شنبه, جنوري 4, 2025
Home+زموږ نقدونه ولې کمزوري دي؟ | رحمت شاه فراز

زموږ نقدونه ولې کمزوري دي؟ | رحمت شاه فراز

زموږ د نقدونو د‌ کمزوري لوی سبب دا دی، چې زموږ يوازې د ګوتې په شمېر نقادان هغه تخنيکي او علمي معيارونه پوره کوي، چې د ښې کره کتنې لپاره لازمي دي. د يوه کار لپاره تخنيکي او علمي معيارونه د زمان او مکان تر بريدونو محدود وي‌. مثلا يو هندي مهندس اړتيا نه لري، چې د واورې او شديدې يخنۍ حفاظتي ټکي هم په پام کې ونيسي مګر افغان انجينر يې بايد ونيسي. دغه ټکی او بېلتون بايد د شرق او غرب د نقادانو په برخه کې هم ومنو او د تنفيد او کره کتنې لارښود يا کتاب چې ليکو، نو د ډېرو مشترکاتو په خوا کې به ګڼ توپيري او اضافي معيارونه هم په‌کې ور زياتوو.
زما په نظر د معياري پښتو کره کتنې لپاره زموږ نقادان بايد په څلورو ژبو کې د تبحر او په يوه ژبه کې د بلدتيا تر بريده برلاستيا او پوهه ولري. پښتو، فارسي، انګريزي او اردو هغه څلور ژبې دي، چې له دې پرته به زموږ د يوه کره کتونکي نقد له خپلو ټولو ښېګڼو سره، سره نيمګړی وي او ډېره د اعتبار وړ او معتمدبه کره کتنه به نه وي‌. موږ چې د استاد اسدالله غضنفر نقد ته ګوته په غاښ کېږو، چې د ډاکټر احسان الله درمل په خوږو نقدونو ژبه ټکوو، چې د پوهاند اجمل ښکلي په کره کتنيزو ليکنو کې نوې نکتې مومو او چې د نعمت الله صديقي په نقدونو کافي حساب کوو، وجه يې دا ده، چې ياد څلور واړه نقادان په پاسنيو څلور واړو ژبو نه يوازې پوهېږي، بلکې هر اړخيزه او دوامداره مطالعه هم په‌کې لري. د پوهاند ښکلي خو به مو کله نا کله اردو ليکنې هم لوستې وي او ما يې ځينې انګريزي ريسرچ مقالې هم را کتلې دي. د ډاکټر درمل له ليکنو چې هغه خواږه وباسو، چې د فارسي او اردو ژبې د مطالعې له لارې ور ګډ شوي دي، فکر نه کوم، درمل دې درمل پاتې شي. دغه راز د پوهاند ښکلي له لیکنو د انګريزي ژبې دقيقه او مستنده علمي ژبه وباسئ، نو په ښکلي کې به څومره ښکلا پاتې شي؟
بله ژبه عربي ده، چې يو نقاد يې بايد له صرف او نحوې سره ابتدايي بلدتيا ولري او په دې پوه وي، چې په ژبو کې کلمه څرنګه اوړي او را اوړي. بله دا چې په پښتو نثر او شعر کې خورا ډېرې عربي مفغنې کلمې کارېږي، نو د عربي صيغې او اشتقاقونه چې ونه پېژنو، فکر نه کوم، دقيق نقد به وکولی شو. نقد به نېغه په نېغه له لفظ سره ډېره راشه درشه نه لري، خو په ټوله کې بيا هم همدا لفظ دی، چې خبرې ترې سازېږي.
د ژبو په خوا کې نقاد بايد د معاصر تنقيدي فکر له اصولو او مفاهيمو سره هم بلدتيا ولري. هغه نقاد چې په دې خبر نه اوسي، چې چېرته يې اډهومينم تېروتنه کړې، په کومه برخه کې ترې سټرامن غلطي شوې، متعلق او نامتعلق دلايل ونه پېژني او يا په دې پوه نه وي، چې په يوه مسئله کې د ثبوت بار په کوم لوري باندې دی، نو نقد ته به يې څومره علمي او بې پلوی وويلی شو؟
زموږ پخواني ادبي ليکوال او نقادان شاوخوا په دې ټولو معيارونو پوره وو. مثلا د هغې زمانې مطابق اردو ژبي شاعر او ليکوال به په فارسي او عربي کې هم ډېر پوخ ليک کولی شوی او وروسته چې انګريزي ژبه شرق ته را والوته، نو نقادانو دې ژبې ته هم توده غېږه ورکړه. که شبلي نعماني په دې پاسنيو ژبو او فنونو کې تبحر نه لرلی، نو ايا «شعر العجم» یه يې ليکلی و؟ او محمد حسين ازاد به «سخندان پارس» او «آب حيات» کله ليکلي و. او زموږ ملک الشعرا قاري عبدالله به کله د دې جوګه و، چې «سخندان پارس» دري ته را وژباړي.
وروستی سبب چې زموږ نقدونه کمزوري دي، دا ده، چې موږ د تنقيد او کره کتنې په اړه پنځه علمي او معياري کتابونه هم نه لرو. سره له دې چې د نقد په برخه کې پنځه په نړيوال معيار برابر کتابونه هم بسنه نه کوي. د نقد په اړه موږ تر دې دمه دوه ډوله کتابونه لرو، يو درسي کتابونو دي، چې زياتره مواد یې له هغو فارسي کتابونو اخيستل شوي وي، چې لومړی فارسي ژبې ته ګډوډ او نادقيق ترجمه شوي وي او بيا زموږ يوه غيرمسلکي ژباړن پښتو ته را ژباړلي وي. دوهم ډول کتابونه هغه دي، چې داسې کسانو ليکلي، چې د ادبياتو په اړه يوازې سرسري پوهه لري او ټول کتاب يې له خپلو ذهني خيال پردازيو ډک وي او ډېرې کمې خبرې به په لاس درشي، چې مکث پرې وکولی شې.
زموږ تنقيد چې يا تخريب او يا تضحيک دی، ايا تر دې دريو علتونو ور اخوا به نور اسباب هم لري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب