شنبه, مې 11, 2024
Homeټولنیزهېښوونکې بریا | شمس الحق حیران

هېښوونکې بریا | شمس الحق حیران

بریالي او ګټونکي انسانان تر نورو بېل فکر لري. د ژوند هېڅ ناخواله او ستونزه یې د بري له زرینې لارې نشي راګرځولای. هغه ننګونې چې نورو ته د ځان پر وړاندې پراته خنډونه ښکاري دوی یې فرصتونه ګڼي. د بریالیو انسانانو نظر پر هغو بریاوو او فرصتونو ګنډلی وي چې نورو ته نه ښکاري. دوی د ژوند له ټولو لوړو ځوړو پند اخلي.

د بریا تر څلي غزېدلې او پر اغزیو پوښلې لاره په بشپړ هوډ سره وهي او مخ پر وړاندې درومي. د دا ډول کسانو ژوند لیک او د مبارزې کیسې مې ډېرې خوښېږي. په لوستلو، اورېدلو او اورولو مې یې د زړه تنده ماتېږي او د پسرلني نسیم د نازکو وږمو په څېر مې د بدن رګ، رګ کې نوې ساه پوکي. 


راځئ په دغه لیکنه کې مو د یو داسې هوډمن او مبارز انسان د بریاوو له کیسې خبر کړم چې پرون یې د سل ګونو انسانانو پر تندي د حیرانتیا خولې راماتې او د ډېرو له سترګو یې د شکرانې او هڅونې اوښکې وبهولې. 


پرون زموږ د کورنۍ او دوستانو لپاره یوه نه هېرېدونکې ورځ وه. داسې ورځ چې د لیدو په موخه مو یې ډېرې کړاوجنې شپې سبا او ډېرې سختې ورځ بېګاه کړې. پرون مې د پلارجان د کاکا زوی استاد ضیاءالحق حمیدي له څو کلن تاوجن انتظار وروسته د لېسانس له ویاړه ډکه چپنه په اوږو کړه. د نوموړي د لیسانس کیسه کومه عادي کیسه نه ده. دا چې ولې؟ راځئ تفصیل یې دلته ولولو: 


ښاغلی حمیدي صاحب لس کاله وړاندې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتون ته بریالی شو خو د کورنیو او اقتصادي مجبوریتونو له کبله یې پوهنتون پرېښود او ګاونډي هېواد ایران ته د مزدورۍ په موخه وخوځېد. پر تنکۍ ملا یې د سیمنټو درنې بورۍ ښکته پورته کړې، د اسمانڅکو ودانیو په لسم او شلمو پوړونو کې یې ١٦ ساعته درانه کارونه وکړل او د نمجنې ځمکې تل کې یې څاه ګانې او تونلونه وکیندل؛ خو د لوړو زده کړو لیدلی خوب یې هېڅکله هېر نکړ. کله یې چې د سبا بېګا د خوړو روپۍ وګټلې مور وطن افغانستان ته راوګرځېد. د ښوونکو د اعلان شویو بستونو په رقابتي ازموینه کې تر ګډون وروسته بریالی او د خپل کلي په نیږدې منځني ښوونځي کې استاد شو.

د تدریس تر څنګ یې سیدآباد ولسوالۍ کې دارالمعلمین ولوست او څوارلسم پاس شو. لایې د دغې بریا خواږه نه وو څکلي چې د ساړه مني په یو ماښام یې کلي کې د موټرسایکل د ټکر په پېښه کې ښۍ پښه بوټه ماته شوه. ډاکترانو يې د ماتې پښې هډوکو کې سیخونه تېر کړل او سړی څو میاشتې د ناروغۍ پر بستر پرېووت. د ګڼې کورنۍ نفقې، د سپين ږیري پلار ناروغۍ، د ستومانه مور هیلو او د وړو وروڼو زده کړې هغه مسایل وو چې د ټپي حميدي ذهن یې د ناروغۍ او دردونو پر بستر هم آرام ته نه پرېښود. خدای رحم وکړ، حمیدي یو ځل بیا د ګرځېدو راګرځېدو شو، موټر یې وپېرودلو او هره ورځ یې له تدریس وروسته د اٌنخي – سیدآباد او سیدآباد – غزني پر لاره ټکسي چلونه پیل کړه.

د ښاغلي حمیدي بیاځلي روغتیا او هڅو د نوموړي د کورنۍ له مړاوو زړونو د ناهیلیو ګرد وڅنډلو، د حمیدي د کورني او تحصیلي برخلیک نوې پاڼه وواښته، دویم خواریکښ ورور یې سیدالرحیم زهیر د غزني پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ ته لاره ومونده، درېیم ورور یې امین الحق حمیدي د قرآن کریم حافظ او تر دوولسم ټولګي یې زده کړې وکړې، څلورم ورور ابراهیم حمیدي یې د اٌنخي بازار کې د وړوکي کاروبار تر څنګ د لېسې تر دوولسم ټولګي راورسېد چې دا مهال کابل ښار کې د ژمنیو کورسونو په زده کړه بوخت دی او که خدای غوښتي وو کال وروسته به له ښاغلي امین الحق سره یو ځای د کابل پوهنتون یو تکړه زده کړیال وي. 


ضیاءالحق حمیدي د ژوند نوي پړاو ته ننووت، ځان یې له خپلې همېشنۍ هیلې (لوړو زده کړو) څخه یوازې څو ګامه لرې ولید. د تدریس او ټکسي چلونې تر څنګ یې د کابل ښار په ادراک خصوصي پوهنتون کې د کانکور ازموینه ورکړه، بریالی شو او د لیسانس په موخه یې د یاد پوهنتون په پښتو ادبیاتو پوهنځۍ کې نوم لیکنه وکړه. 


له ١٠٣ کیلومتره لرې واټن څخه هر ماذدیګر پوهنتون ته ځان رسونه، د شپې تر اتو بجو د پوهنتون زده کړې او د شپې تر ١١ یا ١٢ بجو وردګو ولایت کې بېرته خپل کور ته ځان رسونه او پر سبا یې د کلي ښوونځي کې د استادۍ سپېڅلې دنده مخ ته وړل به ښایي تاسو ته له باوره لرې پېښه ښکاره شي. ښاغلي حمیدي دغه معجزې ته ورته بریا ترلاسه کړه.

له ټولو امنیتي، اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ننګونو سره سره یې خپل خوب په حقیقت بدل کړ. نوموړی وایي: “دا چې زه د پوهنتون د شپې ټايم کې محصل وم نو ډېر کله به د خپل ولایت پر لاره د دولت او مخالفو ډلو تر منځ کېدونکو نښتو کې راګیر شوم، هره شېبه د دې امکان وو چې پر سر یا ټټر پر مرمۍ ولګېږم او یا مې موټر د سړک پر غاړه پر ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شي؛ خو له پاک رب مننه چې داسې کومه ناوړه پېښه رامنځ ته نه شوه”. حمیدي صاحب تېره ورځ د لیسانس د جشن لمانځغونډه کې خپله کږه خولۍ په داسې حال کې د شنه اسمان پر لور غوځار کړه چې برمیالې سترګې یې د ویاړنې او شکرانې له اوښکو ډکې وې. ویې ژړل، موسکی شو، تندی یې تریو کړ، پر ناستو وګړو تر یو ځغلند نظر وروسته یې د خاموش اسمان پر لوري وکتل او د حال په ژبه یې وویل:


“اسمانه! ستا په ګډون ډېرو انسانانو زما دا بریا ناشونې ګڼله، زما پر حال یې خندل او زما هڅې یې بابېزه ګڼلې خو نن له غبطې ډکو سترګو باندې زما د هېښوونکې بریا ننداره کولای شې. 


اسمانه! ته ګواه اوسه، که خدای مې د ژوند بېړۍ د مرګ کومي ته ورټېل نه وهله، یوه ورځ به د ماسټرۍ او دکتورا زرینې چپنې هم همداسې په اوږو کړم لکه نن مې چې د لیسانس چپنه په اوږو کړه.


اسمانه! ته ګواه اوسه چې زه به مبارزه کوم، زه به د یوې نمونه او لوستې کورنۍ بنسټګر او روزونکی جوړېږم، زه به نورو ته د بریا، ایثار او د محرومیت له تورو تیارو څخه د ښوونیز او اقتصادي پرمختګ ځلاندو ګوټونو ته د رسېدو درسونه ورکوم، زه به دا ثابتوم چې د کلي او ښار ترمنځ پراته عیني او ذهني واټنونه موږ د لوړو زده کړو او هر اړخیزې پرمختیا له یون څخه وروسته نشي پاتې کولای.


اسمانه! ته ګوه اوسه چې زما بروسه یوازې د کایناتو پر خالق جل جلاله ده او له هغه ستر ذات پرته مې د ژوند هېڅ ستونزه د دا ډول هېښوونکو بریاوو له ترلاسه کولو او پنځولو نشي راګرځولای”.

پای

د تاند د درنو چلوونکو د پام وړ،

لاندني دوه انځورونه د ښاغلي ضیاءالحق حمیدي دي څوک چې د دې کیسې اتل دی، مهرباني وکړئ له پورتنۍ لیکنې سره یو ځای یې خپاره کړئ.    

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب