کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه
لیکوال: هنري هنډرسن
ژباړه: رحمت شاه فراز
اتمه برخه
معلول وګړي او کمپیوټرپوهنه
پرهغو وګړو چې د لید، اورېدنې یا حرکت په څېر معلولیتونه لري، د شخصي کمپیوټر تاثیر جوت خو متنوع دی. کمپیوټرونه له معلولو کسانو سره په اړیکو نیولو او له خپل چاپېریال سره په تعامل کولو کې مرسته کولی او په دې ډول لا زیات د دې وړتیا ور بښلی شي چې کار وکړي او د ټولنې په مهمه برخه کې ژوند وکړي. بل خوا، په ورته وخت کې د کمپیوټري ټکنالوژۍ بدلونونه، که اصلاح نه شي، ممکن ځینې معلول وګړي په یوه داسې ټولنه کې له بشپړ شراکت نه بې برخې کړي چېرې چې کمپیوټر ته لاسرسی او کمپیوټري مهارتونه تر بل هر شي ډېر لومړیتوب لري.
کمپیوټر د وړتیابښونکي په توګه
کمپیوټرونه د معلولو اشخاصو لپاره زیاتې ګټې درلودلی شي. متن په وینا اړوونکي پوستغالي له نابینا وګړو سره د انلاین اسنادو په لوست کې مرسته کولی شي. (د سکینر په مرسته، چاپ مواد هم په کمپیوټر کې درج کېدای او په لوړ غږ لوستل کېدای شي.) د کمزوري لید کسان کولی شي چې له هغو پوستغالو ګټه واخلي چې متن په لویو فونټونو کې ښيي او یا د سکرین محتویات په غټ شکل ښيي. دغه راز، متن په بریل ډول هم چاپولی شو او په دې سربېره، ړانده او د اورېدو له پلوه معلول کسان اوسمهال د خپلو ارتباطي اړتیاوو لپاره د برېښنالیک او چټکو پیغامونو له پوستغالو څخه هم ګټه اخیستلی شي او د زړو او پېچلو ټیلي ټایپ (TTY او TTD) سیسټمونو ځای همدې پوستغالو ته پرېښودلی شي. کومو کسانو چې د سټیفن هاکنګ سیمینارونه لیدلي دي، هغوی په دې خبر دي، چې ان هغه کسان هم چې یوازې خپل سر او ګوتې خوځولی شي، کولی شي چې متن درج کړي او بیا دغه متن په یوه غږیزه اله ولولي. د دې ترڅنګ، د جوړه يي سترګو د خوځېدو په برخه کې شوي پرمختګونه (او ان د مغزي څپو پیټرنونه) کمپیوټري سیسټمونو او روبوټپوهنې ته دا هیله وربښي چې ان په بشپړ ډول معلول وګړي به هم په راتلونکي کې تر ډېره په خپل ځان بسیا وګړي وي.
ننګونې
له بده مرغه، د کمپیوټري ټکنالوژۍ بدلونونه د معلولو کسانو لپاره یو لړ ستونزې هم منځته راوړلی شي. تر ټولو لویه ستونزه هغه مهال راپورته شوه چې کله د متني عامل سیسټمونو لکه MS-DOS ځای، مایکروسافټ وینډوز او میکنټاش په څېر عامل سیسټمونو ونیوه، چې د ګرافیکي ایکنونو او د سکرین په مخ په ابجکټونو باندې د عملیو د سرته رسولو په اساس ډیزاین شوي دي. حال دا چې په پخوانيو سیسټمونو کې متني کمانډونه او اؤټپوټ ډېر په اسانه د یوه نابینا لپاره په غږیزه بڼه بدلون موندلی شوی، خو وینډوز سیسټم کې هر څه، ان متن هم، په ګرافیکي ډول وړاندې کېږي. که څه هم د دې امکان به وي چې یو داسې پوستغالی په عامل سیسټم کې ځای په ځای شي، چې د وینډوز دننه شته متن په لوړ غږ ولولي، خو د یوه ړانده شخص لپاره د سکرین په مخ د ابجکټونو لټول، کلیک کول، راښکل او یا په ابجکټونو باندې د عملیو لپاره بدیل لارې رامنځته کول تر دې هم ډېر ستونزمن کار کېدای شي او تر دې دمه هېڅ داسې سیسټماټیکه او منسجمه اسانتیا نه لیدل کېږي چې یو ړوند شخص دې د بینا شخص په توګه ګټه ترې واخلي، خو اوس، اوس مایکروسافټ او د عامل سیسټمونو نورو تولیدوونکو د خپلو تولیداتو په اوسنیو نسخو کې د «اکسیسبیلیټي» یو شمېر ځانګړنې اضافه کړې، چې یو مثال يې د سکرین غټول دي.
د نړیوال جال وده هم د نابینا معلولینو مخې ته ګڼ پرابلمونه ږدي، ځکه چې اکثره وېبپاڼې د لټون او پلټنې لپاره له ګرافیکي بټنونو استفاده کوي. خو داخلي پوستغالي (plug-ins) بیا کولی شي چې په سکرین باندې د لټون او پلټنې لپاره صوتي لارښوونې وړاندې کړي. ویب پرانیستونکي چې معمولاً د فونټونو د تنظیم په برخه کې یو څه نرمښت مني، خو ځینې نوي فیچرونه له ګټه اخیستونکي څخه د فونټ د کنټرول یاده وړتیا هم اخیستلی شي.
دا چې اکثره کمپیوټري سیسټمونه نن ورځ ګرافیکي انټرفیسونه استعمالوي، نو دې انټرفیسونو ته د مؤثر لاسرسي په مساعدولو کې پاتې راتلل ممکن نابینا او د لید له پلوه معلول وګړي له کاري فرصتونو محروم کاندي. په ورته وخت کې کمپیوټري صنعت، تعلیمي ادارې او کاري ځایونه د معلولو امریکایانو د قانون تر سیوري لاندې له یو لړ چیلنجونو سره هم مخ دي. د یاد قانون په اساس، عامه او کاري اسانتیاوې باید معلولو وګړو ته هم د لاسرسي وړ وګرځول شي، چې په دې لړ کې د ټکنالوژي لپاره د همکارۍ د قانون له مخې، د اکسیسبیلیټي د بهترۍ په موخه د اساسي ټکنالوژۍ استعمال ته د ودې په خاطر له ځینو ایالتونو سره مالي مرستې هم شوې دي.
اضافي لوستونه
1- Adaptive Computer Products. Available online. URL: http://www.makoa.org/computers.htm. Accessed July 9, 2007.
2- Better Living through Technology. Available online. URL: http://www.bltt.org/. Accessed July 9, 2007.
3- Gnome [Linux]. Accessibility Project. Available online. URL:http://developer.gnome.org/projects/gap/. Accessed July 9, 2007.
4- Microsoft Accessibility. Available online. URL: http://www.microsoft.com/enable/default.aspx. Accessed July 9, 2007.
5- Slatin, John M., and Sharron Rush. Maximum Accessibility: Making Your Web Site More Usable for Everyone. Boston: Addison-Wesley Professional, 2003.
6- Thatcher, Jim, et al. Web Accessibility: Web Standards and Regulatory Compliance. New York: Springer, 2006.
7- Vanderheiden, Gregg C. Making Software More Accessible for People with Disabilities. Collingdale, Penn.: Diane Pub. Co., 2004