دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ط-انو افغانانو او نړيوالو سره خیانت...

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: ط-انو افغانانو او نړيوالو سره خیانت وکړ

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) ‏‏د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه خپره شوې، طالبان له افغانانو او نړيوالو سره په خیانت تورن کړي دي.

نوموړي له امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون ته اشاره کړې، چې طالبانو پکې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پرې کولو او دغه راز د افغانستان له خاورې د دوی د نه استفادې ژمنه کړې وه.

امریکايي وزیر په عین حال کې نه دي ويلي، چې د طالبانو د دغه«خيانت» پر وړاندې به ېې د هېواد دريځ څه وي.

طالبانو تر اوسه په مشخص ډول د ایمن الظواهري د وژل کیدو د اعلان په اړه، چې تېره شپه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وشو، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

الظواهري، چې اصلآ مصری و، تېره شپه یې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د وژل کیدو اعلان وکړ.

ويل شوي، چې نوموړی اوړمه ورځ وژل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې، چې الظواهري د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په شخصي مېلمستون کې وژل شوی.

هغه ويلي:« دوه احتماله شته، يا خو حقاني د پاکستان په منځګړتوب امریکا ته د الظواهري ادرس ورکړی او په بدل کې ېې تور لیست نه وتل غواړي او يا دا چې امريکا حقاني سره بيرته ورانیږي او هغه له همدې وېرې له دغه برید وروسته د يوه لوی ولسي کاروان په ملتیا لوګر او د لوېې پکتيا نورو ولايتونو ته، چې د ده پلویان پکې دي، په سفر وتی، څو د خلکو په لوی کاروان کې د وژل کیدو له ګواښ څخه وژغورل شي.»

د امریکا ولسمشر وويل، چې الظواهري کابل ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره تللی و.

د امریکايي ولسمشر په خبره، په یاد شوي برید کې د الظواهري کورنۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د الظواهري د وژل کیدو له تایید پرته پرون ناوخته د دغه برید پر وړاندې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

تاند دغه راز د خپلو سرچينو په حواله، په هماغه ورځ راپور ورکړ چې ياد شوی برید د سراج الدين حقاني د يوه نیږدې کس پر کور تر سره شوی دی:

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

راپورونه:د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د سراج الدين حقاني يو مهم کس غوښتل ووژني

2 COMMENTS

  1. د امریکا خیانت مو په نظر نه راځی چی داوحشی ځناور مو تر ارګ راورسول او د خوار افغان په سر مو سپاره کړل.
    مرګ دی په تاسو او ستاسو پدی وحشی ملیشه وی
    تاسو ټولو د افغان ولس سره لوی خیانت وکړ

  2. خبره خو دا ده چی:
    حتی د قصاب دوکان ته نژدې یوه اوسېدونکې پیشو هم د غوښو او هډوکو د ترلاسه کولو د لوبی په چل پوهیږی نو یو ” انسان ” به څرنګه د امریکائی – انګریزی لوبغاړو د لوبو په څرنګوالی نه پوهیږی؟
    په امریکا کی د کانګرس او سنا انتخاباتو ته لږه موده پاتی ده، د بایډن ټیم او ګوند غواړی د انتخاباتو نغری د القاعده سره د بریالۍ مبارزې په اور تود وساتی.
    امریکائیان په سیمه کی د نورو سترو سترو کړکیچونو سره مخامخ دی او ددې کړکیچونو د حل څخه عاجزه دی نو ځکه ئې زموږ په هیواد کی د القاعدې سناریو ژوندۍ ساتلې ده څو هم تبلیغاتی ګټه ترې واخلی او هم د چین سره د مخکنی پټ توافق د اِلغاء یا چنې وهلو امکانات ولری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب