شنبه, مې 18, 2024
Homeکالمونهسل ډالره او ۱۶سوه كاله | ډاکتر محب زغم

سل ډالره او ۱۶سوه كاله | ډاکتر محب زغم

۲۰۱۱ جون

تېره پنجشنبه ملګرو راته وويل، چې سبا به د منډې وهلو پر ځاى غره ته وخېژو. ما له كوچنيوالي په زړه كې دا ارمان لاره، چې د چهلستون مينار له نژدې وګورم؛ نو دې خبرې ته خورا خوشحاله شوم. زامن مې هم راسره شول. جمعه سهار په پينځه نيمو بجو سره وخوځېدو. د چهلستون د غره لوړې څوكې ته وختلو. چې بېرته راكښته شو، د مينار خوا ته ورغلو.

دغه استوانه شكله څلى له تورو تيږو داسې جوړ شوى، چې په قاعده كې يې محيط شپږ متره دى، ۱۲۰سانتۍ چې لوړېږي بيا يې محيط يو څه كمېږي، چې دوه متره نور لوړېږي بيا يې محيط نور هم كمېږي. اوس د څلى ۶-۷ متره پاتې دى، نوره برخه يې نړول شوې ده. لاندې د څلي شاوخوا ته د نړېدلې برخې تيږې تيت و پرك پرتې دي.

له تيږو سره داسې مساله كارول شوې ده، چې د چونې سپين خاپونه په كې ليدل كېږي او د اېرو په رنګ خاوره ورسره ګډه ده. لرغونپوهان وايي، چې دا څلى د كابل شاهانو په واكمنۍ كې، د شېردروازه د غره له دېواله سره هم مهال، يعنې نژدې شپاړس سوه كاله پخوا جوړ شوى و. د دوى په وينا دا په اصل كې د څار يا ترصد برج و، پيره دار به پرې ولاړ و، له لرې به يې د دښمن راتګ څاره. دغه څار برج يوازې نه و، بلكې دې ته ورته دوه نور برجونه هم د چهلستون د غره په دوو نورو ځايونو كې ودان وو، چې نښې يې اوس هم ليدلى شو.

خو هغه مينار چې ما يې په كوچنيوالي كې د ليدو هيله لرله، تر دې نژدې درې چنده يعنې شاوخوا  ۲۰ متره به لوړ و؛ خو اوس يې ايله ۶-۷ متره پاتې دي. زموږ د ځغاستې د يوه ملګري كور د چهلستون د غره له پاسه څلي ته نژدى و. ده وويل، چې موږ په كور كې پټ وو، د مينار شاوخوا ته د ټانك او توپ مرمۍ لګېدلې، يو وار سخت ګړزهار شو، چې بام ته وختو، وموليدل، چې مينار يې ويشتلى دى. د دې صحنې په ليدو سره داسې خپه شوو، لكه كوم عزيز، چې مو مړ وي.

زموږ بل ملګري كيسه وكړه، چې د تنظيمي جګړو پر مهال د جميعت يوه قومندان په ګذرګاه سيمه كې خپل ټانكيست ته وويل: دغه د چهلستون مينار به نه شې ويشتى.

هغه وويل: وبه يې ولم.

قومندان وويل: كه دې وويشت، سل ډالره دې وګټل.

ټانكيست يو ډز وكړ، د مينار له څنګه تېر شو، بل ډز يې وكړ، ونه لګېد. په څلورم يا پينځم ډز يې مينار وويشت. قومندان ورته له جيبه سل ډالري وايست او د شاباسۍ په ويلو سره يې وركړ.

د دې كيسې په اورېدو سره مې اوه كلن زوى رانه پوښتنه وكړه: پلاره! چا دغه مينار وران كړى؟

ومې ويل: مجاهدينو.

ويې ويل: مجاهدين كافرانو ته وايي كه مسلمانانو ته؟

ملګرو مې وخندل؛ خو حقيقت دا دى، چې زما اوه كلن زوى ته ګرانه ده، چې دا ومني، چې مسلمانانو به دغه مينار نړولى وي. هغه ګومان كوي، چې مسلمان به يوازې ښه كارونه كوي.

دغه څلى عجيبه تاريخ لري:

كابل شاهانو دغه څلى د دې لپاره جوړ كړى و، چې د شېردروازې دېواله د ساتنې لپاره د قراول كار ځنې واخلي. پيره دار به شاوخوا څاري كه كوم دښمن په نظر ورغى؛ نو د دېواله ساتونكي به خبروي، چې ځانونه دې دفاع ته چمتو كړي.

جالبه دا ده، چې د همدې دېواله له بېخه د جمعيت اسلامي قومندان د حزب اسلامي پر ضد، چې په چهلستون كې يې مورچل و، ډزونه كول او محض د ساعت تېرۍ لپاره يې خپل ټانكيست ته امر وكړ، چې څلى ووله. كه ما پر دې قومندان اسناد درلودى؛ نو د هغه نوم به مې هم افشا كاوه.

شپاړس سوه كلونو پر دې څلي خپل زور وازمويه، په خروارو واوره، باران او ږلۍ يې پرې واورولې، لوند يې كړ، كنګل يې كړ، وچ يې كړ، تند بادونه يې پرې ورخوشې كړل؛ خو څلى د افغانانو د غرور په څېر دنګ ولاړ و.

خو شپاړس سوه كاله وروسته يو سل ډالري نوټ له يوه خرڅ شوي وجدان سره لاس يو كوي او څلى په ملا كې ماتوي.

دغه څلى په خپل ويجاړ حالت كې يوازې نه دى، چې قبلې خوا ته ګوري، درې څلور سوه متره لرې د چهلستون ماڼۍ ړنګه پرته ده، همداسې چې لږ لرې نظر واچوي، درې څلور زره  متره لرې د دارالامان ماڼۍ هم په ورته برخليك اخته ده. خداى دې پر درې واړو ورحمېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب