دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد ط-انو تماس کميسيون: د دوستم ۲ ساتونکي هېواد ته ستانه شول

د ط-انو تماس کميسيون: د دوستم ۲ ساتونکي هېواد ته ستانه شول

تاند( دوشنبه ، د اسد ۱۰ مه) ‏په کابل کې د طالبانو حاکمه اداره وايي، چې‏د تماس کميسيون له لارې يې په پرزول شوي نظام کې د مارشال دوستم دوه تنه محافظين احمد رشاد رحماني او محمد اصف دلاور هيواد ته راستانه شول.

سرچينه زياتوي:دوی هيواد ته په راتګ سره خوښي وښوده او د تماس کميسيون ايجاد يې يو ډير ښه اقدام او نيک فرصت وباله.

سرچينه دا هم وايي، چې پرون‏فخرالدین فقیري چې د افغانستان په پرزول شوي نظام کې د بامیان ولایت د داخلي او خارجي امنیت د څارنوالۍ رئیس و، له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې هېواد ته راستون شوی.

طالبانو د دې ترڅنګ د مزار شريف د هوايي ډګر د یوه پخواني مسوول‏عبدالاحد صافی او د کونړ د ولایتي شورا د يوې پخوانۍ غړې تورپیکۍ رسولي د هېواد ته ستنیدو خبر هم ورکړی.

د طالبانو د ياد شوي کميسيون له جوړيدو سره ډېرو افغانانو په هېواد کې د نظام جوړونې او پخلاينې لپاره د هڅو د پيل هیله لرله، خو د طالبانو په دريځونو کې نه نرمښت او په دې کچه خلکو سره ېې مذاکرات او هېواد ته د ستنولو هڅې دغه کمیسیون کمرنګه کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب