دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهراپورونه:د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د سراج الدين حقاني يو مهم...

راپورونه:د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د سراج الدين حقاني يو مهم کس غوښتل ووژني

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏په کابل کې معتبرو خبري سرچينو ويلي، چې د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د کابل په وزير اکبرخان خان سيمه کې له تر سره کړو بریدونو سره غوښتل، چې د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني يو مرستيال ووژني.

معلومه نه ده، چې دغه هدف شوی طالب مشر د طالبانو په کورنيو چارو وزارت او که په حقاني شبکه کې د سراج الدين حقاني مرستیال دی او څه نومېږي؟

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د یوه مقام خپور شوی غږ څرګندوي، چې دغه برید په وزیر اکبرخان خان سيمه کې له شېرپور سيمې سره جوخت د غضنفر بانک د مرکزي دفتر شاوخوا ته ترسره شوی دی.

امريکايي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس رحمت الله نبیل په ګډون ځینو سرچینو په دې برید کې د داعش ډلې د کوم مشر د په نښه کیدو د هڅې خبر ورکړی.

ځينو څارونکو بیا پوښتلي، چې په وزیر اکبرخان دیپلوماتیکه سیمه کې د داعش ډلې د مشرانو موجوديت او استوګنه، هغه هم د طالبانو له همغږۍ پرته ممکن نه ګڼي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور د پرونۍ پېښې په اړه همدومره ویلي، چې په شېرپور سیمه کې پر یوه تش کور توغندی لګېدلی، چې ځاني زیان نه لري.

ځینو رسنیو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې پروني عکسونه خپاره کړي، چې د کابل په فضا کې ګرځي او ياد شوی برید ترسره کوي.

د طالبانو یو شمېر منتقدینو له دوی پوښتلي، چې افغانستان یې له کوم ادعا کړي«اشغال» څخه ژغورلی او ملت ته د شل کلنې جګړې او نظام ړنګولو څه ځواب لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب