دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسمنګان کې ط-الب قومندان د هديرې په غصبولو تورن شو

سمنګان کې ط-الب قومندان د هديرې په غصبولو تورن شو

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏د سمنګان د فیروزنخچیر ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي، چې د طالبانو يو قومندان او د امنيت پخواني آمر ظریف بلال ېې په ملیکان چارسوق سيمه کې د ولسي هديرې ځمکه غضب کړې ده.

د دوی په وينا، دغه طالب قومندان، چې حقاني شبکې سره تړاو لري، د هديرې په غضب کړې ځمکه کې د ودانۍ جوړولو چارې پیل کړي.

د ځایي سرچينو د معلوماتو له مخې، قاري ظريف بلال د حقاني شبکې له لوري د سمنګان د امنيت آمر ټاکل شوی و ، خو دوه اونۍ له دغې دندې څخه د روی دوآب ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته بدل شو، چې نوموړي یې مخالفت وکړ او د اعتراض په ډول خپلې سیمې ته راغی او اوس ېې هديره هم غضب کړه.

طالبانو او خپله نوموړي قومندان ېې د ياد شوي تور په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو له ډېرو سيمه ييزو قومندانانو څخه د زور زياتي او ناقانونه کړنو ورته شکایتونه شته، خو د ځینو خلکو په وینا د بیان ازادۍ او اطمینان د نشتوالي له کبله غږ نه شي پورته کولای.

1 COMMENT

  1. افغانانو ډیر ژربه په زوړ کفن کښ شکر اوباسۍ
    الله دی خیر کړی اوس خو خبره د هدیرو غصبولو ته راورسیده
    چی د تالبانو په جدید اسلامی نظام او عمری عدالت کی به لا نور څه څه ووینۍ.
    د عمری عدالت د خیاطانو روزګار نور هم مخ په ترقۍ روان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب