شنبه, اپریل 20, 2024
Home+Isi  که د طالبانو جهاد؟ / یونس تنویر

Isi  که د طالبانو جهاد؟ / یونس تنویر

   له کله چې پاکستان د یوه هیواد په توګه رامنځته شوی دی، د هند څخه په ویره کې و. او همدې ویرې پاکستان د جهاد په پټنځایونو بدل کړ. او په همدې وجه د غربي هیوادونو، خلیج او عربي هیوادونو توجو یې ځانته جلب کړه. پاکستان غربي هیوادونو ته د سر چوک په توګه تمام دی، چې هر ډول لاره او معاملګر لري. یانې پاکستاني حکمراني، د اصیلو پر ځای کمصلو په لاس کې اخیستې ده.  د پاکستان اصلي سلاکاران، هندي نژادي دي. علامه اقبال په خپلو اقوالو کې ځان هندي نژادو ته منسوب ګڼلی دی او ډېرۍ تاریخونو ددې شاهدي ورکوي، چې په هندوانو کې تر ټولو حقیر او پست قوم پنجابۍ قوم و . دوی دایم د هندي راجاګانو په غلامۍ کې پاتې شوي وو.

  انګلستان په دې موخه دوی ته د یوه هیواد حیثیت ورکړ، چې دوی ډیورند وساتي او ددې زمواري وکړي. پاکستاني چارواکو، د مجاهدینو د روزلو په وختونو کې امریکاه ته دایم دا ګیله کړې ده، چې ((دوی ته د انګریزانو زمواري ورتر غاړې ده؛ نو ځکه باید موږ ته د مرستو زیاته توجو وکړئ.))۱:  ځینو اروپایي رسنیو دا راپورونه بار- بار تایید کړي دي، چې پاکستان په یوه اتومي هیواد؛ ځکه بدل شو، چې دوی د شوروي په مقابل کې افغان جهاد په نوم ، د روس د ماتې لپاره له امریکاه او خلیجو هیوادونو زیاتې مرستې اخیستې دي، چې افغان اصلیو مجاهدینو ته دا په اووم لاس کې رسیدلې دي. 

  د هندوانو دغه حقیر قومونه ځکه د انګریز د توجو وړ و، چې دوی د پښتنو او بلوچو سره ګاونډې اړیکې او یوه شریکه جغرافیه لري. انګریزانو؛ نه غوښتل چې بریتانوي هند ته دې خطر متوجې شي. او پاکستان یې د بریتانوي هند دروازه ګڼله. 

  امریکاه د روس له کمونیزم څخه سخته ویره درلوده. او اسلامي هیوادونو د روس تاړاک، او له هندوکشه د کمونیزم د وتلو لارې په پاکستان کې ډېرې ممکنې وې، نو ځکه د مرستې زیاته توجو ورته وشوه. پاکستان چې د ځان دا حیثیت لیده، نو ځان یو اسلامپاله هیواد معرفي کړ، مګر لا ډېر پنجابیان لا اوس هم روژې نه نیسي. له کله چې پنجاب قوم ته دا عزت او شرافت حاصل شو، نو د ټولو اسلامي ممالکو د مشرتابه خیالات یې درلودل. او دایم یې علماو، د کشمیر او افغانستان په باره کې افسانوي خوبونه لیدلي دي. هههه.

د دوی یوه غټه ویره داده، چې خدای مه کړه بیر ته له هند سره وصل نه شي. او بیا به خپلې پخواني دندا ته ور وکوچیږیږي، نو دوی ځکه د انګریز احساناتو ته ژمن دي. د پاکستان د نوي جوړښت په وختو کې یوه نظریه، چې رسنویو پرې راپورونه جوړ کړي دي؛ دا وه چې(( انګریزان شاید څه وخت وروسته پاکستان د هند سره بیا وصل کړي.)) ۲ :  

 پاکستان د خپل حیثیت د خوندینې لپاره، خپله پالیسي داسې وضعه کړه، چې مهم فکټورونه، ((مذهبي ملتپالنه، له هند سره تربګني او له غرب سره ایتلاف شامل و.))۳:  د کمونیزم سره د مبارزې په وخت کې پاکستان مهم فکټور افغان جهاد و. او دایې خیال و، چې دا هیواد تر خپل تسلط لاندې راولي.

د روس په مقابل کې افغان جهاد څخه پاکستان په ښکاره ملاتړ وکړ. او ان د داود خان په وخت کې پاکستان په دې ویره کې و، چې خدای مه کړه پښتانه رانه بیل نه شي. او هندوانو ته تنها پاتې نه شو.

 پاکستان د افغانستان د کابو کولو په هڅه کې ځکه دي، چې ډیورند یوه رسمي پوله شي، او د پښتونو په واسطه کولای شي، د هند سره مقاومت وکړي. او په دې وجه د افغانستان سره زیاته علاقه لري. او د هغې ډډې پښتنو سره یې زیات جبر او خشونت کړی دی، بلوڅ یې په بې رحمۍ وژلي دي، تر څو د ازادۍ مراندې پکې را زرغونې نه شي.

 خداي خدمتګارانو، چې کله د ازاد پښتونستان خیالات درلودل. او داود خان یې سخت ملاتړ کاوه، او ان بلوچي مبارزین یې د پاکستان سره عملي جهاد ته راویستلي و. پاکستان په دې لټه کې و، چې په افغاني ولسونو کې ځای پیدا کړي. او افغان حکومت ته دایم یو سرخوږی جوړ کړي. ((کله چې اسلامي بنسټ پالو ډلو د داود خان له واکمنۍ تېښته وکړه، نو پاکستان په ورین تندي هرکلی ورته وکړ.)) ۴:  او د دوی یې سخته ملګرتیا وکړه. او افغان مجاهدین یې د خپل سیاست د فکټور یوه مهمه برخه وګرځوله . او په همدې مرستو دا هیواد اتومي هیواد شو.

 دا هیواد اوس دا فکر هم لري، چې باید د نړۍ د اسلامي ممالکو مشرۍ تاج دې د دوی سره وي. او دا ادعا ځکه کوي، چې شوروي هم دوی مات کړ، او له امریکاه افغان ولس دوی ازاد کړ، له انګریزانو هم دوی ازادي راته اخیستې، نو ددغو حیثیتونو له مخې دا هیواد په نورو اسلامي هیوادونو پام فشاري کوي او ځان د رسول اکرم (ص) له لویو قرباني کوونکو ګڼي او د مشرۍ انعام غواړي؛ مګر اصله مسله دا ده، چې انګریزانو دوی ته د ډیورند د زموارۍ په توګه یو هیواد په واک کې ورکړ. او د امریکا سره افغان جهاد طالبانو په خپل سیاسي نبوغ مخته وړی دی، چې نن امریکا په سختې ناکامې اعلان وکړ، چې موږ به له افغانستان په مۍ کې ووځو. او دا دي کابو یو کال وشو، چې هیواد د امریکاه او د هغوی د غلامانو له جوره وژغورل شو.  د روس سره د افغان جهاد؛ مشران نه دي جنګېدلي، بلکې عوامو افغانانو ټوپک را اخیستې او له روس سره یې جهاد اعلان کړی، دا چې د نننیو جهادي رهبرانو بنګلي او کش زیات دی، وجه داوه، چې مرستې اول پاکستان اخیستې او بیا د مجاهدينو مشرانو خونو کې تجزیه کېدي ، خدای تعالی (ج) د همدې عذاب له امله په خپلو کې سره واړول. ولس یې سخت خسارمند کړ او اوس هم څوک په ښه سترګه ورته نه ګوري. او اکثریت یې د امریکا په غلامي کې ښکیل شول. او اوس د کفارو په هیوادونو کې د بدبختي شپې تېروي. قران کریم کې ویل شوي، چې کفار او د هغوی غلامان به په دې دنیا او په هغه جهان به شرمینده وي.  

 ددې هیواد کوښښ داو، چې ګاونډ هیوادونه تر خپل تسلط لاندې راولي. او ان کله به یې د چین یغوریانو مسلمانانو ته هم غیږه وشلوله، چې هند ته ځان د مسلمانانو رهبر ښکاره کړي. پاکستان له ډیورنډ کرښې یوه ډېره عظیمه استفاده وکړه، او په اویا میلیونه ډالره یې دا لیکه باندې اشرف غني ورسره معامله وکړه، چې یو وخت کابل نیوز په ښکاره د فاروق وردګ له خولې دا اعلان وکړ.

مجاهدین یې په ډیورنډ واخیستل او خیال یې و، چې طالبان هم په ډیورنډ واخلي؛ مګر طالبانو د پاکستان څخه یوه سو استفاده وکړه او دوی په دې یقیني و، چې پاکستان له غربي هیوادونو سره یو ډېر قوي ایتلاف لري، نو هم هغه و، چې په وزیرستان کې امریکاه ته د بمبارد ایجازه ورکړل شوه، چې ډېر ولسونه او افغانان یې پرې شهیدان کړل.

 امریکاه د روس په مقابل کې د پاکستان همکاري لیدلې وه. او خیال یې و، چې طالبان به هم د مجاهدینو په څېر د دوی احسانات ومني. او خطر به ورته پیښ نه شي. پاکستان هم همدا کمان درلوده، چې په دې شکل به طالبان د خپل لاس الې وګرځوي، مګر طالبانو لا وړاندې ددې خاورې په سر د پاکستان سره لانجې راغلې وې. د طالب او پاکستان په ملګرتیا یو څه شکونه شته،خو له بل پلوه، طالبان د خپل هیواد د ازادۍ لپاره د پاکستان سره مناسبات ښه کړل او په پاکستان کې پاکستاني طالبانو حملې کمې کړې.

 له کله چې طالبانو خپل پټنځایونه په کوزې پښتونخوا وزیرستان په سیمه کې جوړ کړل او دایم د بمبارد سره مخامخ شول او ځینو مشرانو ته یې ستونزې پیدا شوې او بندیان شول، نو دوی هم د پاکستاني طالبانو په روزلو لاس پورې کړ. او پاکستان ترې ښه ورځ ونه لیده؛ مګر که هر ډول وي، خو د دواړو لوریو ترمنځ د دوستۍ مناسبات شته او له دې هیڅوک سترګې نه پټوي. مسله دا ده، چې دا دوستي د سیاسي اړیکې په توګه ده. د غلامۍ او بادارۍ په توګه نه ده.

 پاکستان ته دا څرکنده ده، چې افغان ولس جنګېدونکی او ان د نړۍ ستر قوتونه یې څملولي دي. چنګیز، مغلیان، انګریزان، روس او امریکاه ته یې ماته ورکړې ده؛ مګر پاکستان په دغو ټولو کې دخیل و. او ان  د دغو ورستیو تاړاکونو کې د یوه مستقل هیواد په شکل پکې دخیل وه. او مجاهدینو مشرانو په نسبت له طالب مشرانو سره یې هومره خواخوږي نه ده کړې. ولې بیا یې هم همکارۍ پټه نه ده.

 پاکستان په دې توګه غرب ته د یوه نږدې دوست او اسلامي ممالکو ته د یوه مشره په توګه ځان څرګند کړی و. له کله چې د طالب خبرې د امریکاه سره پیل شوې او طالبان د یوه خپلواک قوت په توګه څرګند شول. او د پاکستان له سو استفادې نړیوال خبر شول، نو اوس یې په نړیوال سیاسي بازار کې رنګ سخت کمرنګه شوی دی. او د امریکا په لاس غلام جوړ شوی سیکلري حکومت دایم دا کوشش کړي دي، چې سپین فوځ په پنجاب وروتپي او په همدې نادانۍ یې ان ډیورڼد په رپیو خرڅ کړل او دایې د یوې رسمي پولې په توګه ورسره ومنله. خو افغان دا کرښې ته به لا تر ابده هم تسلیم نه شي.

پاکستان کوښښ کاوه، چې د ټولو اسلامپالو ډلو د قابو کولو صلاحیت ولري. له کله چې امارت اسلامي په افغانستان کې حکمرانۍ ته ورسیده او نوي فیصده ځمکه یې په امن کې وه، حتا چا به چاته په ناجایزه هم نه شوای ورکتلای. دې  ډلې له دارالحرب هیوادونو سره سخته ورانه وه، او ان اسامه بن لادن، چې د امریکاه سرسخت دښمن و، طالبانو خپله حکمراني پرې ورانه کړه، مګر یو مسلمان یې کفارو ته و نه سپاره.

  امریکا بار- بار له پاکستان ((ډېره جدي غوښتنه وکړه، چې اسامه ورته وسپاري،))۵ :  مګر د وروستي اخطار په مقابل کې پاکستان ورته ولیکل، چې دوی زموږ هیڅ هم نه دي، موږ په دې ورسره خپلې اړیکې ساتلې، چې نړۍ او هند ته وښایو، چې دا هیواد زموږ دی، مګر موږ د اسامه د ورکولو صلاحیت هم نه لرو. موږ له تاسو سره متحدین یو او وبه. تاسو په دوی فوځي عملیات وکړئ.

امریکاه چې کله پوه شوه، چې طالبان د پاکستان په تسلط کې نه دي، نو دوی ته یې په سطحي سترګه ولیدل او یرغل یې پرې وکړ. دوی دا ویره له ایران هم درلوده، چې په عراق یې یرغل وکړ، مګر بیا یې هم په ایران یرغل ونه شو کړای.

پاکستان د ډیورنډ د رسمیت چارې څو ځلې طالبان ته د مخه کړې وې، چې د هغوی د سخت توهین سره مخامخ شول. له کله چې طالبان راڅرګند شول، نو پاکستانیانو د پخوانیو مجاهدینو سوله پال مبارزین یاد کړل او په پخوانیو مجاهدینو کې همدا تبلیغ وشو. مجاهدینو، چې په ځان تجربه شوي داستان ته متوجې شول، نو ویې ویل، چې طالبان د پاکستان ډله ده. کرنل امام په خپلو خاطراتو کې دا خبره څرګنده کړې ده، چې(( ملامحمد عمر، چې کله میوند ولسوالۍ ونیوله او د کندهار د نیولو تمنا ورسره و، نو isi زه اسلام اباد ته وغوښتم او ویې ویل، چې دا څوک دی؟))۶: 

یانې تر هغو پاکستان په دې خبر نه و، چې کله دوی عملي مبارزه شروع کړه، نو پاکستان ویرې واخیست او فکر یې کاوه، چې دا دهند  روزل شوي او یا د هند د توجو وړ نه شي، نو د طالبانو سره یې اړیکې ټینګې کړې او ځان یې د یوه خواخوږي په توګه ورښکاره کاوه. او د دوی حکمراني یې په رسمیت وپېژنده.

مګر لا هم طالبان چا خپلواک نه شوای احساسولی او لا تر اوسه طالبانو خپلواکۍ ته د شک په سترګه کتل کیږي. د پاکستان اصل کوښښ دا دی، چې په افغانستان کې دې دایم جګړه روانه وي. که چیرې یو عادي کس د افغان دولت په خلاف وسله اخلي، نو پاکستان خپله همکاري ورسره ضرور کوي. دا چې د طالبانو مبارزه د امریکاه سره په حقه وه، نو ضروري وه، چې کوزې پښتونخوا ته یې هجرت کړی وای او د امریکاه سره جنګېدلي وای. 

مګر د طالبانو سره د پاکستان همکاري هغه رنګ نه و، کومه چې د مجاهدینو سره وه. طالبان په خپلو چارو کې خپلواک او ان په افغانستان کې ډېر نظامي بریدونه د پاکستان په همکارۍ ورته برابرېده او پاکستان، د روس په مقابل کې د افغان مجاهدینو رهبر ګڼل کېده او د دیموکراسۍ په حکومت کې کابو ډېره حکمراني، د پخوانیو مجاهدینو په لاس او اختیار کې وه او د دوی نه په استفادې طالبانو ډېر نظامي بریدونه د دوی په مرسته کړي دي. افغان رسنویو په دې باره کې بار بار راپورونه جوړ کړي دي، چې وسلوال یې په زیرو موټرو کې د مبارزې میدان ته ننویستل. او دا په مبارزه کې یوه عامه اړیکه ده، چې هر سیاسي ځواک یې باید ولري او په دې شکل د خپل سیاسي قدرت نمایش وکا. نو طالبانو د فشار په راوستو له داسې ډېرو لارو یې کار اخیستی دی او امریکاه ته یې ماته ورکړې ده.

طالبان په دې پوهېدل، چې پاکستان د امریکاه ډېر نږدې ایتلاف کوونکی هیواد دی، نو په دې وجه پاکستاني طالبان هم ورزل او پاکستان ته یې په خپل کور کې خطرې متوجې کړې او په امن کې ترې نه شول. د پاکستان په مرسته د طالبانو ډېرۍ مشران امریکاه ترې بمبادرد، او بندیان  کړل. او ان په قبایلو یې د بمبارد اجازه هم ورکړه، چې زیات شمېر افغانان پکې شهدان شول.

مګر طالبان د مجاهدینو په څېر پاکستان ته د ګټې خلک نه و. او نه یې د دوی په واسطه څه بوت کولای شول، ماسیوا له دې، چې نړۍ ته وښایي، چې طالبان زما په سیمه کې روزل کیږي او دا د طالبانو له نومه یوه سو استفاده وه، چې پاکستان کوله.

پاکستان یو مداري سیاست لرونکی هیواد دی، چې هم یې له امریکاه سره ایتلاف درلوده او هم یې د طالبانو سره دوستي نه پريښوده. یانې پاکستان په هیڅ صورت نه غواړي، چې د افغانانو له یوې داسې ډلې سره دښمني وکړي، چې هغوی په خپلو عقیدو له اتوم سره جنګیږي. او دا به یې د هند په وړاندې یو ډېر ضعف وي. مګر د هند مودي، چې څومره  د هند په مسلمانانو ظلم کوي،  له هغه څو چنده زیات ظلم پاکستان په پښتنو او بلوچو کوي. پاکستان د افغان وسلوالو مبارزینو سره یو ډول نه یو ډول ناکام کوي. او دا په دې مانا نه ده، چې دا ډله دې د پاکستان تالاڅټي وي.

 پاکستان باید تجزیه شي او پښتونستان او بلوچستان ته ازادي ورکړل شي. او دا د داود خان نظریه ده او دا به تر هغو پالو، ترڅو چې مو پښتانه د ازاد پښتونستان په شکل او ازاد بلوچستان  مو نه وي لیدلي.

اوس د غربي تالاڅټو په ټاپې څوک باور نه کوي، حتا دلته به چې چا وویل چې فساد دی، نو مزدورو او اجیرو به نارې کړې، چې دوی پنجابیان دي، حال دا چې د شفیع عظم، مطمین او شهید مژده غوندې سپیڅلو ته هم په ورته سترګې ګتل کیږي.

       پاکستان فکر کاوه، چې په طالبانو به زموږ احسانات واجب وي. مګر طالبانو چې په کومه ځمکه خپل سرتېرې روزل، هغه په اصل کې د افغان ولس ځمکه وه. نو طالب به څنګه پاکستان ته تسلیم شۍ؟  چې کله د طالب او امریکا ترمنځ د سولې خبرې  شروع کېدې، نو ټولو هیوادونو پاکستان ته سترګې وې، مګر پاکستان یوازې د خبرو جوړولو او دوی دوه یو او بل ته د مخاطب کولو صلاحیت درلوده. کله چې د طالب او امریکاه خبرې پیل شوې او د سولې تړون لاسلیک شو، امریکاه په دې پوه شوه، چې طالبان پوره خود مختاره او په خپل هیواد ولاړ خلک دي. که څه هم امریکا لا وړاندې په دې پوه وه، چې طالبان په خپله جګړه کې خپلواک دي. ځکه دوی د امریکاه په خیلاف جنګېدل او امریکا په لومړیو کې دافکر و، چې دوی د پاکستان په خوښه جنګیږي. نو ځکه ډاډه راغلل.

       دا یو داسې قوت و، چې هر کفري دارالحرف هیوادونو ته یې سختې خطرې جوړې کړې. یانې دا ډله یوه دومره ځواکمنه وه، چې په ګوښي ځان یې د ټولې نړۍ سره وجنګېدل او مبارزه یې ورسره وکړه. یو داسې ځواک ، چې اتومي هیوادونه هم ورته تسلیم شول. کله چې نړیوالو دا ځواک په دې قوت ولیده، نو دوی فکر کاوه، چې دوی د پاکستان په خدمت کې دي. او د ای ایس ای ماموریت مخکې وړي؛ مګر کله چې په د قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو. او طالبان د یوه خپلواک امارت په توګه نړیوالو ته ښکاره شول، نو ټولو د پاکستان څخه نفرت وکړ او د سو استفادې سیاست یې نړۍ او اسلامي هیوادونو ته عیان شو.

      د پاکستان د ځینو لوړپوړو چارواکو سره د ځینو اسلامي هیوادونو د مشرانو ناستې نه کول، په دې دلالت کوي، چې پاکستان په خپل ټول شیطاني سیاست کې ناکامه شوی دی. پاکستان نړۍ ته په دې ځان ښکاره کړی و، چې ګوندې د ناټو سره جګړه د دوی په فرمایش روانه ده. او اکثرو هیوادونو همدا خیال درلوده. امریکا د طالب په نوم له پاکستانه ډارېده، نو په دې وجه یې ورسره ښکاره دښمني نه شوای کولای. او پاکستان ته یې دایم د پټ دښمن او په ښکاره دوست ویلي ول. امریکا چې په افغانستان یرغل کاوه، نو ټوله لاره پاکستان ورته جوړه کړه. او په پکتیا لومړنی توغندی، د قطر څخه راشوټ شوی و. په مرکز ګردیز کې یې د جلال الدین حقاني کور پرې وویشت ، چې زیات شمېر عربان پکې شهیدان شول.  یانې سړی، حیران شي، چې دلته سیاسي پیچ وخم ولې دومره متضاد دی، موږ ته چې کومو اسلامي هیوادنو، د امریکا توغندي او اصلحې راننه ویستې؛ هغوی موږ ته د سولې لارې پرانیزي.

      یانې طالبان یو ډول نه یو ډول اړیکې یې د هر چا سره ساتلې دي. مګر موږ پوهیږو، چې دا د مبارزې ضروریات دي، مګر موږ اوس په دې سیاست هم پوهیږو او په حکومت ولۍ هم پوهیږو او په خپل ولس او د ولس په ځمکه هم پوهیږو. که سیکلري، جمهوریت له امریکا، فرانسې او نورو دارالحرب هیوادونو سره اړیکې ساتي، موږ یې پروا نه کوو، او که طالبان له پاکستان، روسيې، ایران او نورو دارلحرب هیوادونو سره اړیکې ساتي، موږ یې ځکه پروانه لرو، چې نور موږ په هیواد کې پردي فرمایشات نشو منلی او نه یې زغملی شو. که سوله زموږ په تجزیه وي، موږ سوله نه غواړ، او که سوله په سهامي شراکت بدلیږي موږ سوله نه غواړو. او که د سولې په نوم بیا کورنیو جګړو ته ورستنیږو، موږ سوله نه غواړو او نه له جګړې، نور هجرت کولای شو، نو بیا ضروري ده، چې موږ هم په دې هیواد کې پاتې شو او که پاتیږو، نو بیا د سر خوندیینه راباندې فرض ده، کومو څوک مو، چې وژني، نو وژنو به یې، که مو څوک خاوره تجزیه کوي، نو وینې به تویې کړو، مګر دا ارمان یې نور پوره کېدونکی نه دی.

      امریکا د پاکستان سره په دوستانه اړیکو کې ښکیله وه، مګر امریکا یو ډول د پاکستان په ولسونو کې رښې پیدا کړې. مصطفی سالک یوه ورځ راته ویل، چې مشال او ډیوه د ازادۍ سمبولونه دي، دغو دوو راډیوګانو فعالیت په سرحدي سیمو کې نور ددې نه سیوا څه مانا لري؛ بغیر له دې، چې د کوزې پښتونخوا د قبایلو ذهنیتونه را ویښ کړي. او د پاکستان څخه د خپلې خاورې اختیار واخلي. منظور پښتین به ضروري، له پاکستانه د پښتونو ازادي اخلي. او بلوچ دې قربانۍ ته تیار دي.

     پاکستان چې کله ځان په دې بد حالت کې ولیده، نو د امریکاه په څېر یې نخرې جوړې کړې، حال دا چې پاکستان لا دا صلاحیت نه لري، چې سیاسي مشران دې مجازات کړي، نو هم هغه و، چې طالب مشران یې بیرته وبلل او دې مسلې ته یې اختتام ورکړو. یانې طالبانو په پاکستان کې ډېرې د پاکستان ضد ډلې روزلې دي.خصوصا پاکستاني طالبانو د پاکستان حکومت لپاره زهر دی. یانې دا یو څرګند حقیقت دی، چې په پاکستان کې د پاکستان د حکومت په ضد جنګېدونکې ډلې یوازې د طالبانو د لاس الې دي.

     امریکا، د پاکستان او ځینو نورو سیکلر پلو سیاسي مشرانو په واسطه داعش ډله  په عربي کلتور کې جوړه کړه. او زیات امکانات یې ورته نظرانه کړل. مګر ناکامه شوه. یانې داعشیان بغیر له امتیازه قربانۍ ته چمتو نه و. او زیات لګښت پرې راته، یانې د داعش د یوې ونۍ مصارف د امریکا د یوې قرارګاه مصارف و، او دوی په دغو مصارفو هیڅ لاسته راوړنه نه شوای کولای. په جمهوریت کې ددې نوم په استفادي، او ځینو لوړ پوړو چارواکو او سیاسونو دا چاره اختیار کړې وه، چې اهل تشیع پرې ووژني او یا یوه ولسي وژنه وکړي، تر څو د اسلام نوم نور هم بدنام کړي. نو دوی ځکه ناکام شول، چې دوی د اسلام د بدنامولو کوښښ کاوه. یو ډول ظلمونه یې شروع کړل او دا یې ښکاره کول، چې جهاد او اسلام یو دومره وحشي شکل لري، مګر خدای تعالی(ج) سخت زر ورکړل.

        په یوه شي باید سترکې پټې نه شي، چې ناټو د افغان ولس د پرمختګ لپاره نه وه راغلې، بلکې د پرمختګ په جامه کې یې سخته بدبخته جګړه راوړې وه. او په افغان ولس یې وروتپله. چې ان زیات شمېر وګړي یې بدبخته کړل.

     کله چې امریکا په خپله جګړه کې ناکامه شوه، نو اوس په دې زور کوي، چې شمالي ولایتونه بیل کړي، کوزه او بره پښتونخوا سره وتړي، مګر مسله دا ده، چې د وینو شیریانونه که بیل شي، نو بیا هیواد مړ وښایه. موږ د وجود یوې ټوټې د بېلیدو درد لیدلی؛ اوس نه غواړو، چې دا درد مو نور هم ستر شي. یانې موږ  ژبې، مذهب نه شي سره بیلولای. موږ د وینو، فرهنک او د دین مشترکات سره لرو. یانې منظور پښتین ځان پښتون نه ګڼي، بلکې افغان یې ګڼي، طالبان ځانونه پښتانه نه ګڼي، بلکې افغان یې ګڼي. دلته هیڅوک ځان قوم او قبیلې ته نه منسوبوي، دلته ټول افغانان دي، او د لوی افغانستان خیال لري. نو ضروري دا ده ، چې ټول د یوه افغان په نوم راټول شو، او خپل شوم اهداف او هیلې وغورځوو. او لر او بر له استعماره خلاص کړو. او که چېرته بیا زیاتې قربانۍ ته اړ کیږو، نو افغانستان دي اوسنی افغانستان پاتې شي. او پښتونخوا دې، د پاکستان څخه د یوه ازاد هیواد په شکل (پښتونستان) ازاد شي. او بلوچستان دې خپله ازادي ولمانځي، ازاد کشمیر دې له پاکستان او هندوستان ازاد شي او هیڅ مسلمان دې هندي تبعه ونه لري. پنجابستان دي یوازې په پاکستان بدل شي، پاکستان او هندوستان باید دا تجزیه ومني، ګني دا ځل به نړیوال جنګ د همدې خاورې راپورته کیږي او نړۍ به په سر واخلي. او دا جنګ به د کفارو لپاره سخت زیانمن جنګ وي او په قران کریم کې، د اخرې زمانې لومړنی جنګ او ټول شوموله جنګ به د هندو او مسلمان جنګ وي او پنجابیان د هند مهاجر دي، چې برتانیې د خپلې ګټې لپاره روزلي دي. او دا ځینو علماو په احادیثو ثابته کړې، چې پنجابیان هندوان دي او د دوی سره به افغانان جهاد کوي او په سره تبه به یې مرداروي. ان شاالله.

ویاړ په هغوی، چې امریکاه یې په سخته تبه مړه او دا خاوره یې ترې پاکه کړه. 

اخځلیکونه :

۱ـ پاکستان د جومات او پوځ ترمنځ. حقاني، حسین. ژباړه: بسم الله مومند.

۲ـ د قلم تر وړانګو لاندې. محمد شفیقي، زبیر.

۳ـ  د اور پر کرښه. پرویز مشرف. ژباړه: محمد زیبر شفیقي.

۴ـ د افغانستان د جهاد داستان. ویناوال :کرنل امام. لیکوال: احمد رضوان تارړ. پښتو ژباړه:علي یوسفزی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب