چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+ګڼ ودونه (تعدد زوجات) || زبیر افغان

ګڼ ودونه (تعدد زوجات) || زبیر افغان

ما داسې کور نه دی لیدلی چې هلته دې د یوه سړي دوې میرمنې وي، هغوی دې په ارامه ګوله پورته کړې وي، نه مې تر اوسه په کتابونو کې لوستي دي، چې په یوه کور کې د یوه سړي څو میرمنې وې، هغوی ښه ارام ژوند سره کاوه، بلکې ګڼو ودونو هر ځای د خلکو شخصي ژوند د دوزخ ژوند ګرځولی دی، نه یوازې دا چې د ښځو ترمنځ ستونزې وي، له مېړه سره يې اختلاف او جنجالونه وي، بلکې د دوو بنو د کورنیو ترمنځ هم نفرت وي، د اولادونو کرکه يې هم د هېرولو نه وي او له هرې ښځې سره چې څوک تعلق لري، د هغې ملګرې او اړیکپاله ښځې لا د هغې له بنې څخه بد وړي.

ګڼ ودونه انسانانو ته د ستونزو سبب شوي دي، ما چې څومره کسان پوښتلي دي، لومړي سر کې دویم واده ته پلمې لټوي، خو چې خپله يې تجربه کړي، بیا توبې کاږي. له دې سره چې نتیجه يې خوندوره نه ده، بیا ولې په اسلام کې ګڼو ودونو ته اجازه ور کول شوې ده؟

دا ډېره مهمه مسلمه ده، ټولنې ته له دې اړخ ګڼې ستونزې ور پېښې دي، په خورا دقت يې څېړل او تر خپله وسه داسې هڅه کول چې د ټولنې له اغېزه په دې برخه کې خپل ذهنیت پاک شي او بیا په دې اړه د قران کریم پر هدایاتو فکر وشي، نو به خبره روښانه شي چې قران هغه څه نه دي ویلي چې زموږ خلکو ترې اخیستي دي.

په اسلام کې ګڼو ودونو ته مطلق اجازه په هيڅ صورت نه ده ور کول شوې، قران کریم د مېړه او ماینې په اړه وايي:

{ وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ} [الروم: 21].

ژباړه: او د هغه د(قدرت او شتون) له نښو یوه داده چې تاسو ته يې له انساني نوعې ستاسو جوړې پيدا کړې دي چې تاسو د هغوی په خوا کې ډاډمن کېږئ، ستاسو ترمنځ يې مینه او رحمت پيدا کړی، د هغو خلکو لپاره چې پر دې د فکر وړتیا لري، د عبرت نښې شته.

په دې ایت کې که فکر وکړئ الله تعالی د مېړه او ماینې ژوند یو بل ته د ډاډ وسیله وبالی، دغه زندګي يې د مینې او رحمت د پيدا کېدو ذریعه کړه او په دې توګه د ژوند تېرولو ښې نتیجې يې د مفکرینو په وړاندې ايښې دي چې تاسو د دې ټولنې او هغې ټولنې ترمنځ پر شته توپيرونو فکر وکړئ چې کومه یوه يې د پایلې له مخې د انسانیت په ګټه ده؟

تر دې وروسته که فکر وکړو چې د هيڅ ښځې بن نه خوښېږي، نو که د هغې له خوښې پرته بن کور ته راوستل کېږي، دا به د کور ډاډمنه، له مینې ډکه او د امن و خوشالۍ فضا حتمن تبا کوي، تاسو فکر وکړئ چې قران کریم څنګه د یوه کور د تباهۍ اجازه ور کوي؟ قران کریم یو لورته د کور په اړه هغه پاسنۍ نقشه زموږ مخې ته ږدي او بل لور ته بیا د هغې د ضد اجازه ور کوي؟

د نرانو د بې مهاره جنسي خواهشاتو د سړولو لپاره هغوی د ښځو د استعمال ګڼې طریقې ایجاد کړې دي، په جنګونو کې د میرمنو نیول او بیا ورڅخه بې قیده و شرطه جنسي استفاده، د دې بې مهاره جنسي سړېدنې ښه بېلګه ده، پر انسان چې له یوې خوا سختي را شي، بلې لارې ته تښتي، که یوه موکه خطا کړي، بل چانس ته پټ شي، په نړۍ کې چې د غلامۍ ظالمه بڼه ختمه او د بشریت پر لمن د دغه داغ د ختمولو لپاره خلک لاس په کار شول، ورسره سمدستي په عقلي او مذهبي لحاظ د نرواکې ټولنې همدا وکمنه طبقه په دې لټه کې شوه چې د همدې تسکین لپاره یو بل حل پيدا کړي.

حل يې ګڼو ودونو ته د اسلام بې قید وشرطه اجازه وبلله، پر دې موضوع په عقلي لحاظ هم خلکو دلایل وړاندې کړل او له شرعي متن څخه هم د دې لپاره ډېر کار واخیستل شو. په ځینو اسلامي هیوادونو کې پر ګڼو ودونو بندیز دی، خو نور بیا دا د اسلام یوه ښېګڼه بولي چې خلکو ته يې د ډېرو ودونو اجازه ور کړې ده، څو د بدیو مخه ونیول شي او اسلامي امت ډېر شي.

د همدې استدلال مهال موږ دې ته نه ګورو چې که د بدیو مخه نیسو، نو هغه بدي به څنګه کوو چې له ګڼو ودونو په یوه کور کې را پيدا کېږي؟ که اسلامي امت په دې توګه ډېروو، نو د خوراک، تعلیم، کار، کور، صحت او ګڼو نورو اړتیاوو په اړه به څوک تضمین راکړي چې له ډېروالي سره يې موږ د دې شیانو غم خورو؟ که خبره د الله لور ته حواله کېږي، نو الله تعالی هیچا ته په خوله کې ګوله نه ور کوي، نه یو مریض په خپله جوړېږي، وږی به ډوډۍ په خپله همت تر لاسه کوي، بیا به ځان په مړوي او مریض په ډاکټر ته ځي، هغه به دوا ور کوي، بیا به رغېږي، تر دې وروځنۍ مشاهدې وروسته، دا خبره کول چې الله يې ور کوي، یوازې احمق وګړي کولای شي، چې له عقل او فکر څخه هيڅ کار هم نه اخلي، څوک چې یوه ذره عقل ولري، هغوی د دې ګڼو ستونزو ځواب دا نه ور کوي چې الله يې ور کوي، هوښیارې ټولنې  له دې زاويې را پېښو ستونزو ته حل لارې لټوي، زموږ خلک يې یوازې اسباب او علتونه چمتو کوي. موږ په خپله ټولنه کې هره ورځ خلک وینو چې د یوې ګولې لپاره سوال کوي، ښځې او ماشومان وینو چې بازارونو کې په دوکانو ګرځي او فقر کوي، ډېر کسان وینو چې په خوار ځواکۍ اخته دي او د کال په لکونو کسان مړه کېږي، که دا پوښتنه وشي چې خدای ولې دې کسانو ته خوراک او څښاک ور نه کړ، نو ځواب به مو چشی وي؟!

په دې برخه کې د رسول الله ص له ډېرو ودونو څخه هم په ناسم ډول استدلال کېږي، خلک یوازې دا ګوري چې رسول الله ص ډېر ودونو کړي وو، دا نه ګوري چې رسول الله ص څه وخت ډېر ودونه کړي وو؟ پر دې چا فکر نه دی کړی چې رسول الله ص د خپل ژوند اوله مرحله کې له یوې کونډې سره واده وکړ، هغه هم تر ده په عمر مشره وه. تر هغو چې رسول الله ص له مکې هجرت کاوه، همدا یوه میرمن يې وه، د ژوند یو بل پړاو چې په مدینه کې تر هجرت وروسته پيل شو، رسول الله ص د ټولنې حالاتو دې ته اړ کړ چې خپل روش بدل کړي، قران کریم هم په دې وخت اسلامي ټولنې ته د ګڼو ودونو اجازه وکړه، دا کومه مرحله وه؟ دا هغه مرحله وه چې مسلمانانو له ګڼو دښمنانو سره په جنګ اخته شول، په ټولنه کې ښځې د مېړه، پلار، ورور او نورو خپلوانو له سیوري بې برخې کېدې، د یوې کورنۍ که به یو سپرست موجود و، د هغه په له منځه تلو، یوه دوې، درې یا هم ګڼې ښځې له سپرست پرته د مسلمانانو ټولنې ته ور له غاړې کېدې، په دې وخت کې به یا نژدې خپلوانو هغوی ته لاس ور کاوه، یا به هغوی په فقر او بدکاریو خپل ځان ته یوه ګوله موندله یا به اسلامي ټولنې په ګډه د هغوی ستونزو ته د حل لار موندله، د رسول الله ص په وجود کې سوال نه پيدا کېده چې یوازې دوه لومړي اپشنه دې فعاله شي، بلکې ټولنې په ګډه دې ستونزو ته اوښه ور کوله، رسول الله ص له ټولنې ځان بر نه ګاڼه، هغه په هره مرحله کې له خپلو کسانو سره اوږه په اوږه ولاړ و، نه يې په جنګ کې ځان شاته کړ، نه په راحت کې مخته، نه يې له واکه د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده وکړه او نه يې د مسلمانانو په مال ځان او کورنۍ ته ماڼۍ جوړې کړې، هغه خپل ټول وخت د مسلمانانو د یوې پياوړې، ډاډمنې، سوکاله، خپل واکې او الهي احکامو ته د پابندې ټولنې پر جوړولو صرف کړ، په دې لړ کې رسول الله ص هم ګڼ ودونه کړي دي او اصحابو رضي الله عنهم ته يې هم اجازه ور کړې ده. که د رسول الله ص د بیبیانو ژوند لیک وګورئ نو رسول الله ص له عائشې رض پرته ټولې کونډې ښځې کړې دي، هره یوه يې تر هغې وروسته کړې ده چې په ټولنه کې بې سرپرسته پاته شوې ده.

زه به يې دلته څو مثالونه ذکر کړم: د عمر فاروق رض لور تر هغه وروسته د رسول الله ص په نکاح شوه چې هغه کونډه شوه، یوه نژدې ملګري ته په دغه ډول دروند غم کې د مرستې لاس ور کول، د باهمته خلکو کار وي، رسول الله ص په دې غم کې خپل نژدې یار او ملګری یوازې پرېنښود، بلکې د هغه تر شکایت وروسته يې سمدستي ورته وویل چې ستا له لور سره زه نکاح کوم، په دې سره د هغه بې اطمیناني ختمه شوه او د رسول الله ص په دې وړاندیز ډېر خوښ شو.

د ابو سفیان رض له لور ام حبیبې رض سره يې تر هغه وروسته نکاح وکړه چې هغه په حبشه کې یوازې پاته شوه، د تاریخي روایاتو د اختلاف له مخې یا يې مېړه له دینه واوښت یا هم مړ شو، خو په هر حال هغې ته ډېره لویه صدمه ورسېده، هغه له مېړه جلا شوه، کورنۍ يې په مکه کې وه او له رسول الله ص سره يې سخت اختلاف در لود، ابو سفیان د هغو جنګونو مشري کوله چې د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره يې کول، نو په دې حال کې به د یوې ښځې څه حال وي چې په پردي وطن کې له خپل ملګري جلا شي او له هر ډول مرسته کوونکي محرومه شي؟ رسول الله ص هغې ته د مرستې لاس ور کړ، هغه يې تر خپله ژونده د احسان پوروړې وه.

که د ټولو حالات يې بیان کړم، نو خبره به اوږده شي، په دې برخه کې زما په نظر دا خبره بس ده چې رسول الله ص یوازې په مدني ژوند کې ګڼ ودونه کړي او هغه يې هم ټول له کونډو سره کړي دي، دا خپله په زبات رسوي چې ګڼ ودونه په اسلام کې د جنسي خواهشاتو د سړولو لپاره نه دي شوي او نه ورته اجازه ور کول شوې ده، بلکې د اړتیا او مجبوریت له مخې دې کار ته اجازه شوې او که هماغه ډول حالات پيدا شي چې رسول الله ص په مدني ژوند کې ورسره مخ شو، بیا هم خلک له دې اپشن څخه استفاده کولای شي، یا هم د یوه فرد لپاره سختې کورنۍ اړتیاوې، لکه: د یو چا اولاد نه کېږي، یا هم مېرمن يې ناجوړه وي او یا هم دې ته ورته اړتیاوې.

یوه نکته چې په دې برخه کې ډېره مهم ده او خلک ور څخه غافل دي، هغه وېره، شک او عدم اطمینان دی چې زموږ یوه ښځه به يې د خپل مېړه په اړه هر وخت لري، زموږ ښځې به هر وخت دا فکر کوي چې نن به د یوې بنې اواز را باندې وشي او سبا به راباندې وشي. نه یوازې دا چې ښځې به له دې حالت څخه ډار لري، بلکې نران يې په دې سره ګواښي هم. تاسو فکر وکړئ چې په دغه صورت کې به د یوې ښځې په کور کې څه حالت وي؟  د دغه ډول یوه کور میرمن به څومره ډاډمنه، له شکونو خلاصه، په ارامه فضا کې ژوند کوي؟ دا د دې نتیجه ده چې موږ خلکو ته بې قیده و شرطه له اسلامه د ګڼو ودونو جوازلیکونه د خدای او رسول په نوم ور کړي دي او زموږ ټولنه يې نن دې ځای ته را رسولې ده!!!

اوس به یو څه د هغه ایت تفسیر ته هم تم شو چې په دې برخه کې ور څخه د ګڼو ودونو استدلال کېږي:

{ وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَى فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلَّا تَعُولُوا} [النساء: 3].

ژباړه: او که تاسو ډار در لود چې د بې سرپرسته میرمنو په حق کې به بې انصافي وکړئ، نو چې ستاسو خوښې وي، له هغوی څخه دوې، درې او څلور په نکاح کړئ، که له تاسو سره د نه عدالت ډار وي، بیا یوه په نکاح کړئ او یا هم په ټولنه کې له شته مینځې سره نکاح وکړئ، دغه صورت ډېر دې ته نژدې دی چې تاسو ظلم ونه کړئ.

تاسو وګورئ چې قران کریم په دې ایت کې په څه ډول ګڼو ودونو ته اجازه ور کړې ده؟ په ټولنه کې بې سپرسته میرمنې پاته دي، که ټولنه کې باصلاحیته خلک یا هم واکمن کسان پر دې ډارېدل چې له هغوی سره په همدې حالت کې انصاف نه کېږي، یا د انصاف معنا دا چې خلک کم دي، ښځې په ټولنه کې زیاتې دي، اوس که یو سړی یوه ښځه وکړي، نو ښځې په ټولنه کې اضافه دي، هرې ښځې ته داسې مېړه نه پيدا کېږي چې بله ښځه دې ونه لري، که دا بې سپرسته ښځې په ټولنه کې همداسې پاتېږي، دا هم انصاف نه دی او که مېړه ورته موندل کېږي، نو داسې کسان نه موندل کېږي چې بله ښځه نه لري، اوس به له دې ښځو سره څه کېږي؟ دا په ټولنه کې یو استثنايي حالت وي، دا عمومي قاعده نه ده چې هر څوک دوه درې یا څلور ودونه کولای شي، زموږ خلکو دا یو عمومي حالت بللی دی، د ایت پای او سر ته يې پام نه دی کړی، یوازې يې هغه برخه عملي کړې ده، چې دوی يې د ځان په ګټه ګڼي.

تر دې وروسته په ایت کې راغلي دي چې ستاسو خوښې ښځې، له دې ښکاري چې د نکاح وخت تر بلوغ وروسته دی، ځکه ماشوم په دې برخه کې په هيڅ نه پوهېږي، خوښي او ناخوښي يې نه چلېږي، واړه ماشوم ته کوزده کول غیر اسلامي طریقه ده او وړه نجلۍ ور کول بیا هم له اسلام او عقلانیت څخه وتلې چاره ده. اسلام ښځو ته هم د خپل مېړه د انتخاب حق ور کړی دی(البقره: ۲۳۴) او نرانو ته هم په هغه لوړ ایت کې اجازه ده، زموږ ټولنې وړو ماشومانو ته د نکاح کولو جواز له کوم ځای څخه تر لاسه کړی دی؟!

په همدې ایت کې ور پسې وايي چې که عدالت مو نه شوای کولای، د ګڼو ښځو حقونه مو نه شوای ور کولای، له خواږه کوره جهنم جوړېدی، نو بیا یوه ښځه درته کافي ده، همدا د کورني ژوند په اړه د اسلام اصل هم دی، که له ازادې ښځې سره د نکاح وس نه وي، یا هم بل هر عامل يې د مخنیوي سبب شي، کولای شئ چې له مینځې سره نکاح وکړئ.

لکه په لومړي سر کې چې د بې انصافۍ له امله د جواز یو صورت وړاندیز شوی دی، همدغه ډول يې په اخیر کې له بې عدالتۍ بېرته عمومي حالت ته پنا وړې ده، په عامو حالاتو کې یوه ښځه ده، د اسلام عمومي اجازه ده، که د نرانو د سر لو ګډ شو، ښځې په ټولنه کې پاته شوې، د ټولنې باصلاحیته وګړو يې بله لار ونه لیده، نو کولای شي چې د خپلې خوښې له ښځو سره نرانو ودونه وکړي، هغه ښځې چې د خلکو خوښې وي، ځکه نو به د کور چاپېریال نه خرابېږي، داسې هم نه کېږي چې د سړي خوښه وي، خو د ښځې بیا نه وي خوښه، قران کریم په میراث او زور د ښځو له وړلو منعه کړې ده(النساء: ۱۹)، کور یوه کوچنۍ ټولنه ده، یا هم که ووایم کور د ټولنې بنیادونه دي، که د هرې ‎ ټولنې بنیادونه محکم او پياوړي وي، هغه ټولنه به هم مضبوطه وي، که دغه بنیاد يې خراب او فاسد شو، ټولنه خپله ورسره شړېږي، له دې امله د مېړه او ښځې په انتخاب کې د اسلام له مخې څوک د مداخلې حق نه لري، یوازې مشوره ور کولای شي.

اوس نو د خپلې ټولنې له خلکو پوښتنه وکړئ چې د کوم ایت پر بنسټ تاسو د ګڼو ودونو جواز تر لاسه کړی و، د هغه ایت په سر کې کوم شرایط بیان شوي دي او په اخیر کې يې څه راغلي دي، تاسو چې ګڼ ودونه کوئ، یو مو هم په دې شرایطو پوره ختلی دی؟

بله خبره داده چې دا یوازې له دې حالت سره د مقابلې یو صورت دی، که د ټولنې وګړي یو بل صورت وړاندیز کړي، نو حتمي نه ده چې خلک دې له ښځو سره ودونه وکړي، په دې شرط چې نه به د ښځو حقونه ضایع کېږي او نه به په ټولنه کې د اخلاقي فساد سبب کېږي، ځکه په اسلام کې د عفت ساتل یو مستقل ارزښت دی، چې په دې سره د انسان نفس پاکېږي، ترقي کوي او انسان د بدۍ پر ځای نیکۍ ته هڅوي، نو د عفت ساتنه په اسلام کې خورا لوی ارزښت لري، که د ټولنې د اخلاقي فساد سبب نه کېږي، لازمي نه ده چې بې سرپرسته ښځې دې حتمي ودونه وکړي، دا د هغوی خوښې ته پاته معامله ده، البته د ټولنې د ګټې په خاطر ممکن داسې صورت پيښ شي چې له ښځو سره په دې معامله کې د ټولنې باصلاحیته وګړي مشوره وکړي، ممکن هغوی ورته یو وړاندیز وکړي چې د هغوی په اند د ټولنې په ګټه دی، حتمي نه ده چې هغه دې د ګڼو ودونو وي، مګر هغه چوکاټ به په نظر کې نیول کېږي چې نه به له ښځو سره ظلم کېږي او نه به د ټولنې د اخلاقي فساد سبب کېږي، که هر صورت د هغوی په ګټه وي، ورته وړاندیز دې کړي، د اسلام له اړخه ستونزه نه لري.

۲۰۲۲/جولای/۳۱

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب