دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+برېښنايي حکومتولي

برېښنايي حکومتولي

کتاب: سیاست، ټولنه او کمپیوټرپوهنه

لیکوال: هنري هنډرسن

ژباړه: رحمت شاه فراز

نهمه برخه

برېښنايي حکومتولي

کټ مټ هماغسې چې معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي د تجارت د مدیریت او کنټرول پر څرنګوالي پراخه اغېز شیندلی، په هماغه ډول حکومتولي هم په هره برخه کې ترې متاثره شوې. د برېښنايي حکومتولي (یا electronic government) اصطلاح په ټوله کې په حکومتولي کې راغلیو تحولاتو او په څه ډول چې دولتونه د کمپیوټر له بېلا بېلو اپلیکیشنونو استفاده کوي (یا ممکن استفاده ترې وکړي)، د لیدنې او ځیرنې یو طرز دی.

په حکومتولي کې د معلوماتي ټکنالوژۍ استعمال په ځان کې د دولتي ارګانونو ترمنځ په داخلي اړیکو کې بدلونونه، تر عامو وګړو پورې د خدماتو رسولو په څرنګوالي کې بدلونونه او له یوه ارګان سره د عام ولس د تعامل په خاطر د نوو لارو چارو ایجادول، رانغاړي.

په داخل کې دولتي ارګانونه هم تر ډېره پورې د شخصي شرکتونو په څېر د معلوماتو د مدیریت او له نورو سره د دې معلوماتو د شریکولو اړتیاوې لري، خو دولتي ارګانونه ممکن داسې معلوماتي سیسټمونه وکاروي چې د پېچلو او ځانګړو مقرارتو تر چتر لاندې د فعالیت جوګه وي، فرق نه کوي که دغه مقررات د ارګان د مدیرانو لپاره وي او یا د نورو لپاره. بل خوا، د دولتونو د خپلواکۍ او مسؤلیت منلو معیارونه هم معمولاً د شخصي سازمانونو له معیارونو مختلف هم وي او د هغو په پرتله سخت هم وي.

د برېښنايي حکومتولۍ لوی تمرکز پر دې دی چې د خپلو ارګانونو شتون ته په نړیوال جال باندې پراختیا ورکړي او دولتي وېبپاڼې لا مفیدې کړي، چې په دې پاڼو کې د مقرراتو یا د نورو پېچلو معلوماتو لنډیزونه، د انلاین همکارۍ زمینه مساعدول، د مالیې یا نورو برېښنايي تادیو اجازه ورکول او د Social Security  یا Medicare په څېر پوستغالو د استعمالولو په خاطر د خلکو لاسنیوی راتلی شي. هلته چې مراجیعن باید په فزیکي ډول دفتر ته سر ورښکاره کړي، کمپیوټري سیسټم کولی شي چې د هغوی لپاره د لیدنو وخت نیول اسانه او په دې ډول په لیکه کې د انتظار وخت يې کم کړي (چې اوسمهال د موټرونو ګڼ دولتي ارګانونه دغه اسانتیاوې لري.)

د برېښنايي حکومتولي تطبیق

د پېچلو معلوماتي سیسټمونو او اوسنیو ډاینامیکو ویب پاڼو د سمبالښت په خاطر په اړینو مهارتونو د سمبال کارمندانو لاسته راتلل اسانه خبره نه ده. د دولتي ګمارنو پروسه تر ډېره بریده بې نظمه او بدلېدونکو ضرورتونو ته د غبرګون لپاره ډېره سسته وي او اکثره وختونه حکومتونه له شخصي سکتور سره په سیالۍ کې لاس و ګرېوان وي، ځکه چې شخصي سکتور لوړو استعدادونو ته ښایسته لوړ معاشونه ورکولی شي.

په زیاترو قضیو کې د جامع برېښنايي حکومتولي تطبیق د دې غوښتنه کوي چې د یوه ارګان پر اهدافو او لومړیتوبونو بیا کتنه وشي. په دې سربېره، د انټرنټي کلچر او بیوروکراسیو ترمنځ هم یو کشمکش روان دی، ځکه انټرنټي کلچر پر دې څرخي چې معلومات تر دودیزو پولو هاخوا ته انتقال ومومي او بیوروکراسۍ بیا دا تمایل لري چې معلومات تر خپل ځان پورې محدود او په مرکزي بڼه کنټرول کړي. په دې ټولو خبرو سربېره هم، ان بې له دې چې د ارګانونو د چلښت په څرنګوالي کې بنسټي بدلون راشي، د یوه مرکزي پورټل په توسط عام ولس ته د معلوماتو رسولو په برخه کې هم پاموړ پرمختګ شوی ، چې دغه پورټل اوس USA.gov او پخوا FirstGov نومېده.

یو ځل چې یو خدمت وړاندې شي، له هغه وروسته باید پرمختګ وکړي، نو یوې خواته که یو شمېر خدمات (مثلاً د مالیاتو برېښنايي تادیه) د خپلې اسانتیا له کبله پرمختګ کولی شي، بل خوا یو شمېر خدمات بیا ډېر زیات ګونګ وي او یا ممکن د ټولنې یوازې یوې کمکۍ برخې ته ګټه ورسوي.

ټولنیز او سیاسي اثرات

د هارټ ټیټر یوې څېړنې وموندله چې د څېړنې ګډونوالو د برېښنايي حکومتولي تر ټولو لویه فایده دا ګڼله چې د حکومت مسؤلیت-مننه ورسره زیاتېږي؛ دوهمه ګټه يې معلوماتو ته پراخه لاسرسی وښوده؛ او شاید هیښوونکي به نه وي چې اسانتیا يې دریمه ګټه وه.

د برېښنايي حکومتولۍ د غورځنګونو یو انتقاد دا دی چې په دې ډول حکومتولي کې د مرکزي همغږۍ او هم آهنګۍ نشت لیدل کېږي او دغه ډول حکومتولي ممکن په داسې ډول تطبیق شي چې دا پکې په پام کې نه وي نیول شوي چې یو ارګان دې ته هم ضرورت لري چې له ټولو ښاریانو سره یو شان، باثباته او بې پرې چلند وکړي. مثلاً، که یو ارګان خپلې سرچینې د خپلې ویبپاڼې په جوړولو مصرف کړي، نو هغه خلک چې انلاین نړۍ ته لاسرسی نه لري، ممکن ګومان وکړي چې د «دوهمې طبقې» خدمتونه ور رسېږي. په تېره بیا د بدمرغۍ ځای دا دی چې له انټرنټ سره ناتړلي وګړي اکثره په داسې بې وزله او منزوي ټولنو کې ژوند کوي چې دولتي خدماتو ته تر ټولو زیات اړمن وي.

د شخصي تجارتونو په څېر، د انلاین حریم په برخه کې هم مهم مسایل موجود دي. هغه معلومات چې په ډیجټیل توګه غونډ شوي وي، په اسانه نورو ارګانونو ته انتقالېدلی او ان په شخصي شرکتونو پلورل کېدای شي (مثلاً په ځینو ایالتونو کې د DMV معلوماتو قضیه ښودلی شو.) په دې اساس د حریم واضح او جامع پالیسۍ جوړول هم ډېر زیات مهم دي.

په دې سربېره، هغه څه باید شخصي وساتل شي چې خلک يې په شخصي ډول ساتل غواړي او دولتي ارګانونه باید هغه معلومات هم تهیه کړي چې عامه مسؤلیت مننه باوري کوي. د دولتي ارګانونو له خوا غونډ شوي معلومات تر ډېره پورې د معلوماتو ازادۍ د قانون په اساس غونډېږي او یاد قانون دا لازموي چې ډیټا باید په داسې فارمټ کې چمتو شي چې د پوهېدو او لاسرسي وړ وي.

اضافي لوستونه

1- Briefing Book Outline: E-Government. Advisory Committee to the Congressional Internet Caucus. Available online. URL: http://www.netcaucus.org/books/egov2001/. Accessed September 18, 2007.

2- Center for Technology in Government. Available online. URL:http://www.ctg.albany.edu. Accessed September 18, 2007.

3- Cordella, Antonio. “E-Government: Towards the E-bureaucratic Form?” Journal of Information Technology 22 (2007): pp. 265– 274.

4- Government Computerization (Open Directory). Available online. URL:http://www.dmoz.org/Society/ Issues/ Science_and_Technology/Computers/Government_Computerization/. Accessed September 18, 2007.

5- LaVigne, Mark. “E-Government: Creating Tools of the Trade.” Available online. URL: http://www.netcaucus.org/books/ egov2001/pdf/e-govt.pdf. Accessed September 18, 2007.

6- Rosencrance, Linda. “User Satisfaction with Federal Government Web Sites down Slightly.” Computerworld, September 18, 2007. Available online. URL: http://www.computerworld.com/action/article.do?command=viewArticleBasic&articleId=9037079. Accessed September 18, 2007.

7- USA.gov: “Government Made Easy” [Official U.S. Government Portal]. Available online. URL: http://www.usa.gov/. Accessed September 18, 2007.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب