پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملګري ملتونه په خصوصي ادارو کې د ښځو ګومارنې د بندیز لغوه...

ملګري ملتونه په خصوصي ادارو کې د ښځو ګومارنې د بندیز لغوه کېدو غوښتنه کوي

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۲مه) ‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، ولکر ټرک، د طالبانو د حکومت د هغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې، چې په خصوصي بنسټونو کې د ښځو د ګومارنې په اړه شوې ده.

طالبانو په یوه تازه پرېکړه کې په غیر دولتي ادارو کې د نجونو پر ګومارنې بندیز لګولی او ګواښ یې کړی، چې د بندیز د نه عملي کولو له امله به د دغو بنسټونو جوازونه لغوه کړي.

ولکر ټرک د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو له لوري دغه پرېکړه “تېروتنه” بللې او زیاته کړې ده، چې منفي پایلې به یې په مستقیم ډول د افغانستان اړمن کسان اغېزمن کړي.

ولکر وایي غیر دولتي سازمانونه د افغانانو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو په وړاندې کولو کې حیاتي رول لري.

هغه زیاتوي، چې دغه ډول اقدامات د دې سازمانونو وړتیا چې بشري مرستې ور رسوي، په مستقیم ډول محدودوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) هم د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ۳۰ بستریز مرکز ته مالي مرستې درولی دی.

دوی دا پرېکړه د طالبانو د روغتیا ریاست د چارواکو د پرله‌پسې مداخلو او فشار له امله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...