دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا ولسمشر په کابل کې د القاعده د مشر الظواهري د...

د امریکا ولسمشر په کابل کې د القاعده د مشر الظواهري د وژلو اعلان وکړ

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) ‏‏‏د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري د وژلو اعلان وکړ.

نوموړي په یوه وينا کې وويل، چې الظواهري کابل ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره تللی و.

د امریکايي ولسمشر په خبره، په یاد شوي برید کې د الظواهري کورنۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د الظواهري د وژل کیدو له تایید پرته د دغه برید پر وړاندې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب