د ناول په ډولونو کې یو هم اجتماعی یا ټولنیز ناول دي، په دې ناول کي د یوې یا بیلابیلو انساني ټولنو دودونه، طبقاتی توپیرونه، ټولنیزې ښېګڼې او بدګڼې او داسې نور…. بحث کوی.
د ټولنیزو ناولونو له ډلې مې د ډاکټر عبدالهادي حماس ناول (د الماسو غمی) ولوست.
د دې ناول کیسه د لومړي شخص د لید له زاویی بیانیږي. په دې ډول زاویه کې د داستان اصلي کرکټر کيسه په خپله ژبه بیانوي او داستان دلومړي شخص یامتکلم له لیده بیانیږي.
د دې ناول بله ځانګړنه د پلاټ سمه جوړونه ده، پېښې يې په پرله پسې ډول او منظمې راوړل شوي دي.
ددې ناول تلوسه بې جوړې ده، لوستونکی تر پايه له ځانه سره ساتي.
په دې ناول کې د مرکزي کرکټر رول یوې نجلی چې ناهید نومیږي، لوبولی دي.
د ناول کیسه داسی ده:
زه ماشومه وم او بیا پیغله شوم خو ما کومه ښه ورځ ونه لېده، تقدیر زما د نصیب کرښې د یوې بد مرغې جلۍ په بڼه لیکلې دي.
زه د مور او پلار یوه لور یم چې نه ورور لرم او نه بله خور د یوه بې مسولیته پلار سره ژوند کوم.
هغه د نورو لپاره بې تفاوته حس لری خو کوم شي کې چې ګته وي او دی پرې راحته کیږي، نو بیا زما په سر که کومه سودا وي هم باک نه پرې راوړي.
هغه دومره بې تفاوته دی چې کله ، کله زه د ده کړنو ته وګورم په کورنۍ رېشتو بې باوره شم ، پلار ، ورور، خور او ….
زما ژوند هغه وخت د بربادۍ پر ګړنګ ودرېده چې مور می رانه وکوچېده او له خپلې آرام بښنکې غيږې یې بې برخې شوم. (د الماسو غمی) کتاب څخه نو کيسه یې په همدې ډول دوام مومی ناهیده خپله یوازینۍ تکيه مور لاسه ورکوي او بی مسولیته او چرسو روږدی پلار یې د هغې د ژوند سره لوبې کوي هغه خپل ځان ته بدلوی او یو بل نیشه ای تابليټ کا ولا ته ورکوي.
دې ناهیدې ژوند نور هم سختیږې خاوند یی د واده په اوله شپه د هغې نه د تابليټ کا د خوړلو هیله ترې کوی دا یې نه منې او دا وهی او پزه یې ور ماتوي.
نور مخکې نه ځم ځکه بیا د ناول تلوسه له منځه ځي.
په دې ناول کې د نشې توکو لکه چرس ، تریاک او نورو پرمختللو نشو تابلیټ کا، آیس ، شیشې او…
چې زموږ ډیری ځوانان په دې ناوړه پرختللو نشو معتاد دي، کوم چې ټولنې ته د زهرو مثال لری اشاره شوې ده.
ددغه ډول نشو یوه ژوندی کېسه د ناول په بڼه راوړل شوې ده ددې ناول څخه پیغام پيغام دا ده چې د خدای لپاره که په ناول کې د یوې بدبختې کورنۍ په څیر خپله کورنۍ له دا ډول ستونزو وژغورئ نو پر خپلو اولادونو پام وکړی یوازې زېږول مهم ندي باید د پلارتوب مسولیتونه په سمه توګه ادا شي.
او همداسې په ناول کې يو شمېر رواجنونه راخيستي دي چي ظاهرا ورته ګډو ګتو او اتفاق نوم ورکوي خو کله کله يې زیانونه دومره قیمتي وي چې لومړۍ ارزښت ورته بې مانا شي.
که څه هم په دې ناول کې ځینې سحنې ډیرې خیالی او له حقیقت لرې وې خو بیا هم ناول ډیر ښه پیغام درلود او په یو ځل لوستلو ارځي.
پای