دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان د ايمن الظواهري د وژل کیدو هرکلی وکړ

سعودي عربستان د ايمن الظواهري د وژل کیدو هرکلی وکړ

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) ‏‏د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه پیغام کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو هرکلی کړی دی.

دغه هېواد ويلي، چې الظواهري په امريکا او سعودي کې د ډېرو کسانو د وژل کیدو له عاملانو څخه و.

الظواهري، چې اصلآ مصری و، تېره شپه یې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د وژل کیدو اعلان وکړ.

ويل شوي، چې نوموړی اوړمه ورځ وژل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې، چې الظواهري د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په شخصي مېلمستون کې وژل شوی.

هغه ويلي:« دوه احتماله شته، يا خو حقاني د پاکستان په منځګړتوب امریکا ته د الظواهري ادرس ورکړی او په بدل کې ېې تور لیست نه وتل غواړي او يا دا چې امريکا حقاني سره بيرته ورانیږي او هغه له همدې وېرې له دغه برید وروسته د يوه لوی ولسي کاروان په ملتیا لوګر او د لوېې پکتيا نورو ولايتونو ته، چې د ده پلویان پکې دي، په سفر وتی، څو د خلکو په لوی کاروان کې د وژل کیدو له ګواښ څخه وژغورل شي.»

د امریکا ولسمشر وويل، چې الظواهري کابل ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره تللی و.

د امریکايي ولسمشر په خبره، په یاد شوي برید کې د الظواهري کورنۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د الظواهري د وژل کیدو له تایید پرته پرون ناوخته د دغه برید پر وړاندې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

تاند دغه راز د خپلو سرچينو په حواله، په هماغه ورځ راپور ورکړ چې ياد شوی برید د سراج الدين حقاني د يوه نیږدې کس پر کور تر سره شوی دی:

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

راپورونه:د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د سراج الدين حقاني يو مهم کس غوښتل ووژني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب