پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهلغمان کې يوه ماشومه له انسان تښوونکو وژغورل شوه

لغمان کې يوه ماشومه له انسان تښوونکو وژغورل شوه

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏په لغمان کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ویلي، چې منسوبینو ېې د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې يوه ماشومه د تښتونکو له منګولو ژغورلې ده.

د طالبانو د استخباراتو ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د نیلوفر په نوم دغه ماشومه چې د یادې ولسوالۍ له مسکین اباد کلي څخه تښتول شوی وه.

سرچينه زياتوي، چې د دوی منسوبینو د انسان تښتوونکو له منګولو دا نجلۍ وژغورله او خپلې کورنۍ ته یې وسپارله.

د طالبانو استخباراتو په یوه خپره کړې ویډیو کې يو تورن کس هم ښودلی، چې ځان د نورستان د نورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی بولي او د دغې نجلۍ په تښتولو اعتراف کوي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، د اختطاف پېښې له ښارونو څخه کلیوالو سیمو ته هم غځیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...