پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+زمان په کیسه کې/اجمل پسرلی

زمان په کیسه کې/اجمل پسرلی

وروسته پیدا کېږي د زمان قدر

ځکه لکه تللې زمانه ولاړم

مرحوم پسرلی

وه نه وه په پخوانو زمانو کې یوه ښاپٍیرۍ وه، زبزبانه ښاپیرۍ….

دا هغه نکل دی چې یو وخت تر خوب مخکې مور راته تیراوه. ښایي د زمان اغیز به وي چې دا جملې مې دا دی لسیزې وروسته کټ مټ په ذهن کې شته او د همدغه تاثیر لپاره زموږ اکثر پخواني نکلونه په زمان پیلیږي.

د پخوانیو نکلونو زمان معین نه و. د اوسنیو اکثر داستانونو زمان ځانګړی او رښتونی وي. په دې معنا چې کله ناکله کیسه د ساعت په رنګ له یوې دوو له دوو دریو، له دریو څلورو ته ځي….. په دې ډول زمان منظم راځي، کله بیا تیره بیره زمانه رااخلي، خو اغاز او انجام بیا هم یو زماني پير رانغاړي. په تیره بیره زمانه کې ممکن د پیښې ډرامه زیاته احساس شي. په هغو لنډو کیسو کې چې په شیبه یا شیبو کې تکمیلیږي د زمان تیربیریدل سخته کیږي او زما تجربه دا ده چې کله ناممکنه شي.

داستان د یوه ویش له مخې په خپل داخل کې درې زمانې لري:

۱-د کرکټر زمان چې څومره وخت یې په کیسه کې ژوند کړی

۲-د پلاټ وخت چې د ټولې کیسې وخت رانغاړي په دې کې هغه زمانه هم شامله ده چې کرکټر پکې پخواني یادونه تازه کوي

۳- د لوستونکي زمان چې د لوستو په وخت د کیسې زمان ته ځیر کیږي

په کیسو کې دا مهمه ده چې یوه پیښه د اهمیت له پلوه په څومره وخت کې ختمه شي. کله چې فلم ګورو ښایي په دغه اهمیت ژر پوه شو. که چیرته په فلم کې یو څوک قتل کوي، شک هم لري چې څوک به یې وڅاري یا به پولیسو ته ووایي او بیا هم وینو چې له مقتول سره ایساریږي. په داسې حالت کې ممکن د فلم د لیدونکي زړه په تنګ شي چې دا کس څه ته انتظار دی باید ځای پریږدي.

د کیسو کرکټر هم همداسې دی که بیړه وي ژر به یې له صحنې لرې کوو. د کیسو په پيښو کې د مهمو پيښو ترمنځ د زماني واټن مراعاتول هم هنر دی. داسې نه شي چې په کابل کې د نویمې لسیزې د جګړو یو کرکټر په خوشال مېنه کې له خپل کوره سهار اته بجې راووځي بیا د دهمزنګ په سیمه کې په سبا ډزې پرې وشي. دلته له پرون سهاره تر سبا پورې څه شوي؟

کیسه لیکوال کولی شي چې دغه زماني تشه د یوې وړې خبرې له یادولو سره ډکه کړي، مثلا ولیکي: « د شپې په مخه کابل داسې غلی و چې څو ځله د کرړي په غږ له خوبه راویښ شوم، بالښت مې په غوږونو کیښود چې غږ یې ورک شي. نوې مې سترګې سره تللې وې چې د کارغه کاغ کاغ شو…..»

بله لاره ښایي دا وي چې دغه زماني خلا داسې ډکه کړو چې د پيښې له وخته زمانه او صحنه پيل کړو.

په عادي ژوند کې ښایي په دې تشه موده کې په زرګونو کارونه ترسره شوي وي، لکه د ډوډۍ خوراک، چای څښل، لاسونه وینځل، له چا سره خبرې کول، خوب کول، خوب لیدل، لمونځ کول، اودس کول، غیبت کول…..

کیدای شي چې له دغو او دې ته ورته شیانو یو یا څو شیان د زمان د تشي د ډکولو لپاره په کیسه کې ځای کړو، خو هغه څه به رااخلو چې له اصلي کیسې سره تړاو لري. که په پورتني یاد شوي مثال کې کرکټرونه د جهادي ډلو کسان وي نو ممکن ولیکو چې سړي اودس کاوه مطلب دا دی چې هر څه چې په کیسه کې ځاییو هغه باید له اصلي کرکټر او تر وسه وسه له ټولې کیسې سره ارتباط ولري زما چې ورته پام شوې دي زموږ ګڼ کیسه لیکوال د زماني تشې د ډکیدو لپاره بې ضرورته داسې شیانو ته په کیسه کې اشاره کوي چې له اصلي پیښې سره یا له کرکټر سره یې ارتباط کمزوری وي. که چیرته ممکنه وي دغه تشې په سیمبولونو هم ډکولی شو، په پورتني مثال کې کرړی او کارغه یاد شوې دي، له کرړي سړی بالښت پر غوږونو ږدي او دا خزنده په ادبیاتو کې د ښه بخت سیمبول ده که یې څوک پر ضد څه کوي خپل بخت په لته وهي. کرړی د دې سیمبول هم دی چې انسان له بلا ساتي، بل لور ته افریقایان بیا دا حشره د بدي دنخښه ګڼي. په پورتني مثال کې کارغه هم یاد شوی دی چې د بدبخت نښه ده او یو عام سیمبول دی.

کیسه واقعیت ته نژدې ده تکړه لیکوال هغه څه په کیسه کې یادوي چې د کیسې له اصلي پيښې سره تړلي وي، هرڅومره چې دغه تړاو ژور وي په همهغه اندازه کیسه هنري کیږي.

د دوو مهمو پیښو ترمنځ د زماني تشې د ډکیدو لپاره د پاراګراف بدلول هم مرسته کوي.

د داستان لیکوال کله ناکله مجبوره شي چې زړې زمانې ته ستون شي. نو له نوې پښې سره واټن زیات شي. په دې حالت کې کیسه لیکوال کولی شي چې تیره زمانه په مکالمه کې یاده کړي، یا کرکټر له ځان سره د خبرو پرمهال تیرې زمانې ته اشاره وکړي، یا یې تیر وخت په فکر کې راوګرځي. دا هم ممکنه ده چې کیسه لیکوال په لنډه تیره زمانه یاده کړي او په دې ډول تیرزمان له اوسني سره په کیسه کې غوټه کړي.

احساس د زمان د ساعت ستن کله ورو کوي کله تیزوي. که غم وي وخت نه تیریږي، که خوښي وی وخت په منډه درومي.

 زمان په کیسو کې له یوه پلوه دوه ډوله ویشلی شو:

 رښتونی زمان

 ذهني زمان

کله چې کیسه لیکوال په یو مخ کیسه کې ټول ژوند رانغاړي، د ذهني زمان زړی د لوستونکي په مغزو کې کري.

 تر ډيره بیا په تاریخي ناولونو کې زمان اوږدیږي او کیسه لیکوال مجبوریږي چې په رښتوني زمان ډيره تکیه وکړی.

په عادي ژوند کې چې کله کیسه کوو، وخت ډير ښه مراعاتوو، ټوپونه پکې نه وهو، مثلا وایو هسک مازدیګر موټر راغی، نجلۍ یې سپره کړه. لا مو د ماښام لمنځونه نه و کړي چې زنګ یې راغی چې په خیر رسیدلي یوو.

 په کیسو کې زموږ له ګڼو کیسه لیکوالو وخت ګډوډیږي. کله ناکله په یوه نیمه کیسه کې وخت سم نه ښکارې، دا نه معلومیږي چې دې کیسې څومره وخت نیولی دی. د دوو پیښو ترمنځ وخت هم کله ناکله زموږ له کیسه لیکواله ورک وي، یو نیم چې لږ ډيرې کیسې لیکي هغه بیا د پيښو ترمنځ واټن په داسې زمان ډکوي چې هغه مشخص نه دی، لکه، شیبه، لحظه، لږ وروسته، درنګ شیبه….

د زمان له پلوه زموږ د کیسو یو عیب دا دی چې د لیکلو په وخت مو ورته پام نه وي، لنډیږي، زموږ په کیسو کې زمان کله ناکله دومره لنډ شي چې په هغومره زمانه کې کرکټر وده نه شي کولی.

د یوه عمومي ویش له مخې وخت څلور ډوله دی، ساعت، کالهنداره، فصل، تاریخ.
ساعت ځانګړی احساس لېږدوي او د تلوسې په پنځولو کې مرسته کوي. په پولیسي کیسو کې چې اکثر یې د وخت د تیریدو لپاره لیکل کیږي منظم ساعت تلوسه ایجادوي، غل مخته وي، پولیس ورپسې وي، غل له تیارې استفاده کوي پټیږي. وروسته چې رڼا شي بیا د پولیس بخت بیداره شي.

د جنتري له زمان څخه مطلب کال، میاشت او ورځ ده چې د اونۍ ځانګړې ورځ او د میاشتې یو مشخص وخت هم له  داستاني اړخه اهمیت پکې پیدا کوي. د جنتري وخت مو له اجتماعي حالته خبروي. لکه، اختر، د بیرغ ورځ، نوروز، جشن……

په لږ اوږدو کیسو کې فصلونه اوښتلی شي خو په داسې لنډو کیسو کې لکه زه چې یې لیکم دا ډول اوږده زمانه لږ ځاییدلای شي چې منی او ژمی، یا پسرلی او اوړی یو ځای پکې راشي.

فصل درې میاشتې زمانه رانغاړي او هوا پکې بدلیږي دغه بدلون خپل رواني اغیز شیندي.

پسرلی د  پیدایښت سیمبول دی، اوړی د ځواني، مني د تیر عمر او ژمی د مرګ. دا فصلونه بیا هر یو خپل رنګ لري، هر رنګ بیله معنا حتی ضد او نقیض معناوې، د بیلګې لپاره که د مني زیړ رنګ راواخلم، نو د خوښۍ، خوشالۍ، خوشبینۍ، تخیل، هیلې، لمر، اوړي، سره زر، حسادت، ناروغۍ، ویرې، ملګرتیا، بې ایمانۍ….معناوې په خپله غیږه کې رانغاړي.« فرعونانو به له زیړ رنګه په خپلو اهرامونو او کورونو کې ډیره استفاده کوله. داسې ویل کیږي چې فرعونانو به د درملنې لپاره دا رنګ کاراوه» ۱

د زیړ رنګ معناوې په کلچرونو کې هم ممکن سره بیلې وي مثلا په هند کې زیړ رنګ د خوښۍ او خوشالۍ رنګ دی او په وروستۍ تقریبا یوې پیړۍ کې په هندي ادبیاتو کې دا رنګ د شتمنۍ په معنا استعمال شوی دی، ښایي علت به یې دا وي چې زیړ رنګ د هندي خوړو رنګ دی او په تیرو څو لسیزو کې د هند ولس چې ډیر نفوس لري خوار وو نو په دې ډول یې د شتمنۍ مفهوم خپل کړی وي. یا ممکن دغه معنا نوې نه وي زړه وي، ځکه چې لومړنیو انسانانو وروسته تر دې د زیړ لمرعبادت ته مخه کړه چې له لمر سره اشنا شول، دوی وپوهیدل چې لمر دوی ته خواړه ورکوي.

زموږ په کلتور کې زیړ دوه متضادې معناوې لري، د ناوې په جامو کې زیړ رنګ جامې نه ږدو چې د بیلتون معنا لري خو کله چې مسافر په سفر ځي ورته وایو، په مخه دې زیړي ګلونه چې دلته بیا زیړ د رنایي په معنا راځي.

که په کیسه کې یو فصل یادوو یا د یوه فصل یو رنګ په تحلیلي کیسه کې رااخلو ښه ده چې له اصلي کیسې سره یې معنا ته دقت وکړو. ډیر کله د سیمبولونو په برخه کې نا بلده لیکوال دا پوښتنه کوي چې په دې دومره معناو کې به نو څوک څه پوهیږي چې له دې رنګه یا له دې شي څخه مطلب څه دی؟

دا ساینسي پوښتنه ده چې په هنر کې د مشخص هدف په لټه پسې ګرځو، خو که چیرته یوې کیسې ته ځير شو له محتوا او د سیمبولونو له نښو څخه مطلب اخیستلی شو.

د زیړ رنګ له مثال څخه مې مطلب دا دی چې د کیسې عناصر لکه د زنځیر کړۍ سره تړلي دي او د یوه فصل زمان مو کومو کومو زمانو ته په خیال او تصور کې بیولی شي.

بل لور ته په کیسو کې باید زمان له اصلي پیښې سره سم انتخاب شي. که چیرته فصل بدلیږي د کرکټر د بدلیدو امکانات ورسره زیاتیږي د اوړي او ژمي کرکټر خو لومړی له ظاهري اړخه د جامو په خاطر بدل دی او په ذهني لحاظ هم د اوړي په تناسب د نسبتا ژور تغییر وړ دی.

میاشتې خپل کمالونه لري، زموږ په کلتور کې د روژې میاشت ځانګړې ده، د وري میاشت چې نوروز لري ممکن په کیسه کې خاص اهمیت ولري او په خپله حمل د دې لپاره چې نوی کال دی خپل اهمیت لري، د میاشتو ځیني نومونه د ظاهري معنا له پلوه خپل اغیز شیندي لکه د سرطان میاشت، د میزان میاشت، د لړم میاشت…

هغه کسان چې فال ګوري نو فالبین ورته وایي چې په کومه میاشت کې زیږیدلی یې. د هرې میاشتې بیلې ځانګړتیاوې دي، زما مطلب دا نه دی چې د فالبین په څير قالبي خصوصیات په کرکټر کې پيدا کړو، خو لیکوال چې کله د یوې میاشتې د هوا له مخې چاپیریال انځوروي همهغه وضعیت په خپله رواني اغیز شیندي، لکه د واورې ماښام، د لړې سهار، د باران شپه….

د اونیو په ورځو کې افغانانو ته ښایي جمعه په کیسه کې ځانګړی اهمیت ولري، شنبې د دې لپاره په افغانستان کې اهمیت لري چې د اونۍ د پيل ورځ ده، په اروپایي هیوادو کې شنبې او یکشنبې په هغو کیسو کې ډيرې یادیږي چې لوبې، میلې او میلمستیاوې پکې وي، د لومړني عشق زمان هم ډير کله همدا د اونۍ د پای ورځې وي. د دوشنبې په ورځ که چیرته په کیسه کې مامور لرو نو ممکن خپه وي ځکه چې د اونۍ د کار لومړۍ ورځ یې ده. په پراګ کې د ( چې سو بې) په نوم په یوه بانک کې حساب لرم. د دوشنبې ورځ زما د رخصتي ورځ ده په دې ورځ چې بانک ته ورځم یو پخوانی مامور دی سلام کلام سره لرو نو چې کله پوښتنه ترې کوم چې ښه یې؟ دی تل په ترخه مسکا همدا ځواب راکوي دوشنبې ده نو څرنګه به یم. همدا دوشنبې که چیرته د مامور د کار د پیلیدو لومړۍ ورځ وي بیا کیدای شي چې دا ورځ د خوښۍ وي.

د اونۍ ورځې که دغسې ځانګړی ارتباط ونه لري غوره ده چې په داستان کې یادې نه شي. بل لور ته که په داستان کې هرڅومره زمان مشخص شي صحنه ډيره د لوستونکي سترګو ته دریږي، که ولیکو د اونۍ په اخره کې کابل ته ولاړ غوره ده چې ورځ یاده کړو او ولیکو د جمعې په ورځ کابل ته ورسید.

ورځ یا په مستقیم ډول یادولی شو، مثلا لمر راختلی و، شپه بیا د سپوږمۍ یا د تروږمۍ له یادولو سره بیانولی شو، د دې لپاره چې د شپې دغه دوې لویې نښي تکرار نه شي په بیلا بیلو ډولونو شپه او ورځ په داستان کې انځوریدلی شي، مثلا ولیکو، سم نه راښکاریدو، چې رانږدې شو څراغ مې ولګاوه؛ دا شپه ده. که چیرته لیکو مرغۍ په ونه کې کښیناسته چې زه یې ولیدم والوته؛ دا ورځ شوه. دا بیا بیل بحث دی چې څراغ، ونه او  مرغۍ باید د کیسې برخه وي چې یادیږي.

داسې ښکارې چې شپه او ورځ دوه بیلې نړۍ دي. څیړنې ښیي چې پر ژویو د شپې او ورځې بیولوژيکي اثرات بدل وي. د شپې او ورځې ترمنځ  تضاد د ژوند او مرګ، رڼا او تیارې او شعوري او لاشعوري حالت سره برابر ګڼل شوی دی.

د ورځې پيلامه د نوي ژوند، تازه اغاز، امکاناتو، هیلو، فرصتونو استازیتوب کوي. همداراز د فعالیت سیمبول دی. شپه بیا د مرګ، د ژوند د انجام سیمبول ده. د شپې تیاره بیا د رازونو خزانه ده. په ورته وخت کې شپه یوازې د بدیو نښه نه ده. د استراحت زمانه ده او د بې ګناهۍ سیمبول ده.

داسې ښکارې چې پر انسانانو د شپې او ورځې بیولوژيکي اثرات شته. اکثر تیري کوونکي مخلوقات د ورځې غلي وي او د شپې فعاله وي. که چیرته په داستان کې شپه او ورځ د دغسې رواني اثراتو په رڼا کې انتخاب شي پرته له څه شکه چې پر لوستونکي خپل جادویي اغیز پرځای پریږدي حتی که هغه په دغه رواني اړخ له علمي نظره خبر هم نه وي.

د فصلونو په برخه کې پسرلی د بوټو له زرغونیدو سره یادولی شو، مثلا ولیکو چې ونو غوټۍ کړې وې، منی د پاڼو له رژیدو سره، ژمی د واورې له وریدو سره، اوړی له خولو سره. خو سوال دا دی چې فصلونه ولې په کیسه کې یاد کړو؟

که چیرته له اصلي پيښې او کرکټر سره فصلونه ژور ارتباط لري د کیسې جزء کیږي کنه پر کیسې باریږي.

زمان له جامو هم پیژندلی شو، لنډ لستوڼي په ژمي څوک نه اغونځي او بالاپوش په اوړې کې. ګومان کوم هرڅومره چې زمان ډول ډول په کیسو کې یادوو همهغومره یې ښایسته کولی شو، خو که چیرته طبیعت په کیسه کې اصلي شی نه وي زمان ښایي په منډو شي.

هنر عجیب شی دی، په چوکاټونو کې یې راګیر کولی هم نه شو، کله ناکله د ګلونو په پټیو کې جسد د تضاد په مټ تر دې ډير تاثیر کوي چې مړی په شګلنه مځکه کې پيدا شي. خو  که هر زمان په کیسه کې یادیږي رواني اړخ ته که یې پام وشي پرته له څه شکه چې اغیز شیندي.

په کیسو کې مکالمه چې اصلي دنده یې د پیښو پرمختګ دی، د زمان په برخه کې هم مرسته کولی شي، مثلا یو کرکټر ووایي، اوس ناوخته دی دفترونه نور بند دي سبا سهار به بیا زه زنګ ورته ووهم. له دې پوهیږو چې مازدیګر دی.

په هغه ډول کیسو کې چې زه یې لیکم په یوه حرکت هم ممکن زمان بدل کړو، خو که چیرته کیسه اوږده وي دغه حرکات باید زیات شي.

کله ناکله په ناول کې لیکوال مجبوره شي چې یو زمان وخوري. کره کتونکي په دې باور دي چې غوره ده چې کیسه لیکوال له خپل لوستونکي سره صادق وي او په ناول کې ولیکي چې درې کاله وروسته اتل کابل ته ولاړ خو دا درې کاله وروسته د کیسې په منځ کې ښایي ښه نه وي او د یوه نوي فصل په پیل کې بهتره وي. البته وروسته تر درې کاله د کرکټر تغییر شرط دی.

په ځینو اروپایي ناولونو کې ډير کله بیخي دقیق وخت لیکي مثلا لیکي درې کاله وروسته د ۲۰۲۲ کال د جنوري اتلسمه. د دې لپاره چې زموږ په ټولنه کې وخت لا هم ډير دقیق نه دی. کلیزې اکثر خلک نه لمانځي د ماشومانو د زیږون نیټه ډيرو ته معلومه نه وي نو که ځانګړې ورځ ونه لیکو یوازې دا هم ولیکو چې درې کاله وروسته ښایي له خپل لوستونکي سره په دې ډول رښتیني واوسو، دلته دا یادونه ښایي ښه وي چې دغه د زمان خوړل ډير کله لوستونکی د کیسې له تسلسله باسي نو په نوي فصل کې پکار ده چې تلوسه یو څه ګړندۍ شي چې لوستونکی جذب کړي. په ورته وخت کې په دې نوي فصل کې پکار ده چې تیرې زمانې ته هم اشاره او اشارې وشي چې د لوستونکي ذهن له تیرو پیښو سره تړلی پاتې شي.

لیکوالي انتخابي ده، یعني د یوه زمان یوه برخه یا د یوې زمانې څو برخې یا د یوې برخې برخه ان شیبه لیکوال په داستان کې رااخلي، خو که شیبه وي، که اوږده زمانه وي باید داسې په هنر رااخیستل شوې وي چې لوستونکی داسې احساس کړي چې له رښتوني زمان سره مخامخ دی نه له داستاني زمان سره.

د کیسو زمان د اصلي ژوند د زمان په څير نه دی، موږ په یوه ناول کې چې په څو ساعتونو کې یې لوستلی شو د یوې پيړۍ خبرې ممکن ځای کړو.

په لاتیني ژبه کې یوه وینا ده چې وایي:« په ادبیاتو کې زمان الوځي».

  • جودي محمد حسین، تاریخ الازیا القدیمه ط ۱، عمان، دارصفاء للطباعة و النشر ۱۹۹۷، ج ۱، ص ۴۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب