دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د هسپانیا صدراعظم له خپلو خلکو وغوښتل: نکټايي مه تړئ

د هسپانیا صدراعظم له خپلو خلکو وغوښتل: نکټايي مه تړئ

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۰ مه) د هسپانیا صدراعظم په خپل هیواد کې د انرژۍ د مصرف د کمېدو لپاره له دولتي مامورینو او د شرکتونو له کارکوونکو غوښتي چې نن – سبا نیکټايي ونه تړي.

ښايي ډېرو ته عجیبه وایسي چې د نیکتايي یې د انرژۍ له مصرف سره څه؟ خو حقیقت دا دی چې که چا نیکټايي تړلې وي، زیاته ګرمي یې کېږي او مجبوره وي چې ایرکنډېشن یا کولر په لوړه درجه چالان کړي.

صدراعظم پدرو سانچس په داسې حال کې د نیکټايي د نه تړلو سپارښتنه کړې چې په دغه هیواد کې د تودوښې درجه د سانتي ګراد ۴۰ ته رسېدلې ده.

سانچس ویلي، د نیکټايي د نه تړلو له کبله به له ایرکنډېشن څخه استفاده کمه شي او په نتیجه کې به یې انرژي وسپمېږي.

ده په داسې حال کې د انرژۍ د مصرف د کمېدو وړاندیز کړی چې اروپا د روسیې د ګازو په واردولو خپله اتکا کموي او بلکې بیخي یې پای ته رسوي.

د اروپايي اتحادیې کمیسیون د روسیې د ګازو پر ځای تجدید کېدونکې انرژۍ؛ لکه باد او لمر ته مخه کړې او د سږ کال په مې میاشت کې یې په دې برخه کې ۲۱۰ میلیارد ډالره پانګونه اعلان کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب