. »

استاد معصوم هوتک بیا د عبدالرحیم هاتف د لیکني پر سبک لیکنه کړې او هغه يې دیو ځانګړي سبک، ښې مطالعې او پياوړي استدلال خاوند یاد کړی دی.

« هاتف مرحوم د لیکني خاص سبک درلود اود استدلال پياوړې قوه يې هم ورسره مله وه.

علمي تبحراو پراخه مطالعه يې هرهغه چاته ښه معلومه وه، چي دده له مجلس او دغه ډول لیکونو سره بلد وي. »

ددغو لیکنو راټوولونکی ظاهرجان څرک وايي، د کتاب له چاپ څخه يې موخه داده، چي په رالیږل سویو لیکنو کي لوستونکي له بیلا بیلو موضوعګانو څخه خبر سي.

دده په قول ، دهیواد په کچه دغه علمي څېره ددوی د پلار د مجلسونو ملګری او بیايې له دوی سره هغه دوستی پالل او کله چي په کابل کي د مجاهدینو حکومت راغلی، نو هاتف مرحوم هندوستان ته مهاجر او له هغه ځایه يې ښاغلي څرک سره د لیک له لاري د ځینو تاریخي، جغرافیوي، سیاسي، ادبي، کلتوري او شخصي پوښتنو ځوابونه د لیکونو په واسطه رالیږل .

ښاغلی څرک زیاتوي، داچي په هغه وخت کي دلته جنګونه وو، نو لیک به يې د پاکستان لخوا لیږي او تر ۲ میاشتي انتظار وروسته به يې د لیک ځواب ترلاسه کوی.

« مرحوم عبدالرحیم هاتف صاحب زما د پلار د مجلسونو ملګری وو، دوی به هره جمعې ورځ مېلې ته تلل او موږ به يې هم ورسره بیولو.

هغه زموږ لکه اکا داسي ؤ او ده هم موږ ته د وراره ګانو مینه راکوله .

کله چي هندوستان ته ولاړی نو بیابه ما ځیني پوښتني په لیکونو کي ورته کښلې او دوی به يې ځوابونه رالیږل.

ما دا لیکونه ساتله او دادی اوس یو بشپړ کتاب ځینی جوړ سو.»

د کندهار د اطلاعات اوفرهنګ رييس فضلباری بریالی دغه ډول د لیکونو چاپ ځکه اړین ګڼي، چي د فرهنګي او علمي کسانو ترمنځ د لیکونو تبادله خورا نوي مطالب خپلو لوستونکو ته وړاندي کوي.

دده په قول نورفرهنګیان هم که  دغه ډول د پوهانو لیکونه ولري ورته ښايي، چي د چاپ په ګېڼه يې وپسولي.

« د فرهنګي اشخاصو ترمنځ د لیکونو تبادله، ساتل اوبیا په کتابي بڼه خپرول ځکه مهم دي، چي په داسی لیکونو کي ډېرمهم موضوعات مطرح کیږي.

داکتاب ځکه یو غنیمت دی، چي دیوسیاسي، ادبي او ټولنیز شخصیت لخوا یو فرهنګي شخص ته پر بیلا بیلو موضوعګانو لیکونه لیږل سوي دي او هرلیک لوستونکي ته یوه نوې موضوع وړاندي کوي.»

د کندهار مجلې مسؤل مدیرمحمد نبي سلطاني وايي، دا ټول لیکونه يې تر کتابي چاپ له مخه ځکه ټ لوستي دي، چي دا هر لیک اول وار په کندهار مجله کي چاپ سوی او وروسته بیا په کتابي بڼه ادبي او علمي کهول ته وړاندي سوي دي.

سلطاني وايي، د لیکونو د لوستلو پرمهال لوستونکي له خورا نوي موضوعګانو سره مخامخ کیږي، چي په څو واري لوستلو ارزي.

« داد مرحوم عبدالرحیم هاتف لیکونه دي، چي په بیلا بیلو وختونو کي يې حاجي ظاهرجان څرک ته رالیږلي دي.

په دې لیکونو کي يې نه یوازي ددوی د حال اواحوال پوښتنه کړې ده، بلکي پر خورا ښو موضوعګانو معلومات وړاندي سوي دي.

زه خووایم نور لیکوالان هم که دغه ډول لیکونه ولري، نو چاپ او خپاره دي يې کړي.»

عبدالرحیم هاتف په ( ۱۹۲۶) عیسوي کال په کندهارکی زیږیدلی د کابل حبیبه لیسه ترفراغت وروسته دکابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي له لومړیو فارغانو څخه ؤ.

نوموړی په ولسي جرګه کي یوه دوره د کندهار دخلکو وکیل هم پاته سوی دی.

ښاغلی هاتف په شپږو ژبو( پښتو، پارسي، عربي، انګلیسي، اردو او هالنډي ) خبري او لیکل کولای سوای.

د کندهار اوکابل په علمي مجالسو کي يې ښه نوم درلود، یوشمیر ترجمې هم لري، چی له انګریزي او عربی ژبو يې ترجمه کړي دي.

دغه علمي څیره په ( ۲۰۱۳ ) کال په هالنډ کي وفات او هلته خاورو ته وسپارل سو.

2 COMMENTS

  1. مرحوم عبدالرحیم هاتف په ادبی او اقتصادی او سیاسی ډګر کی د ژور استعداد څښتن ؤ
    که د مجید سربلند د ویرانوونکی جادو تر اغېزی لاندی نه وای راغلی نو به تر پرون پوری د هیواد په کچه یو ډېر مطرح شخص وای او کولای ئې سوای د سولی او ټولنیز او حتی علمی سمون په لیاره کی ستر خدمتونه تر سره کی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب