دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپر کابل د امریکايي ډرون د برید تایید؛ مجاهد: د‌ داسې کړنو...

پر کابل د امریکايي ډرون د برید تایید؛ مجاهد: د‌ داسې کړنو تکرار شته فرصتونو ته زيان اړوي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) ‏‏‏په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل ښار کې د امریکا متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې پرونی برید تاييد او پر وړاندې یې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

امريکا متحده ايالاتو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب