دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد الظواهري وژل کیدل؛ په نښه شوی کور د سراج الدين حقاني...

د الظواهري وژل کیدل؛ په نښه شوی کور د سراج الدين حقاني مېلمستون و

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) ‏‏ په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو ځينې نور اړخونه په ډاګه شوي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې، چې الظواهري د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په شخصي مېلمستون کې وژل شوی.

هغه ويلي:« دوه احتماله شته، يا خو حقاني د پاکستان په منځګړتوب امریکا ته د الظواهري ادرس ورکړی او په بدل کې ېې تور لیست نه وتل غواړي او يا دا چې امريکا حقاني سره بيرته ورانیږي او هغه له همدې وېرې له دغه برید وروسته د يوه لوی ولسي کاروان په ملتیا لوګر او د لوېې پکتيا نورو ولايتونو ته، چې د ده پلویان پکې دي، په سفر وتی، څو د خلکو په لوی کاروان کې د وژل کیدو له ګواښ څخه وژغورل شي.»

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن بېګا ناوخته د القاعدې شبکې د مشر د وژل کیدو د اعلان پر مهال وويل، چې الظواهري کابل ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره تللی و.

د امریکايي ولسمشر په خبره، په یاد شوي برید کې د الظواهري کورنۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د الظواهري د وژل کیدو له تایید پرته پرون ناوخته د دغه برید پر وړاندې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

2 COMMENTS

  1. په الظواهری د امریکا برید کومه د حیرانتیا خبره نده.
    خو دی برید ډیری پوښتنی راپورته کړی او دتالب د څو مخی څیرې نه يی یوه بله پرده پورته کړی.

    همدا راز ای ایس ايی د تالب په رنګونو ننوتی او لکه د هفه میلو په څیر په تالبانو رنګارنګ نخری او پیخی کوی چی عالم يی هم تماشه وکړی او ګټه هم ورباندی تر لاسه کړی.
    ددې پیښی عواقب د تالبانو لپاره د خطر یو لوی زنګ دی او هغه متل دی چی لکه پیشو چی د کبترو په منځ کی واچوی.

    ډیر امکان لری ځنی لوړ پوړی تالب چارواکی به ددې پیښی په نتیجه کی په خپل منځی نښتو کی په مرموز او یا ښکاره ډول ووژل شی.

    تالبانو یو وار بیا په افغانستان خارجی مداخلی ته زمینه برابره کړه او افغان ولس حق لری چی ددې وحشت او جهالت د نابودۍ لاری ولټوی چی دنورو غمیزو او بدبختو مخه ونیول شی.

  2. امريکا هغه وخت لا دافغان اولس په بربادي چي دبن د چټلي غونډي سره له افغان اولسه ټول واک په خپل لاس کي ونيوه افغانان يي پري نه ښودل چي يو اولس خوښه حکومت جوړ ګړي.
    امريکا داسي يوه ډرامه جوړه کړه چي نمونه يي په نړی کي بي ساري وه او اوس هم ده.
    امريکاته ته هغه وخت بن لاددن مرتد او دا اوسني نا ولي دواړه معلوم ول.
    اوس سوال داده چي امريکا ولي ظواهيري له تالبانوژوندی و نه غوښت او بن لادن يي ژوندی غوښتل.
    اوس به بله ډرامه شروع کيږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب