څېړنه ـ سيد اصغر هاشمي
سلیمان لایق د پښتو ژبې پیاوړی شاعر دی او همدارنګه څېړنیز کارونه یې هم د پام وړ دي. په شعرونو کې یې له نورو ژبو څخه په راغلو کالبونو کې څلوریزې هم لیدل کېږي. د معنوي جوړښت له مخې یې د څلوریزو په لومړي بیت کې د یوې موضوع په اړه خبرې پیلېږي او په وروستي بیت کې پای ته رسېږي.
د هر انسان شعر له الفاظو څخه جوړېږي او هر لفظ د انسان د مغز په چپ اړخ کې پیدا کېږي او د انسان له ورځني ژوند او تېر سره تړاو لري. د انسان لاشعور د الفاظو، کلماتو او ترکیبونو ګودام دی چې د حال په بېلا بېلو وختونو کې دغه الفاظ ځان ښکاره کوي.
د لایق د (۱۳۴۰) کلونو شعرونه د (۱۳۹۵) کلونو سره معنوي توپیر لري چې په دې برخه کې د (۱۳۴۰) کلونو چونغر او د (۱۳۹۵) کلونو سپرغکي لوستی شئ. له دې خبرې څخه څرګندېږي چې د پنځونو د عروج پړاو نامعلوم وخت وي او د لایق د لومړنیو وختونو څلوریزې له وروستیو وختونو څخه پیاوړې دي.
شاعر په پورته څلوریزې کې د انسان یادونه کوي او د معنوي جوړښت له مخې په راغلي شعر کې انسان د متضادو خواوو درلودونکی ګڼي. لایق د دوو خواوو په درلودلو سره انسان د دوو خواوو لرونکی ګڼي. د انساني ثنویت له مخې انسان د حیوانیت او ملکیت خواوې لري، خو په انسان باید نه د مادیت خوا دومره غلبه وکړي چې د حیوانیت پوړۍ ته ورسېږي او نه د روحانیت او معنویت خوا یې دومره غالبه شي چې د ملایکو مقام ته ورسېږي، انسان باید په حیثیت د انسان (ښه انسان) وي.
(انسان د ملکیت او حیوانیت په منځ کې دی او که چیرې هغه بشپړتیا ته ورسېږي، نو له یوې خوا به هغه د حیوانیت په وسیله له مادي نړۍ څخه ګټه واخلي او له بلې خوا به د ملکیت په وسیله د خپل خالق سره اړیکه وساتي او هغه به د دې وړ وي چې د اعتدال د یوې پخې نقطې په څېر افراط او تفریط؛ يعنې ملکیت او حیوانیت په خپلو کې ټکر ته پرې نه ږدي. په دې حال کې به د انسانیت مقام د یو مدبر حاکم وي او دا نور دواړه عناصر به د نړۍ په نظام کې د هغه خدمت کوونکي وي او په خپل حقیقي حالت به پاتې شي او هم دلته په انسان کې حقیقي ټولنیزتوب پیدا کېږي او هغه د خپل چاپیریال لپاره د محور حیثیت پیدا کوي. هغه د بریالي ژوند او ځلاند تمدن موخه تر لاسه کوي. په دې وخت کې به د هغه خپله غوښتنه هېڅ پاتې نشـي. د هغه هره غوښتنه به د هغه د خپل ذات لپاره نه، بلکې د قوم، ملت او ټولو انسانانو لپاره وي، خو د دې (انسانیت) د بشپړتیا لپاره پر له پسې هڅه پکار ده، پرته له هڅې دا محوري او مرکزي مقام نشـي تر لاسه کېدای.) شینواری، حمزه. (د چاپ کال یې معلوم نه دی). ژوند. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۳۶.
(د انسان د بشپړتیا په برخه کې مادي او معنوي خواوو ته اړتیا ده، ځکه چې انسان له یوې خوا اروايي دی او له بلې خوا مادي دی او د دې دواړو له یو ځایوالي څخه اخلاق پیدا کېږي.
د نړۍ ډېر پوهان په دې کې سهوه شوي دي، ځینو انسانان مادي ځناور ګڼلي دي او د هغه لارښوونه یې له مادي پلوه کړی دی او ځینو بېخي اروايي ګڼلي دي چې په دې سره یې هغه د نړۍ پرېښودلو په تور غار کې غورزولي دي او چې له مادي نړۍ سره یې اړیکه ختمه کړې ده، انساني اخلاق یې نیمګړي پاتې شوي دي او حیوانیت یې په مناسب ډول مرستیال پاتې شوی دی.). شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۷۹.
د انسان لوړتیا یې د اهورايي او اهریمني خواوو په درلودلو سره د امتیاز خاوند دی. که انسان یوازې د خیر خوا درلودای او د شر یې نه درلودای او یا یې د شر درلودای او د خیر یې نه درلودای، نو د دومره لوړ مقام خاوند به نه وه.
د لایق د څلوریزې لومړنی نیم بیتی دی: (انسان د ځمکې د سر حاکم دی) . لایق، سلیمان (2011). سپرغکي. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ. مخ ۳۰.
شاعر د ځمکې د سر حاکم انسان یادوي. دی د انسان په اړه مطالعه لري، نو ځکه یې د راغلې څلوریزې په لومړي نیم بیتي کې د (انسان) یادونه کړې ده. که شاعر د( انسان) پر ځای (بشـر) او (ادم)یاد کړی وای، د څلوریزې منځپانګې او مانا ته یې تاوان رسوه. د پښتو ژبې د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې انسان، بشر او ادم په یو مانا استعمال شوي دي چې په دې برخه کې د پښتو ژبې ستر شاعران د یادونې وړ دي او آن تر نن پورې تیزسسونو او مقالو ته داسې سرلیکونه غوره کېږي چې د انسان پر ځای یې د بشر یادونه کړي وي چې دا یو ډول علمي تېروتنه ده.
(د انسان لغوي او اصطلاحي مانا یې د داخلي او بهرني جوړښت سره اړیکه لري. انسان باید انساني رغښت ولري او همدارنګه د بېلا بېلو لاملونو پر بنسټ سیرت او اخلاق یې د یو ښه هیومانیست وي. کله چې د انسان یادونه کوو موخه مو اشرف المخلوقات او په ټولو ښو خبرو پوه انسان دی. بشر بهرني جوړښت او د پوستکي په مانا دی. د بشر د لغوي مانا مفهوم یې له بهرني کالبت سره تړاو لري، لومړنيو پیدا شوو خلکو ته بشر ویل کېده، د دوی ساختمان د انسانانو وو، خو د وراثت او چاپیریالي لاملونو پر بنسټ یې ډېرې ښې انساني ځانګړنې نه درلودې چې هغه بیا د عمل او عکس العمل په ډول نورې ستونزې دي. ادم د ځمکې مخ، خاورې او د ادم د اولادې په مانا دی چې دا درې واړه (انسان، بشـر او ادم) له یو بل سره توپیر لري. لایق په خپل شعر کې د انسان یادونه کوي. دی د ځمکې د سر حاکم بشـر او ادم نه ښيي، دا مقام انسان ته ورکوي.) نصرت، محمدالله (د چاپ کال یې معلوم نه دی). تفاوت انسان با بشـر مطابق آیات قران کریم چیست؟. مخ ۳۲.
هر انسان بشـر کېدلی شي، خو هر بشـر انسان کېدلی نشـي. کله چې بشـر مډرن شي، په فرهنګي ډول پرمختګ وکړي او د ټولنې سره یې اړیکه ډېره شي، نو بیا د انسانیت درجې ته رسېږي؛ يعنې د انسانیت درجه له بشـر څخه لوړه ده او انسان په معنوي او جوهري ډول د انسان له داخلي نړۍ سره اړیکه لري، خو بشر له ساختمان سره هم مانا کلمه ده. په ټولو مخلوقاتو کې انسان انفرادي ځانګړنې لري، له ټولو پیدا شوو مخلوقاتو څخه غوره والی لري. انسان باید انسان وي، د دې مرتبه له فرښتو څخه لوړه ده. د انسان داخلي نظام او بهرنی جوړښت د یادونې وړ دی. د ځان پېژندنې په پام کې نیولو سره د انسان هر څه برابر پیدا شوي دي. په داخلي نظام کې ډېروالی او لږوالی او همدارنګه په بهرني جوړښت کې د غړو د شمېر ډېروالی او لږوالی د ډېرو ستونزو لامل ګرځېدلی شي چې د انسان په دې برخو کې له اعتدال څخه کار اخیستل شوی دی. انسان الله تعالی ډېر ښکلی پیدا کړی دی.
شاعر انسان د ځمکې د سر حاکم ښيي. انسان د الله تعالی خلیفه دی، د الله تعالی له نُوره دی، د الله تعالی استازی دی، نو ځکه د انسان او خدای اړیکه ډېره نژدې ده. د خدای حقونه د انسان له حقونو سره تړاو لري او انسان سره ښه کول او بد نه کول، د خالق حق او حقونه پر ځای کول دی، نو له دې خبرو څخه څرګندېږي چې د خدای او انسان اړیکې یو په بل کې تداخل لري او یو له بل څخه زېږيدلي دي. انسان ته دا توان ورکړل شوی دی چې کاینات ایل کړي، له هر شي ګټه واخلي، له ځان څخه ګټه واخلي، له څارويو، جماداتو او له ټولو پیدا شوو شیانو څخه ګټه تر لاسه کړي. د همدې لپاره انسان د ځمکې د سر حاکم ګڼل شوی دی. دی په هر شي حکم چلولی شي. انسان ته دغه فوقیت خالق تعالی ورکړی دی، د ده د کرمنا یو لامل (انسان) پیدا کېدل دي، نه ملایکو ته دا غوره والی ورکړل شوی دی او نه کوم بل موجود ته. هر څه د ده له مخې ده ته پیدا شوي دي. د لويې چاودنې یو لامل په نړۍ کې د لومړنیو انسانانو پیدا کېدل دي. کله چې خالق تعالی (کن) وايي او نړۍ پیدا کوي، یو بنسټيز لامل یې په ټولنې کې (انسانان) وو او کله چې (فیکن) وايي او نړۍ له منځه وړي، په سیده او ناسیده ډول دغه پېښه (حادثه) له (انسانانو) سره تړاو لري.
د څلوریزې په دویم نیم بیتي کې وايي: (د خدای له لوري د ژوند ناظم دی) لایق، سلیمان (2011). سپرغکي. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ. مخ ۳۰.
انسان ته دا توان او صلاحیت ورکړل شوی دی چې ژوند او ژواک وکړي، هر کار په خپل وخت کې منظم سر ته ورسوي. دی منظم او برابر پیدا شوی دی او په هېڅ یوه دننني او بهرني جوړښت کې یې غیر منظم والی نشته. دوه لاسونه، دوه پښې، دوه سترګې، دوه غوږونه او همدرانګه هر غړی یې په خپل ځای منظم، نه ډېر غټ او نه ډېر کوچنۍ پیدا شوی دی او نه د غړو په شمېر کې ډېروالی او لږوالی شته. له استثنا پرته که د کوم چا په غړو کې ډېر والی او لږوالی ولیدل شي، خو دا یې هم په ګټه دی.
د خدای له خوا ټول نظام برابر په منظم ډول پیدا شوی دی، د کهکشانونو حرکت، د ځمکې او سپوږمۍ د حرکت اړیکې او همدارنګه ټول کاینات په خپل ځای د یو الهي قانون له مخې منظم حرکت کوي. د همدغه منظم قانون له مخې انسان ته دا توان ورکړل شوی دی چې منظم ژوند وکړي. د انسان یو ستر امتیاز یې په کردار او کړنو کې دی، بل کمال یې خبرې کول او فکر کول دي او کولی شي چې ځان لوړو پوړیو ته ورسوي او له هر شي ستر کمال یې دا دی چې (انسان) دی، نه ملایکه ده او نه کوم بل موجود دی. د ژوند نظم، پرمختګ، زمان او مکان ته بدلون ورکول د انسان کمال دی او دغه کمال او امتیاز ورته ورکړل شوی دی.
په درېیم نیم بیتي کې وايي: (خو په دې ښکلي اوچت مقام کې) لایق، سلیمان (2011). سپرغکي. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ. مخ ۳۰.
کله چې ادم علیه السلام جوړ شو، خدای تعالی ملایکو ته وویل چې ادم ته سجده وکړي، شیطان وویل چې ادم له خاورې پیدا دی او زه (شیطان) له اور څخه، زه ادم ته سجده نه کوم. د همدې کار په پایله کې شیطان ته لعنت ویل کېږي او انسان ته یې هغه ستر مقام ورکول کېږي چې له ټولو موجوداتو څخه غوره والی لري.
(په ذاتي ډول د نړۍ انسانان په یو ډول دننني او بهرني جوړښت پیدا کېږي، د پیدایښت واک له خدای سره دی او ځینې انسانان به په دې فکر کې وي چې دوی په جبري ډول پیدا شوي دي، جبر هم د انسان په ګټې دی. کله چې پیدا شو، واک انسان ته ورکړل شوی دی چې ځان د خدای تعالی دربار ته ورسوي، چې دغې واک ته کسبي کرامت وايي. انسان د جبر او اختیار په منځ کې وخت تېروي او کولی شي چې د اختیار په وسیله جبر تابع کړي، خو هر جبر تابع کېدلی نه شي.) یدالله پور، بهروز (2000). معناشناسی کرامت انسان در قران. سال اول. شماره دو. پژوهشنامه علوم و معارف قران کریم، ص ۳۳.
معتزله وايي:
(د خلقت له پیل څخه الله تعالی انسان په خپلو کړو وړو کې مختار پیدا کړی دی او د بنیادمانو په کار کې هره شېبه او دایمي مداخله نه کوي، ځکه که فرض کړو چې د انسان ټول کړه وړه د الله په ارادې پورې تړلي وي او د انسان اراده په کې هېڅ اغېز ونه لري، نو په دې صورت کې به د خلکو د لارښوونې لپاره د پيغمبرانو رالېږل، د اسماني کتابونو نازلول، خیر، شر، ثواب، ګناه، مکافات او مجازات هېڅ مانا او مفهوم ونه لري.)
په وروستي نیم بیتي کې وايي: (خورا جابر دی، خورا ظالم دی ) لایق، سلیمان (2011). سپرغکي. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ. مخ ۳۰.
شاعر وايي، سره له دې چې انسان ته لوړ مقام ورکړل شوی دی، عقل او فکر لري، له ټولو موجوداتو څخه غوره والی لري، انساني زړه او اروا لري، په یوې ټولنې کې ژوند کوي، خبرې کولی شي، له چاپیریال سره سازش کولی شي، کاینات ایلولی شي او د دې ټولو امتیازاتو سره سره یو ستر امتیاز یې دا دی چې (انسان) پیدا شوی دی، خو بیا هم ظلم کوي. خالق تعالی انسان داسې پیدا کړی دی چې د اضدادو د قانون له مخې به ژوند کوي، که ښه کوي، بد به هم ور څخه کېږي، که انسان ظالم دی، مظلوم هم دی. انسان د دوو خواوو (خیر او شر) په درلودلو سره یې خوښه وي او که نه وي، د خیر له کارونو سره سره به ور څخه د شر کارونه هم کېږي، ځکه چې انسان یوازې د خیر خوا نه لري چې د خیر کارونه به کوي. انسان د شر خوا هم لري، نو ځکه به د شر کړنې هم سر ته رسوي.
(شاعر دلته د لاتیني ژبې د هغه معقولې مفهوم چې هابز او سارتر یې یادونه کړې ده چې (انسان د انسان دوزخ دی!) یا (انسان د انسان لېوه دی!) یادونه کوي. هابز د لاتیني ژبې د(homo homini lupus) (هومو هومینی لوپوس) په لږو ډېر توپیر چې مانا یې ده (انسان د انسان لېوه دی!) د اسیناریا په نمایشنامه کې پلوتس راوړه او هابز ترې ګټه واخیسته. دغه جمله له میلاد څخه مخکې په اسیناریا کې پلوتس چې د روم نمایشنامه لیکوال دی، لیکلې ده. له دې وروسته راسموس همدې خبرې مفهوم په دې ډول راوړ(انسان د نورو انسانانو په مقابل کې جنت او دوزخ دی!). هابز انسان ټولنیز موجود نه ګڼي، دی په دې نظر دی چې انسان د خپل ژوند د بهبود، بقا او ستونزو لپاره له شخصـي او فردي ژوند څخه ټولنیز ژوند ته راغی. هابز ویلي چې انسان د قدرت د تر لاسه کولو روږدی دی او چې قدرت تر لاسه نه کړي، تر مرګ به یې دا هڅه وي او هغه جمله چې (انسان د انسان لېوه دی!) په دې مانا ده چې انسان په ټولنیز ژوند کې له نورو انسانانو سره په دې ستونزو کې ښکېل دی چې قدرت ته ورسېږي او په دوی کې هغه بریالی کېږي چې قدرت ته رسېدلی وي او یا ډېر قدرت یې تر لاسه کړی وي. د قدرت دغه ولږه ډېره دوامداره نه وي.) هاشمي، سید اصغر (2019). د حماسې رواني څېړنه، جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۰۰.
د شاعر په پورتنۍ څلوریزه کې معنوي ټکر لیدل کېږي، په لومړنیو بیتونو کې د انسان د لوړ مقام یادونه کوي، په وروستي بیت کې انسان ته ظالم او جابر وايي. د متقابلو خواوو د قانون له مخې انسان د دوو خواوو په درلودلو سره وخت تېروي او شاعر (لایق) هم د یو انسان په ډول داسې جوړښت لري چې کله د ښه او کله د بد یادونه او پلوی کوي، نو ځکه د متضادو خواوو درلودل او اغېزې په شاعر هم اغېز کوي، نو ځکه یې په څلوریزه کې ضد او نقیص افکار شته او دغه فکري ټکرونه د نړۍ د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې شته چې د بېلګې په ډول د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې د دونیا ستاینه او غندنه یې ښه بېلګه ده او د خوشحال شعرونه هم ترې مالامال دي.
د مقالې پایله دا شوه چې غوره شوې څلوریزه د هیومانیزم سره اړیکه لري او په دغو څلورو نیم بیتیو کې داسې کلمې شته چې نورو څېړنو ته هم اړتیا لري. په انګریزې ادبیاتو کې د پرګننټ موضوع په دې دلالت کوي چې د یو شاعر او پنځوونکي په لیکنه کې هغه کلمات پیدا شي چې نورو نوو خبرو ته اړتیا لري چې د لایق په دې دوو بیتونو کې د همدغې تیورۍ شاهد یو. لایق پیاوړی انقلابي شاعر دی چې شعرونه یې د تحلیل او تفسیر په وخت کې له نوو اړخونو څخه نوو څېړنو ته اړتیا لري.
ماخذونه
۱. هاشمي، سید اصغر (2019). د حماسې رواني څېړنه، جلال اباد: هاشمي خپرندویه ټولنه، مخ ۱۰۰.
۲. لایق، سلیمان (2011). سپرغکي. کوټه: پښتو ادبي غورځنګ. مخ ۳۰.
۳. نصرت، محمدالله (د چاپ کال یې معلوم نه دی). تفاوت انسان با بشـر مطابق آیات قران کریم چیست؟. مخ ۳۲.
۴. یدالله پور، بهروز (2000). معناشناسی کرامت انسان در قران. سال اول. شماره دو. پژوهشنامه علوم و معارف قران کریم، ص ۳۳.
۵. شینواری،حمزه. (۲۰۰۴ز). انساني انا او پوهه. (دویم چاپ). پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۷۹.
۶. شینواری، حمزه. (د چاپ کال یې معلوم نه دی). ژوند. پېښور: یونیورسټي بک ایجنسي، مخ ۳۶.
که څه هم زه ځان حتی د محترم هاشمی صاحب د شاګردانو په کچه نه ګڼم خو دا یوه نکته به بیان کړم:
۱- حتی دوه وړونه او دوه خواږه انډیوالان هم د یو هنرمند ( مثلاً شاعر یا سندغاړی ) د مشترکی سلیقې د نشتون پر سر توافق سره لری ( د بېلی بېلی سلیقې څښتنان دی ) چی البته هر یو ئې ځانته د انتخاب او خوښی د غوره کېدو د توجیه دلائل لری او ممکن د یوه دلیل د بل تر دلیل عقل او واقعیت او حقیقت ته نژدې وی.
امّا اصلی مسئله :
زموږ په عامیانه او وولسی(فکری – بیانی ) ادبیاتو کی ” انسانیت ” د انسانی او اخلاقی چلند مفهوم افاده کوی حتی د لوستو او اکامډیکو اشخاصو په نِزد. ( ګومان کوم ستونزه دا ده چی موږ ځینی یا ډیر لوستی ځوانان د ” انسانیت ” کلمه د فرنګیانو د (humanism ) یا ( humanity) سره مترادفه ګڼی
خو داسی نه ده.
په غربی ادبیاتو کی ” هومانیزم ” بالکل بل مفهوم لری. په غربی فلسفه کی هومانیزم اصلاً د الحاد تر درجې هم لوړ او ګرم او ایشېدلئ مفهوم لری. په غربی فلسفه کی ( البته تر رنسانس وروسته ) هومانیزم یا انسانی اصالت د خدای ځای ناستئ ګڼل کیږی ( البته نه د خلیفه پتوګه بلکه مستقیماً خپله د خدای پتوګه.
نو زموږ تعریف د ” انسانیت ” څخه او د هغوی تعریف د ” انسانیت ” څخه ډېر پراخ واټن سره لری.
د علم پرمختګ هغوی ته نور هم دا جرئت ور کړیدئ چی د خپلو عقائدو او افکارو پر رښتینولی! ټینګار وکړی.
زموږ د تعریف او د هغوی د تعریف توپیر دا دئ چی:
موږ معتقد یو چی بل انسان ته خیر رسول ثواب لری او ځوروَل ئې عذاب لری
خو
هغوی د بل ظالمانه او بیرحمانه فورمول څخه کار اخلی:
( هدف وسیله توجیه کوی ).
زما هدف دما او تا نه دی او نه دغه انحصار او مقاومت منی
دکومو علومو له مخې؟ دینی او اسلامی انسانیت یو محراق لری تا جلاکړی . ستا تبصره هم دانسانیت یوه برخه جوږوی زه دامنم چې دا لوی بحث دی په دې ځای کې یې دمشاجرې امکان نشته خو استاد هاشمی راغلو دقنا عت په برخه کې داسې ښکاری چې دبحث فرهنګ دې لږ کم حوصله شوی وایی سه چیز بی سه چیزنماند علم بی بحث ، مال بی تجارت وملک بی سیاست ستا ټولې لیکنی علمی دی او د لوستونکو لپاره ستر غنیمت دی
سلامونه!
ملګريه د هیومانیزم کلمه له میلاد څخه په زرګونو کلونو مخکې په یوناني، رومي او داسې نورو ژبو کې موجوده وه، له هیومانیزم څخه موخه د نورو معناوو سره انسانیت دی، رینسانس هیومانیزم د رومي او یوناني ژبې څخه اخیستی دی. که تاسو په پارسي دري په سلګونو مقالې ولولئ، نو پوه به شئ چې هیومانیزم یوازې د رینسانس دورې پورې مختص کولی نه شو. پښتو ژبه کې په دې اړه ډېر اثار لیکل شوي دي، ډېرې مقالې لیکل شوي دي چې د هیومانیزم موخه پکې د انسان حالت او انساني چارې دي چې د دوستۍ په مانا ترې کار اخیستل کېږي.
په دې اړه دلته ډېرې خبرې نه ليکل کېږي، خو زه تا ته په دې اړه په تيليفون کې قناعت د کولی شم. ما په دې اړه اوس نوې څېړنه کړې ده.
وروره
خبره د هومانیزم د کلمې په قدامت کی نه ده ( قدامت ئې آن د یونان د افلاطونی اکاډمیز مرکز سره وصل دئ ) بلکه خبره د هومانیزم د کلمې د تاریخی تکامل او بدلون په هکله ده.
نن ورځ په غرب کی هومانیزم هغه مفهوم نلری کوم چی دوه درې زره کلونه مخکی ئې درلود.
نن ورځ هومانیزم د انسان د اصالت معنی لری ( انسان له وحی او خدای یا حداقل د اخلاق څخه بې نیاز ګڼل ).
” دموکراسی ” هم تاریخی قدامت لری خو لومړنۍ په یونان کی ابداع سوې دموکراسی او نننۍ دموکراسۍ توپیر سره لری. د نن ورځی دموکراسی په لیبرالیزم بدله سوېده چی لیبرالیزم د ډیرو هیوادونو د فرهنګ سره سازګاری نلری.
بله دا چی که دا هم ومنو چی په غرب کی هومانیزم انسان او د انسان حقوقو ته د ارزښت قائلېدو ماهیت لری خو ددې ښکلی نوم او شعار لاندی د دوو درو سلو وروستیو کلونو په اوږدو کی د ډیرو استعمار ځپلو انسانانو وینی توی سوی دی او حتی نن ورځ هم د هومانیزم شعار د استعمار د ګټو په خدمت کی دئ.
سلام
انسانیت :
دقرآن کریم له نظره انسان دالله ج دجلال اوجمال مظهر او دځانګړو ارزښتونو خاوند دی چې له نورو موجوداتو حخه یې ممتاز خلق کړی اوکرامت یی ورته بښلی د کلام الله به آیاتو کې دانسان ځانګړی ځای ،مثبت اړخونه او هغه پورې تړاو لری چې نور موجودات دغه ښېګڼې نه لری.مثلا:
ځمکه او زمان دانسان لپاره دی ځکه الله عز وجل دانسان لپاره دغه ټول موجودات خلق کړی: «هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ ما فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً؛ او هغه څه ټول شیان یې دځمکې ستاسو لباره چمتوکړل»(1)
انسان یی په ځمکه خلیفه وټاکه : «وَ إِذْ قالَ رَبُّكَ لِلْمَلائِكَةِ إِنِّي جاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً؛ اوهغه وخت چې الله ج ملایکو ته وویل :زه په ځمکه کې تاسې د (استازی) په توګه وتاکم.»(2)
ډیر لوړ ظرفيت یی د علم اوپوهې د منلو او آگاهی پر محور راڅرخی چې د مخلوقاتو ترمنځ، دانسان لپاره دی: «وَ عَلَّمَ آدَمَ الْأَسْماءَ كُلَّها ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَي الْمَلائِكَةِ فَقالَ أَنْبِئُونِي بِأَسْماءِ هؤُلاءِ إِنْ كُنْتُمْ صادِقِينَ؛ او ټوله آگاهی له ټولو نومونو آدم ته ور زده کړه؛ وروسته یې ملیکو ته وړاندې کړ؛ نوبیایط وویل : له هغو نومونو ماته خبر راکړی که رښتیا ویونکی یاست!»(3)
انسانی علوم هم په دې لارو اوفرضیو راګرځی.
د علومو له مخې هيومانیزم فلسفي هیومانیزم، ادبي هيومانیزم، ديني هيومانیزم، اسلامي هيومانيزم، د رېنسانس دورې هیومانیزم او داسې نورو برخو باندې ويشل کېږي. ته فکر کوې چې په تاريخی ډول يوازې هیومانيزم د رېنسانس دورې هیومانیزه ته وايې خو خبره داسې نه ده، هيومانیزم د انسان د بېلابېلو خواوو په پام کې نیولو سره یوه مانا يې انسان دوستي ده چې د پورته خواوو په پام کې نیولو سره د انسانیت مانا هم ورکوي. ته فکر کوې چې هیومانيزم يوازې د رېنسانس دورې پورې اړه لري، خو داسې نه ده. دلته ټولې خبرې نه کیږي، دغه زما نومره ده، زه کولی شم چې تا ته قناعت درکړم.۰۷۸۰۰۰۶۱۶۶