یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير:۲۲۴ افغان شخصیتونه بیرته هېواد ته ستانه شوي

مولوي کبير:۲۲۴ افغان شخصیتونه بیرته هېواد ته ستانه شوي

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاډا، د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي.

د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې په دې کتنه کې، د جاپان سفير په خوست او پکتیکا کې له زلزله ځپلو او د وروستیو سېلاوونو له امله زيانمنو کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی د طبیعي پېښو له زيانمنو شویو سره د سرې میاشتې له لارې د لومړنیو او اړینو توکو مرسته وکړي.

هغه دغه راز له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړی او څرګنده کړې یې ده چې جاپان په افغانستان کې خپلې هغه نیمګړې پروژې بشپړوي چې د دغه هېواد له خوا تمویلېدې.

په همدې حال کې، د طالبانو ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان له مرستو مننه کړې او د زياتېدو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي ويلي: موږ له بين المللي ټولنې سره د مثبت تعامل غوښتونکي یوو، خو يو شمېر رسنۍ د افغانستان په اړه ناسم راپورونه خپروي او عامه اذهان تخريبوي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې ويلي چې له افغان سیاسي شخصیتونو سره د تماس او بېرته راستنولو کمېسیون له لارې تر اوسه ۲۲۴ تنه افغان شخصیتونه او کادرونه بېرته هېواد ته راستانه شوي او دا مهال په آرام زړه خپل هېواد کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ياد شوي کميسيون پرون هم د عبدالرشيد دوستم د دوو ساتونکو په ګډون هېواد ته د جمهوري نظام د یو شمېر مامورينو د ستنیدو خبر ورکړ.

2 COMMENTS

  1. مولوی کبیر ساب خو داسی کوږ ناست دئ لکه د بیزو څخه چی ژاولی ورکی سوی وی.

  2. نه نه نه دا مولوي سايبان ټول له مړی سره پياز ډير خوري خيټي او کولمي يي له باده ډکي وي ځکه يا کاږه او يا سرکوزي ناست يي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب