چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ څرخکه ورکه شوه؛ د جنرال او افسرانو برخلیک...

د پاکستان د پوځ څرخکه ورکه شوه؛ د جنرال او افسرانو برخلیک نامعلوم

د پاکستان د پوځ یوه څرخکه چې له بلوچستان څخه کراچۍ ته روانه وه، له پنځو ساعتونو راهیسې ورکه شوې او هېڅ درک یې نه معلومیږي. 

د پوځ د اطلاعاتو څانګې (آی اېس پي آر) په یوه ټویټ کې د څرخکې ورکېدل تایید کړي او پاکستاني رسنۍ وایي چې په څرخکه کې د کوېټې د قول اردو قوماندان ډګر جنرال سرفراز علي په شمول ۶ کسان سپاره ول.

وېره شته چې په پېښه کې د پاکستان د پوځ افسران هلاک شوي وي. 

د پاکستان پوځ چې تر ډېره د کرایې پوځ په نامه مشهور دی، په سیمه کې د پښتنو او بلوچو په تښتولو، شکنجه کولو او وژلو تورن دی او د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي ادعا کوي چې د هغوی ملګري یې په ګڼو مواردو کې له الوتکو څخه ژوندي راغورځولي دي. 

ویل کیږي چې د پاکستان پوځ چې پنجابیان یې پاک آرمي بولي، تېر کال په خړ کمر سیمه کې د پښتنو مبارزینو په یوه سوله ییز لاریون باندې مخامخ ډزې وکړې او څو کسان یې ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب