یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهنغمه د پاکستان موقت صدراعظم ته؛ د څو میاشتنۍ څوکۍ لپاره د...

نغمه د پاکستان موقت صدراعظم ته؛ د څو میاشتنۍ څوکۍ لپاره د ځان او کاکړو درانه قوم نوم مه بدوه

تاند:( چارشنبه، د عقرب ۱۰مه) د افغانستان مشهورې سندرغاړې ښاپېرۍنغمې د پاکستان موقت صدراعظم انورالحق کاکړ ته په خطاب کې ویلي، چې د څومیاشتینۍ څوکۍ لپاره دې افغان کډوالو سره په روان چلند خپل او د خپل درانه قوم نوم نه بدوي.

نوموړې دا خبره په هغه ویډیویي پيغام کې کړې، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د په زوره ویستلو په اړه یې خپور کړی.

نغمې په دغه پیغام کې د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان روان چلند د هرات له زلزلې او د غزې له پېښو سره ورته بللی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو په تړاو خپل چلند هر څومره زر بیرته بدل کړي.

پاکستان هغو افغان کډوالو ته، چې دوی یې ناقانونه بولي او شمېر یې ۱،۷ میلیونه تنه ښودلی، د پرون ورځې تر پایه له پاکستانه په خپله خوښه د ستنیدو مهلت ټاکلی و.

له دې سره راپورونه څرګندوي، چې پاکستاني حکومت اکثره دغه کډوال له بندي کولو، پر کورونو یې له چاپو اچولو او نورو ځورونو وروسته وتو ته اړ ویستي دي.

له اسلام اباد څخه راپورونه وایي چې پاکستاني چارواکو په یو شمېر سیمو کې د افغان کډوالو کورونه نړولي.

په پېښور کې بیا ځینو افغان کډوالو تاند ته ویلي چې پاکستاني پولیس کوڅه په کوڅه د افغان کډوالو د نیولو لپاره اعلانونه کوي او په زوره یې د مهلت له پوره کیدو وړاندې لا د نیولو او هېواد ته ستنولو اقدامات پيل کړي.

په پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ ويلي، په تېره يوه میاشت کې یوازې په تورخم 18350 کورنۍ بیرته تللي چې وايي ټول پکې 120000 کسان وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي پرون یوې خبري غونډې ته ويلي، د ټاکلې نېټې (31م اکتوبر) وروسته چې څوک پاتې شي، نيول کیږي او په زوره افغانستان ته استول کیږي.

هغه دا هم ویلي، چې له ناقانونه کډوالو پرته نور هغه کډوال چې د پاکستان مهاجر کارتونه لري، هم په تدریجي ډول خپل هېواد ته استول کیږي.

سرفراز بګټي د جيو تلویزون په يوه پروګرام کې ویلي وو، ټول افغانان به بيرته خپل هېواد ته لېږل کيږي، په لومړي پړاو کې هغه افغان کډوال چې هیڅ سند نه لري، يا یې په غېر قانونه توګه اسناد ترلاسه کړي، او په دويم پړاو کې به افغان سيټيزن کارډ (اې سي سي کارډ لرونکيACC) لرونکي او د يو اېن اېچ سي ار سره رجسټرډ کډوال بيرته ليږي.

خو بګټي نه وو ویلي چې دويم پړاو به د کله نه پېل کيږي.

پاکستان په وروستيو کې څو ځله تور لګولی چې د افغانستان نه په پاکستان کې ترهګري کيږي او پاکستان کې سږ کال څو ځانمرګي بريدونه هم افغان وګړو کړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو رژیم دا تور رد کړی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې د پاکستان پر پوځ ثابتولی شي چې په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی عامل، روزونکی او خورونکی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د پاکستان څخه غېر اسناد لرونکو افغانانو شړل د بشري حقونو د ناورين سبب کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب